تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بې حجابي ښځي خاوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 24, 2022
  0
ژباړه: علي الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
یو ځوان په ډیري ارامی او ښه اخلاقو سره یو شخص ته ورغلی چي بي حجابه میرمن ورسره وه، او ورته یي کړه: "ایا زه کولای سم چۍ ستا و میرمني ته یو څو لحظي وګورم او خوند او لذت واخلم ".
 
د بي حجابه میرمني خاوند چي دداسي کوم څه طمع او توقع یي نه درلودل، زښت زیات په غصه او عصباني سو. په داسي حال کي چي د غاړي رګونه یي دباندي راوتلي وه، په ډیره بي رحمي سره د ټولو خلکو په وړاندي د ځوان و ګریوان ته لاس واچوی او ورته یي کړه: 
 
" بي غیرته سړیه خپله ناموس نه لري؟ شرمیږي نه؟!...
 
ځوان بغیر له دي چي د نوموړی شخص د حرکاتو او غصي څخه په درد سي یو ځل بیا په ډیر ادب سره وویل: 
 
"ډیره بخښه غواړم، ما دا فکر نه کوی چي ته دي دومره په قهر او غیرت راسي. ما دا فکر کوی چي ټول خلک ستا و بي حجابه میرمني ته بې اجازې ګوري او لذت اخلي، نو ما ویل زه به اجازه واخلم څو د ټولو په څیر بي اجازې ستا و بي حجابه ښځي ته په کتلو کي مي نامردي نه وي کړې. اوس مي تاسي ګریوان خوشي کړی؛ تردې خیر چي اجازه واخلم تیر یم.
 
د بي حجابه میرمني خاوند ډیر و شرمیدی، او د ځوان ګریوان یي لاس کي وو او خپلي میرمني ته یي په په کښته سترګو وکتل. 
 
--------------------
یادوني:
هیڅکله دا له یاده و نه باسی! د غیرمتند خاوند ښځه په ستر او حجاب کي وي او د خپلي ښځي څخه سیوا و بلي ښځي ته نه ګوري.
له یاده و نه باسی! ښځه که چیري ښځه وي او د یو ښې او درستی کورنی وي، هیڅکله به دا موقع مساعده نه کړي چي ددې په خاطر دي یي پر خاوند انتقاد وسي.
نو د ښځي لپاره بهترین خاوند و اوسه، او د خاوند لپاره بهترینه میرمنه و اوسه.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ستر - حجاب
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته