تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کريم ﷺ د نړیوالو پوهانو په آند
 
  May 1, 2017
  0

  

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د نړۍ په ستر دايره المعارف (انسايكلوپيډيا بريتانيكا) کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟


 “هغه داسې شريف او صادق انسان ؤ؛ چې په خپل وخت كې یې د ټولو هغه کسانو درناوى ځانته اړولى ؤ، چې دده په څېر شريف او درانه وو.” (۱)

ديوان چاند شرما (Diwan Chand Sharma) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مهربانۍ او رحم روح وو، دده اغېزه پر ټولو وغوړېده او دا به هیڅکله د خلکو هېره نسي.  دی یو انسان ؤ، خو رسالت یې ښکلی ؤ، د ده په رسالت کې د بشریت یووالی، د یوه خدای عبادت کول، صداقت، او هر څه د الله جل جلاله د قانون په رڼا کې کول وو، ده به تل ویل چې زه د خدای یو بنده یم او د خدای یو رښتینی استازی یم. (۲)

پروفيسر هرګروجي  Professor Hurgronje د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د هغه ولس تهداب او بنسټ چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ایښی دی؛ د بشریت پر نړیوال اتحاد، ورورولۍ او نظم باندې دلالت کوي، اسلام نه یواځې د مسلمانانو لپاره دی؛ بلکې د نورو ملتونو لپاره هم د سکون زانګو سوه، په نړۍ کې زموږ په آند هیڅ داسې ولس نسته چې د اسلام سره یې پرتله کړو، په اسلام کې د تمدن او تهذیب څانګه پیاوړې ده.


ستر نړيوال اروپايي اديب او شاعر ايولف ګنګ ګوت EWolfgang Goethe

وايي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پېغمبر دی، شاعر نه دی، له همدې کبله د هغه راوړی کتاب (قرآنکریم) یو الهي قانون دی، د بشر په لاس نه دی جوړ سوی او نه هم د انسانانو لپاره د ساعت تیری کتاب دی. (۳)

پروفيسر ايچ چېولز  (H.G. Wells) داسلام په هـکله وايي:

محمد صلی الله علیه وسلم بشریت ته اسلامي تعلیمات اخلاق، شرافت او صبر پرېښود،  دې نړۍ ته د انسانانو په لاس جوړ سوي قوانین هم وړاندې سول، خو له څه وخت وروسته  له نیمګړتیاوو سره مخ سول، برعکس اسلامي قوانین نه بدلېدونکې دي او همدارنګه اسلام د عفوې، اخوت او سترتوب څخه ډک دی.

ډاکتر ويليم ډراپر (Dr. William Draper) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ټول انسانیت څخه اغېزمن کس ؤ، ده توکم پرستي ختمه کړه، دی د ډېرو امپراطوریو مذهبي مشر ؤ، یو پر دریمه یې انسانان سره وروڼه کړل، زه په زړورتیا او له تعصب پرته ویلی سم چې دی بل څه نه ؤ؛ بلکې د خدای یو رښتینی استازی ؤ.(۴)

ګيبن (Gibbon) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
 
په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کې رښتینولۍ او اخلاص شتون درلوده، دی د خدای استازی ؤ، ده خپل کار پخپله کاوه، اور یې بلاوه، جارو یې وهله، حیوانات یې لوشل، خپل کالي یې پخپله ګنډل، خپلې څپلۍ یې پخپله ګنډلې، دی د ښېګڼو ټولګه وه، دی په عربو کې هغه کس ؤ، چې نه یې تکبر اونه یې تعصب درلوده. (۵)

ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
 
د نبوت دلایل

 [Vol. 12] Encyclopedia Britannica
 D.C. Sharma, The Prophets of the East, Calcutta, 1935, pp. 12]
 Noten und Abhandlungen zum Weststlichen Dvan, WA I, 7, 32]
 Dr. William Draper in 'History of Intellectual Development of Europe'
 Gibbon in 'The Decline and Fall of the Roman Empire' 1823
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته