تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پیاوړو کسانو لس عادتونه
  تعلیم الاسلام
  September 17, 2017
  0

 ژباړه: عبدالقدیر پوپل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
 اکثره خلک پوښتنه کوي، چی د بریا راز په څه کی دی؟ ښې اړیکي، ښه ملګري او که ښه کورنۍ؟ زه فکر کوم دا به ډیره ستونزمنه وي، چی د بریا سبب یو وګنو، خو په یوه شي چی زه مطمئن یم هغه د ژوند نظم دی. نن سبا موږ ټول په خپلو کارونو کی شاته پاته يو، په ژوند کي چی کله کارونه ډېر او وخت لږ سي؛ نو خپل افکار وخت او ژوند ترتیبول د بریا او ناکامی تر منځ توپیر رامنځ ته کوي.
 
لاندي (۱۰) هغه عادتونه دي، چی اکثرو منظمو خلکو خپل کړي، که تاسو هم وکولای سی، چی خپل ئې کړی، وخت به مو لږ او لاس ته راوړني به مو ان شاءالله ډېري په برخه سي. 
 
۱. پياوړي او بريالي اشخاص هرڅه لیکي: هر څه چي غواړی وکړی هغه لیکئ، یعني د کړنو لیست ورته جوړ وئ. که هر څومره ستاسو حافظه قوي وي بیا هم وخت ناوخت انسان کوچنۍ او لوۍ خبري هېروي؛ نو هر وخت چي مهم کارونه وي، هغه ولیکئ. د سودا څخه تر درسونو او د ډاکتر د لیدني تر وخته پوري.
 
۲. هغوی ځان ته مهلت ورکوي: یوازي د کارونو لیسټ جوړول بسنه نه کوي، د هر کار د سرته رسولو لپاره تاریخ او وخت مهم دی، چی کوم کار په کومه ورځ کي شروع او ختم سي. په دې ډول بیا کار تر آخره تعقیبوئ، تر څو پر وخت مو کارونه سرته ورسیږي.
 
۳. هغوی وقفه اخلي: د ورځي په منځ کي خپل میز ترتیبول د وخت ضایع نه ده، تازه نفس اخستل او میز تنظیمولو ښودلي، چي د کار په ښه والي کي مرسته کوي؛ نو که غواړی، چي وقفه واخلی له دفتره د باندي ووځئ، چي تازه نفس واخلی او د یو ګیلاس چایو سره- سره باید وقفه هم منظمه او لنډه وي.
 
۴. هغوی د هر څه لپاره ځای لري: ډېر منظم خلک کور او دفتر ته څه نه راوړي، تر څو ئې اول ځای نه وي ورته پیدا کړی، یعني کوم کار چي په ده پوري اړه نه لري، هغه خپل میز ته نه راوړي او څه چي ئي په کار نه وي هغه نه رانیسي.
 
۵. هغوی شریکه جنتري لري: پياوړي خلک د کارونو د ترتیب او د جلا ساعتو د ټاکلو لپاره د شریکي جنترۍ څخه کار اخلي تر څو د وخت د ضایع کولو مخه ونیسي. دا جنتري د خپلو کارکونکو، ملګرو یا هم د هغو کسانو سره چي ستاسو سره راکړه ورکړه لري شریکوي. د شریکي جنتری یو ښه والی دا هم دی، چي د ټاکل سوي جلسو وخت او معلومات د برېښنالیک له لاري ټولو ګډون کونکو ته په اتومات ډول رسیږی.
 
۶. هغوی د بریښنالیکونو منظمي دوسيې لري: شاید تاسو ته عجيبه وي که خبر سی، چي زه د برېښنالیکونو لپاره شاوخوا (۲۶) دوسیې لرم. دا دوسيې ماته هغه وخت اساني رامنځ ته کوي، چی زه په زړو برېښنالیکونو پسي ګرځم.
 
۷. هغوی پر یوه وخت یوه کار ته په غیږ ورځي: که وغواړو، چي څو کارونه په یوه وخت کي وکړو؛ نو یو کار به مو هم ونه سي. د ورځي په شروع کي یو څو دقیقي وخت د کارونو اولویت بندۍ ته ور کړئ. اولویت بندي داسي وکړئ، چی اول مهم او وروسته لوی او واړه کارونه یو په بل پسي طبقه بندي سي. ان شاالله، چي تاسو به خبر هم نه یاست د کارونو ليست به مو بیا تر نیمایي رسیدلی وي.
 
۸. هغوی لږ شیان لري: هر څومره چي شیان ډېر ولری، هغومره د ګډوډی امکان ئې ډېر دی. منظم خلک کوښښ کوي، چي یوازي د ضرورت شیان پر خپل میز وساتي، وخت ناوخته خپل مېز وګوري او د وخت څخه تېر شیان لېري کړي. 
 
۹. هغوی کار سپاري: له خلکو څخه کومک غوښتل بد کار نه دی، بلکي د پیاوړي مشر خاصیت وي. پیاوړي مشران پوهیږی، چي څنګه او کله د بل چانه مرسته وغواړي او کوم کار په مشترک ډول وکړي، دوی د خلکو په منظمولو کي هم هغومره ښه وي څومره، چي ئې اهداف منظم وي.
 
۱۰. هغوی (۱۵) دقیقي مخکي خپل د ساعت زنګ ترتیبوي: سهار وختي راکښېناستل تاسو ته د کور، کار ځای او یا هم افکارو د تنظیم چانس در کوي. د کور څخه په تلوار وتل نه یوازي د ضروري شیانو د هېرېدلو بلکي د کالو او وریښتانو نه سمولو سبب هم کیږی.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته