تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قهر چــــــــــــــــــاره
 
  December 14, 2015
  0
مسعود "حنفي"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

یو هلک ډېر بد اخلاقه و؛ پر هر شي به غصه کېدی او کور به ئې جنجال جوړاوه؛ نو پلار ئې یو کېلو مېخونه راوړل او زوی ته ئې وویل: هر وخت چي په قهر سې، نو یو دانه مېخ په دېوال کي ټکوهه. زوی هم  په اوله ورځ اووه دېرش مېخونه ټکوهل. 

یوه هفته وروسته هلک ستړی سو. پلار ته یې وویل: بابا زه نور غصه نه کوم. پلار ئې ورته وویل: په هر وار غصه کنټرولولو (قابو کولو) سره بیرته یو مېخ د دېوال څخه راکاږه. هلک هم مېخونه ډېر ژر راوایستل. پلار هلک تر لاس ونیوی؛ دېوال ته ئې راوست او ورته وئې ویل: زویه! ستا غصه خو ختمه سوه؛ خو دېوال همهغسي سوری-سوری پاته دی. که ته د یو چا زړه آزار کړې او بیا زر ځله بخښنه وغواړې، د هغه انسان زړه به داسي وي، لکه دغه دېوال. (تعلیم الاسلام مجله، ۱۷ ګڼه)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته