تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوري ته هم له ځانه حفصه جوړه کړه
  تعلیم الاسلام
  February 8, 2017
  0

 خوري ته هم له ځانه حفصه جوړه کړه

رالېږونکی لیکوال: غلام عمر عبدالله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
مرګ به يې همېش ياداوه ، هغه په دې پوهېدله چي د دنيا ژوند يو څو ورځي دى ، که يوه ورځ تېره سي بله يې هم تېرېږي ، نو ځكه يې په هره لحظه کښې د مرګ د راتلو انتظار کاوه ، هغې به کله نا کله ځان د کفن غوندي جامه کي وپېچى او له کفن نه يې ځانته جامه هم جوړه کړې وه ، چي کله به يې اړتيا سوه وا به يې واغوستله ، دروژې په اخرو لسو شپو کي به يې همېش دا جامه اغوستل.
 
 . هو ! دا حفصه بنت سيرين رحمة الله عليها وه د ستر امام محمد بن سيرين خور ، د خپل وخت مشهوره محدثه او زاهده ميرمن وه ، خپله ځواني يې د الله په عبادت او تقوا کي تېر کړې وه او دا به يې ويل : اې ځوانانو ! خپل ځانونه واخلئ تاسو ځوانان ياست ، ما د عمل (خوند ) په ځوانۍ کي ليدلى دى ، د قران تلاوت به يې په ډېر غور او تدبر سره کاوه د ۱۲ کالو وه ، ورور (محمد بن سيرين ) ته به چي کله د قران الکريم په تلاوت کي کومه ستونزه پيدا سوه نو خپل خور ته به ورغى پوښتنه به يې ځيني وکړه چي دا څنګه ويل كيږي ؟ حفصه په زهد او د الله پر عبادت باندي پر صبر کولو مشهوره ، ډېري روژې به يې نيولې ، د تهجد اوږد لمونځ به يې کاوه ، لمونځ یې پر خپل وخت اداء کاوه ، د قران تلاوت به يې کاوه ، له کوره بغير له اړتيا نه وتل او يا که به کوم کس د فتوا او زده کړي لپاره ورته راتلى دا به ور وتله. 
 
جليل القدره محدثه وه ، خپل کور کي يې علم خپور کړى ٶ , شپږ نوري خويندي يې لرلې ټولي د قران الکريم او احاديثو په زده کړو بوختي وې. حفصې له علم سره ډېره مينه لرل د علم  دزده کړي په لار کښې يې هر محبوب او خوښ شى قربان کړى ٶ ؛ ځکه هغه پدې پوهه وه چي عالمان د نبيانو وارثان دي ، څنګه چي حفصه پدې پوهه سوې وه نو همداسي يې د اسلام د زده کړي ، د الله تعالی او د رسول صلى الله علي وسلم د اطاعت لار ټينکه ونيول.  د حديثونو په روايت کولو کښې هغې لوى لوى استادان لرل ، له خپل ورور يحيى بن سيرين څخه يې هم حديث روايت کړي دي ، همدا شان ډېرو نورو بيا لدې څخه احاديث روايت کړي دي د سپېڅلي لاري دا سپېڅلې لاروۍ د هجرت په دوه اويا يم ( ۷۲ ) کال کښې د ۷۰ کلونو په عمر له فناء نه د بقا په لور وکوچېدل. 
 
الله دي رحم پر وکړي او د جنت لوړي درجې دې په برخه سي.
 
 #يادونه: د حفصې په نوم صحابيه هم سته چي د مٶمنامو مور ده ، هغه حفصه بنت عمر رضي الله عنهما وه د رسول الله صلى الله وسلم پاکه مېرمن .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته