تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپل ښځي څخه ډیر وخت مسافر کېدل قصه!
  تعلیم الاسلام
  October 17, 2017
  0

 مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-09-16

حضرت عُمر رضی الله عنه  د خپله عادته سره سم یوه شپه د مدینې منورې په لارو او کوڅو کی په ګزمه یا پیره ګرځېدی چي د یوه کوره څخه یې د یوې ښځي آواز واورېدی چي دغه بیتونه یې د ځانه سره ویل:

 تطاوَلَ هذا اللّيل تسري کواکبُهُ
فوالله لو لا اللهُ تخـشی عواقِبُهُ


و لکنَّني أخشی رقيباً مُـوَکَّلاً
مَخافةَ ربِّي و الحياءُ يَصُـدُّني


و أرَّقني أن لا ضجيعٌ أُلاعِبُـهُ
لَزُحْزِحَ مِن هذا السريرِ جوانِبُهُ


بِأنفُسِنا لا يَـفتُرُ الدَّهرَ کاتِبـُهُ
و أَکرِمُ بَـعلي أن تُنالَ مَراتِبُـهُ


چي دبيتو ترجمه په اختصار سره داسي ده:

 نن شپه ډیره اوږده سوه ستوري یې تګ کوي او دا چي زما سره په بستر کي داسي څوک نسته چي لوبي ور سره وکم پرېشانه کړې یم.

په والله که د الله جل جلاله  څخه د دغه کار د عواقبو بېره نه وای اوس به د دغه کټ طرفونه ښورېدلای.

 مګر زه د هغه څارونکي څخه بېرېږم چي زموږ پر ځانو مقرره دی او زمانه هغه لیکونکی نه سي ضعیفه کولای.

 زما د ربه څخه بېره او حیاء ما د دغه کاره څخه منعه کوي، او د خپل خاوند عزت او إکرام د دې دپاره کوم چي دﺉ و خپلي مرتبې او مقام ته ورسیږي.

 یعني: دغه درې شیه ما د دغه کاره څخه منعه کوي چي د کټ طرفونه مي ښورېدلای، د خپله ربه څخه بېره او حیاء او د خپل خاوند عزت او إکرام.

 په سهار کي حضرت عُمر رضی الله عنه  د دغه کور د خاوند پوښتنه وکړه چي څوک او چیري دی؟ ورته و ویل سوه چي هغه فلانی دی او جهاد ته تللی دی، حضرت عُمر رضی الله عنه  خپلي لور اُم المؤمنین حضرت حفصه رضی الله عنها  ته ورغلی او د هغې څخه یې پوښتنه وکړه چي لوري! یوه ښځه څومره موده بېله خپله خاونده صبر کولای سي؟

  لور یې و شرمېدل او د ده د پوښتني جواب یې ور نه کړی، خو ده بیا په تکرار سره ورته و ویل او د دغي پوښتني سِر او سبب یې هم ور ته و وایه چي زما پوښتنه د یوه شرعي غرض په سبب ده، نو لور یې و ویل: ښځه یوه، دوې، درې میاشتي پوره صبر کولای سي خو د څلرمي میاشتي په تېرېدلو سره بې صبره کیږي، بیا نو حضرت عُمر رضی الله عنه  و خپلو ټولو قومندانانو ته ولیکل چي هیڅوک دي تر څلورو میاشتو زیات د خپله کوره څخه نه غایبیږي.

 تاسي پوه سواست چي د امیر المؤمنین رضی الله عنه  دغه امر چي تر څلورو میاشتو زیات به څوک د خپله کوره یا خپلي زوجې څخه نه مسافر کیږي و هغو کسانو ته ؤ چي دوی د اسلامي دولت د سرحدو د ساتلو دپاره یا د جهاد في سبیل الله دپاره د خپلو کورو څخه مسافر کېدل، نو د هغو کسانو په باره کي څه فکر کوی چي الله جل جلاله  پر خپل کور پوره ډوډۍ ور رسولې وي خو دوی فقط د ډیرو پیسو د ګټلو دپاره یا د ښه ژوند د برابرولو دپاره په کلو کلو د خپلو ښځو او کورو څخه ورک وي، آیا دغه کسان تر الله جل جلاله  او خپلي کورنیه او خپلو اولادو پوري نه دي مسئوله ؟

 او که فرضاً د دغو کسانو په کورو کي کوم ناوړه غیر شرعي کار پېښ سي آیا د دوی څخه د الله جل جلاله  په حضور کي د هغه کار  د پېښېدلو پوښتنه نه کیږي؟

فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ

 

 ماخذ: خلفاء الراشدین رضی الله عنهم

 حیاء او بې حیايي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته