تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ږیره هم ولاړه او کار هم پیدا نه شو
 
  December 12, 2015
  0
 لیکنه . عبدالسلام حنفي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

علامه مفتي تقي عثماني حفظه الله په خپلو خطباتو کي یو واقعه بیان کړې ده چي ډیره د عبرت ده وایي چي زما د یو برزګ یو دوست په لندن کي وو. او یو ځای د کار او نوکرۍ د پیدا کولو په تلاش کي وو، د ملازمت لپاره یو ځای د مرکې کولو لپاره ورغلی هغه وخت یې پر مخ ږیره وه ، کوم چا چي ورسره مرکه کوله ورته یې وویل چي د ږیري سره دلته کار کول مشکل دی، ځکه دا ږیره به ختمه کړي.

اوس نو دی ډیر پریشانه شو چي آیا دا ږیره ختمه کړم او کنه هغه وخت خو واپس راغلی دوې درې ورځي یې نور هم ځایونه د ملازمت د پیدا کولو لپاره تلاش کړل، خو بل کار پیدا نه شو، او بې کاره او پریشانه هم وو، آخر یې دا فیصله وکړه چي ږیره به خریم چي کار پیدا شي نو یې ږیره وخریله او هغه لومړني ځای ته ورغلی کله چي هلته ورسیدی هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه چي څنکه راغلی یې؟ ده ورته وویل چي تاسو ویلي وو چی ږیره وخریه نو تا ته به کار درکړو نو زه حاضر شوم هغه ورڅخه پوښتنه وکړه آیا تاسو مسلمان یې؟ 

ده وویل هو هغه بیا پوښتنه وکړه آیا تاسو ږیره ضروري ګڼی او کنه ؟ ده وویل چي ضروري یې ګڼو ځکه خو ما پریښی وه، هغه ورته وويل چي ته په دې پوهیدې چي دا د الله تعالی حکم او د الله تعالی د حکم په خاطر د ږیره پریښی وه اوس  دي زما په خبره د الله تعالی حکم پریښودی د دې مطلب دا دی چي ته د الله تعالی وفادار نه یې او کوم څوک چي د الله تعالی سره وفادار نه وي نو د خپل افسر سره هم وفادار نه شي کیدلی لهذا موږ تا ته د کار درکولو څخه معذرو یو. (خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ)

 ږیره هم ولاړه او کارهم پیدا نه شو!

صرف ږیره نه بلکي د الله تعالی چي څومره احکام دي په د فکر یې پریښودل چي خلک به راباندي پسخند ووهي دا ډیر وختونه د دنیا او آخرت د دواړو د تباهئ سبب جوړیږي.
(اصلاحي خطبات تقي عثماني. صفحه ۸۴)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته