تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مُـؤته د جنګ انتهاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 27, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۵۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مُـؤته د جنګ انتهاء

بيا نو په دغه شپه کي چي د مؤته د جنګ اوومه شپه ده خالد رضی الله عنه  خپل عسکري او حربي نبوغ ښکاره کړى، د ځان سره فکر کوي چي مسلمانان څنګه او په کومه طريقه سره د دغه دام او جال څخه چي دوى پکښي لوېدلي دي خلاص کړي، دا يې حِسَول چي اوس يو جنګي چم او حيله په کار ده چي د دښمن په زړه کي هم بېره ور واچوي او هم مسلمانان په داسي قسم سره د جنګ د ميدان څخه وباسي چي د روم لښکر د دوى په شړلو او تعقيبولو پسې نه سي،

 

خالد رضی الله عنه  په دې ښه پوهېدى که موږ بېله حيلې پر شا ولاړ سو د روم لښکر په موږ پسې کيږي او په هغه وخت کي يو مسلمان هم ژوندئ نه پاته کيږي، نو يې په دغه شپه ډيره لویه، عظيمه او با تدبيره نقشه جوړه کړه چي موږ بايد بېله ځاني او روحي تلفاتو  پر شا ولاړسو او نور و جنګ ته دوام ورنه کړو، چي په عربي کي انسحاب ورته وايي او دا هغه کامياب ترين انسحاب يا پر شا تګ دى چي په ټول تاريخ کي يې مثل نسته، خالد رضی الله عنه  په دغه شپه څه وکړه؟ ډير کارونه يې وکړه.


 ټوله شپه يې تر سهاره پوري پر دغه خپله نقشه کار وکړی او ښه فکر يې پکښي وواهه، موږ پخوا هم درته ويلي وه چي د هغه وخت په جنګو کي لښکر پر پنځه حصې وېشل کېدى چي يوه حصه يې مقدمه وه چي دا به تر لښکر د مخه وه، بله حصه يې مؤخره وه چي د لښکر تر شا به وه او بله حصه يې ميمنه وه چي راسته طرف ته به وه، بله حصه ميسره وه چي چپه طرف ته به وه او يوې حصې ته قلب ويل کېده چي دغه حصه به د ټولو حصو یا ټول لښکر په منځ کي وه. 

 

د خالد بن وليد رضی الله عنه  د دغې شپې دکارو څخه يو دا ؤ چي ميمنه يې د ميسره پر ځاى و درول او ميسره يې د ميمنه پرځاى، دغه رنګه قلب، مقدمه او مؤخره يې ټول د خپلو ځايو څخه سره واړول او بل يې امر وکړی چي ټولو بيرغو ته تغير ورکړی هغه بيرغونه چي د مخه په لښکر کي موجود وه او خلک پر را ټولېدل د ټولو بيرغو شکل او رنګ ته يې تغير ورکړی، بيا يې د مسلمانانو څخه د سپرو يوه ډله امرکړه چي تاسي به په دغه شپه کي د مدينې منورې و طرف ته ولاړ سى، كله چي ډير ښه ليري ولاړاست تر داسي اندازې چي موږ تاسي نه وينو او تاسي موږ نه وينى، نو شپه به هلته تېره کړی، سبا چي ورځ سوه تاسي به څه کوى؟ د هغه په باره کي يې هم پوره تعليمات ورکړه، هغه داسي: تاسي به پر څو حصو تقسيم سى، يوه يوه حصه يا ډله به پسله نيم نيم ساعته پر آسانو سپاره د مسلمانانو و لښکر ته راځى، خو دغه را تګ به مو پر داسي لار وي چي خاورنه وي او ډېره دوړه کوي.


 خالد رضی الله عنه  دلته د پاته خلکو سره د جنګ د اوومي ورځي په سهار کي د جنګ دپاره آمادګي ونيول، كله چي سهار سو او اوس جنګ شروع کيږي روميان او کفار چي ورته ګوري نور نوي خلک دي او نوي بيرغونه دي، نوي خلک خو په دې ورته معلوم سوه چي د هر طرف خلک بل طرف ته تللي وه نو نوي ور ته معلومېدل، کفارو سره و ويل: نوي خلک او نوي بيرغونه! موږ پر هغه درو زرو نفرو نه سواى کاميابه کېدلاى او اوس د شپې و دوى ته نور کومک هم راغلى دى، کفار په دغه بېره او خوف کي وه چي د سپرو هغه اوله ډله را رهي ده او پر داسي لار راځي چي ټوله خاوره ده او يوه لویه دوړه را رهي ده، که څه هم دوي لږ نفر وه خو د ليري او د دوړو په منځ کي داسي معلوميږي لکه بل لښکر چي را رهي وي، خالد رضی الله عنه  دا هم ورته ويلي وه چي را نژدې سى د الله اکبر تکبيرونه په لوړ آواز واياست، دغه ډله هم په لوړ آواز تکبيرونه وايي، دلته د مسلمانانو لښکر هم تکبيرونه ور سره شروع کړه، روميان او کفار وارخطا سوه ويل:

 

دا خو هغه دي نور هم پسي را رهي دي، لږ وخت وروسته بله ډله پر دغه ترتيب را رهي ده، لږ وخت وروسته بله ډله پر دغه قسم را رهي ده او بيا بله ډله، د کفارو زړونه لويږي او وارخطاء کيږي چي دا څه حال دى لښکر په لښکر پسي را رهي دى، موږ په هغه اولو نفرو څه نه سواى کولاى او اوس دغه دومره لښکري نوري هم را رهي دي، اصلاً دغه راتلونکي نفر لږ نفر وه خو په دوړو کي نه معلومېدل او د کفارو په خيال ډير زيات نفر ورتله، دلته روميان وارخطاء دي او هلته خالد رضی الله عنه  د هجوم او حملې امر وکړی، اوس نو د مؤته د اوومي ورځي جنګ شروع سو. ابو رافع رضی الله عنه  وايي:

 

 قسم په الله چي نه مي تردغه ورځي د مخه او نه مي تر دغه ورځي وروسته دغسي شديد جنګ ليدلى دى په ټول عمر بيا ما داسي جنګ نه وليدى، تاسي فکر وکړی چي دا به څومره شديد جنګ ؤ؟  په دغه ورځ هم د خالد رضی الله عنه  په لاس کي څو توري ماتي سوې، د اوسپني توري د انسانانو پر سرو ماتيږي دا به څنګه جنګ ؤ؟


 د دې دپاره چي د خالد بن وليد رضی الله عنه  په جنګ او قوت پوه سو، خالد رضی الله عنه  په جنګ کي ډير ماهر او په قوت دومره قوي پهلوان ؤ چي مثل يې نه لیدل کيږي، دئ رضی الله عنه  ډير جګ او لوى سړئ ؤ پر آس چي به سپور ؤ پښې به يې مځکي ته رسېدلې، په ټولو مسلمانانو کي نه بلکه په ټولو خلکو کي که مسلمانان وه که کفار فقط دغه دوه نفره وه چي په دوو تورو يې جنګ کاوه، يو خالد بن وليد رضی الله عنه  او بل زبيربن العوام رضی الله عنه  چي په يوه وخت کي يې په راسته او چپه لاس جنګ او وهل کول، نور ټول خلک په يوه لاس جنګ کوي خو دوى په دواړو لاسو جنګ کاوه، کوم وخت چي به خالد رضی الله عنه  په جنګ کي پر آس سپور ؤ پښې به يې مځکي ته رسېدلې نو آس به يې يوې او بلي خوا ته په پښو شړی، خالد رضی الله عنه  د فکره څخه لوړ جنګ کاوه مثل يې نه ؤ او نه سته.

 


 دلته چي د مؤته په اوومه ورځ پرکفارو دغه شديده حمله شروع سوه په کفارو کي ډير قتل او وژنه وسوه، ابو رافع رضی الله عنه  وايي: و مي ليدل چي روميان او غساسنه ځغلي، تښتي ماته يې وخوړل، د جنګ ميدان پرېږدي يوه او بل طرف ته ځغلي ځانونه باسي او مسلمانان ور د مخه کيږي څو د غسان و پاچا ته ورسېدل چي نوم يې فېدور ؤ او د هرقل ورور ؤ، دغه فېدور په دغه جنګ كي د كفارو  عمومي قومندان هم ؤ، په دغه وخت کي خالد رضی الله عنه  امر وکړی چي ټول مسلمانان دي د جنګ د ميدان څخه را ووزي د دغه امره سره د مسلمانانو لښکر ټول پر شا ځي، روميان بيا په تعجب کي سوه چي دا څه قـصه ده؟ کاميابه لښکر ولي پر شاځي؟ کفارو ويل: کمين يې راته نيولى دى دا چم دى موږ خطاباسي پام کوى چي حمله پر و نه کړی او پسي ور نه سى پرې يې ږدى، خالد رضی الله عنه  د خپله لښکره سره پر شا ځي. 


تاسي پوهېږی چي د لښکر د مرګ او ژوبلي دپاره خطرناکه حالت دغه د انسحاب يا پرشا تللو وخت دى، په دغه وخت کي لښکر ډير تاوانونه او تلفات ويني ځکه هغه لښکر چي شا ته ځي پر هغه د ډيرو شديدو حملو امکانات سته، لکه څرنګه چي دغسي واقعې په تاريخ کي ډيري پيښي سوي دي، د انسحاب او پرشا تللو په وخت کي بشري خساره او تاوان ډير زيات وي، مګرخالد رضی الله عنه  غوښته چي بېله خسارې څخه پر شا ولاړ سي نو خالد رضی الله عنه  په کراره کراره پرشا ځي او داسي معلوميږي لکه دئ چي د روم د حملې انتظار کوي، مګر هلته د روم قومندان فيدور امر وکړی: پرې يې ږدى پرې يې ږدى او خالد رضی الله عنه  نور هم د خپله لښکره سره پر شا ځي څو دغه انسحاب او رجوع يې تر مدينې منورې پوري وه، يعني: بيرته مدينې منورې ته ورسېدل او په دغه انسحاب کي د مسلمانانو څخه يو نفر هم و نه وژل سو. 

 


د جنګو په ټول تاريخ کي دغه انسحاب اول او آخر انسحاب دى چي پوره لښکر دي پر شا ولاړ سي او يو نفر دي ځني و نه وژل سي، دا د خالد رضی الله عنه  لوى فکر او عظيمه نقشه وه، روميان هلته په انتظار کي وه چي مسلمانان به بيا راسي او حمله به راباندي وکړي خو هغه هيڅ نه سوه پېښ، بيا يې د معلوماتو دپاره جاسوسان ولېږل خو هغه وخت مسلمانان مدينې منورې ته رسېدلي وه، وروسته نو د روم او غسان لښکري هم ولاړې.


کوم وخت چي د مسلمانانو لښکر بيرته و مدينې منورې ته ورسېدى، تر دوى د مخه د مدينې منورې و خلکو ته خبر رسېدلى ؤ چي د مسلمانانو لښکر د مُـؤته د جنګ څخه بېله کومي قطعي نتيجې ځانونه خلاص کړه او بيرته را رهي سوي دي، د مدينې منورې ښځي او کوچنيان مخ ته ورته را وتلي وه او د دغه لښکر استقبال او ښه راغلئ يې د ډبرو په ويشتلو کاوه، يعني: دغه خپل لښکر يې په ډبرو ويشتى او ويل: دا د مسلمانانو اول لښکر دى چي تښتي، يا به کاميابه کېدلاى يا به وژل کېدلاى، نو يې دغه خپل لښکر په ډبرو ويشتى، ويل: د (في سبيل الله جهاد) څخه را وتښتېدلاست؟ او ناري يې پر وهلې يا فُرار، يا فُرار، د مسلمانانو لښکر په دې کار ډير زهير ؤ، يو صحابي چي د مُـؤته په جنګ کي يې ګډون کړى ؤ وايي: زه په مدينه منوره کي خپل کور ته ورغلم خو ښځي مي دروازه نه را خلاصول کور ته يې نه پرېښوولم، خپلي ښځي مي راته ويل: ته د الله جل جلاله  په لار کي د جهاد څخه وتښتېدې؟ والله که زما کور ته را ننوزې.

 

دا هغه مسلماني ښځي وې چي خپل نارینه يې په دغه طریقه سره جهاد ته تشويقول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته چي دغه خبر ورسېدى نو يې امر وکړی چي خلک دي را ټول سي،كله چي خلک را ټول سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل« لَيسُوا بالفُرار ولْـکِنّـهُم الـکُرار ان شاء الله، اَنَا فِئَةُ کلِ مُؤمن» يعني: دوى تښتېدلي نه دي بلکه دوى بيا حمله کونکي دي ان شاء الله او زه د هر مومن ډله يم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه قول کي چي زه د هر مومن ډله يم د سورة الانفال و (15، 16) نمبر آياتو ته اشاره ده چي الله جل جلاله  فرمايي: 


 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ ﴿الأنفال: ١٥﴾


يعني: اې مومنانو! کوم وخت چي په جنګ کي د هغو کسانو سره ملاقي او مخامخ سى چي کافران سوي دي، په داسي حال کي چي دوى ډير او زيات وي نو تاسي و دوى ته خپلي شاوي مه ورګرځوى چي تښتى، يا د تېښتي په نيت شاوي مه ور وګرځوى. 


تر دغه ځايه پوري د دغه آيات شريف په امر او حکم دکفارو څخه تښتېدل نه دي روا، که څه هم کفار ډير او زيات وي او په وروستني آيات شريف کي الله جل جلاله  فرمايي: که چا په ميدان جنګ کي وکفارو ته شا ور وګرځول يعني وتښتېدى، هغه د الله عزوجل  په قهر او غضب اخته او ګرفتاره سو او د هغه ځاى جهنم دى.


 مګر هـو! هغه کسان په دغه حکم کي نه دي شامل کوم چي د بلي حملې دپاره ځانونه آماده کوي، يا هلته د مسلمانانو ډلي ته ځان ور رسوي لکه څرنګه چي الله جل جلاله  په وروستني آيات شريف کي فرمايي: 


وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿الأنفال: ١٦﴾


يعني: هر هغه څوک چي کفارو ته د جنګ په ورځ شا ور وګرځوي، بېله هغو کسانو څخه چي بيرته را ګرځېدونکي وي (يعني: د بلي حملې دپاره ځان تياروي يا دښمن ته چم کوي) يا دا چي د مجاهدينو بلي ډلي ته ځان رسوي، بيله دغو کسانو څخه کوم نور کسان چي تښتي هغه د الله جل جلاله  په غضب اخته او مبتلا سوه او د هغو د اوسېدلو ځاى دوږخ دى او دغه دوږخ د ورتلو بد ځاى دى. 


مقصد دا چي که په جنګ کي يو څوک د مسلمانانو د يوې ډلي و طرف ته ورسي، يا د خپلي قومندې مرکز ته ورسي دلته هم و دښمن ته شا ګرځول کيږي مګر دغه شا ګرځول جائز او روا دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:« اَنَا فِئَـةُ کُل مُؤمن» زه د هر مسلمان ډله او مرسته کونکى يم، هغه څوک چي ما ته رجوع وکړي هغه نه دى تښتېدلى بلکه زه د دوى ډله او کومک کونکى يم، چي ما ته راسي لکه خپل د قومندې مرکز ته چي ور سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا ښکاره او معلومه کړه چي دغه د دوى انسحاب او پر شا تګ د دوى أجر او ثواب نه ورکموي، د دغه جنګ قدر او عظمت نه په کميږي.


دغه د مُـؤته و جنګ ته غزا نه ويل کيږي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  اشتراک نه دى پکښي کړى نو ځکه د مؤته جنګ يا د مؤته سريه ور ته ويل کيږي او د دغه جنګ په نتيجه کي دکفارو وژل سوي کسان په سوو وه خو دقيق حساب يې نه دى معلوم او د مسلمانانو شهيدان هم ډير دي چي صحي عدد يې نه دى معلوم، مګر هغه کسان چي نومونه يې ياد سوي دي چي وايي دغه کسان د مؤته په جنګ کي شهيدان سوي دي هغه دوولس نفره دي، خو حقيقتًا د مسلمانانو شهيدان تر دغه ډير وه.


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند. 

www.taleemulislam.net

سرته