تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د خيبر د لاري واقعات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2020
  0
سیرت نبوي (۲۲۲برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
د خيبر د لاري واقعات
 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر لښکر د مخه يوه ډله د عَباد بن بِشر رضی الله عنه  په مشرۍ د کشف او معلوماتو دپاره ولېږل چي دغه نفر ټول د آسانو سپاره وه چي په عربي کي فُرسان ورته وايي او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه چي څوک موږ و خيبر ته د شمال د طرفه ور ولي؟
 
په خپله خيبر د مدينې منورې په شمال شرق کي واقع دى او مسلمانان د خيبر په جنوب غرب کي دي نو حمله بايد د جنوب غربه څخه وسي، مګر يا! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: غواړم چي د شمال د طرفه پر را سم، دا د دې دپاره چي يهود و شام ته و نه تښتي ځکه که يهود شکست و خوري او و غواړي چي وتښتي نو چيري ځي؟ شام ته ځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښته چي دغه د شام د تيښتي لار پر بنده کي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مخه تر جنګ پوهېدى چي يهود ماتيږي نو يې غوښته چي ټول بنديان ونيسي او څوک و نه تښتي، د دغه مقصد دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک موږ د شمال د طرفه پر راولي؟ يوه د اصحاب کرامو څخه داسي لار ور وښوول چي د شمال د طرفه و خيبر ته ورتله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکره سره رهي دى او يو عجب امر يې وکړی ويل: هيڅوک بايد تر لښکر د مخه نه سي، تر لښکر د مخه يې يو اوږد صف رهي کړى او نور تر شا په پسې دي دغه صف برابر رهي دى هيڅوک تر صف نه د مخه کيږي او نه څوک ترصف د مخه ځي، څه موده وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي هلته مخ ته يو شئ معلوميږي او بريښي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه: هغه څه شي دى؟ که ګوري د مسلمانانو څخه يو نفر د مخه سوى دى او هغه زغره چي ده اغوستې وه برېښېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه سړئ را ولى، سړئ چي يې را وستى هغه ابو عَبس رضی الله عنه  ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: آيا ما نه وه ويلي چي څوک به تر لښکر نه د مخه کیږيي؟ ابو عبس رضی الله عنه  و ويل:
 
يا رسولَ الله! دغه زما اوښه ځوانه، قوي او چسپانده ده، دا تېزه ځي ما نه سواى را ګرځولاى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  عتاب او سرزنش ورکړی او ويل: دئ بندي کړی تر لښکر به څوک نه د مخه کيږي خو ابو عبس رضی الله عنه  يې بيرته پرېښاوه فقط غوښتل يې چي عبرت واخلي. 
 
 
اصلاً رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه امر د دې دپاره کړى ؤ چي دغه جنګ څومره چي امکان و لري په هغومره لږ اندازه په بشري خساره تمام سي څوک و نه وژل سي او دا چي يو سړئ يواځي تر لښکر د مخه رهي وي دا امکان لري چي پرهغه نفر د هره ځايه وارى وسي او و وژل سي مګر که لښکر سره يو ځاى وي بيا نو څوک نه سي کولاى چي حمله پر وکړي، د مسلمانانو لښکر په دغه مجموعي شکل رهي ؤ که ګوري چي ترشا بل د څلورو زرو نفرو لښکر په پسې دى چي هغه عُیینه بن حصن ؤ او د غطفان قبيله ور سره ده او د مسلمانانو د لښکر ترشا په پسې دي خو حمله نه پر کوي.
 
 
 په مسلمانانوکي تشويش پيدا سو چي يهود مو مخ ته دي او غطفان ترشا را پسې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عُیینه ته حال ولېږى چي د څه شي دپاره را وتلى يې؟ 
 
هغه ويل: موږ د يهودو حُلفاء او دوستان يو د هغو سره داسي عهد لرو که چا حمله درباندي کول موږ ستاسي مرسته کوو چي د حُلفاء ترجمه هم دغه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: الله جل جلاله   وعده را سره کړې ده چي خيبر به فتحه کوم، نو والله خيبر فتحه کيږي ته بيرته ولاړسه، عُیینه ويل: ته خيبر فتحه کوې؟ والله تاسي ټول په خيبر کي حلالېږى، تا او ستا ملګري به ټول بنديان ونيسو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي هرڅه نفر ور لېږي فايده نه کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړي چي عُیینه بيرته وګرځي نو يې د ده د ګرځولو دپاره بل څه ورته و ويل:  
 
وروڼو! آسانه خبره نه ده! د مسلمانانو ټول عدد (1400) نفره دى او يواځي دغه لښکر چي تر شا په پسې دى څلور زره نفره دي او هلته په خيبر کي هم يوولس زره نفره ورته ناست دي نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: ته بيرته ولاړسه او د خيبر د يوه کال نيمي مېوې او حاصلات به درکړو،  عُیینه ويل: آيا د خيبر حاصلات ستا په لاس کي دي چي ما ته يې را کړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: قريبه ده چي زما په لاس کي به سي د کال نيم حاصلات به درکو او ته وګرځه، عُیینه بن حصن نه کړه قبوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم پر خپل عزم ټينګ دى چي دغه حمله به پوره کوي او عُیینه هم صلحه نه قبلوي، نو مسلمانان د خيبر پر طرف رهي دي او د غطفان لښکر په دوى پسي رهي دى.
 
 
 مسلمانانو خپل تګ ته دوام ورکړى دى څو و خيبر ته ور نژدې سوه، عُیینه بن حصن خپل څلور زره نفريزه لښکر دباندي پرېښاوه او دئ په خپله د يهودو و قلاوو ته ورغلى دننه په قلا کي کښېنستى، دلته بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ده ته نفر ور ولېږى چي يو وار بيا خبري ور سره وکړي چي دغه نفر سعد بن عُباده رضی الله عنه  ؤ، دئ هم د خبرو دپاره خيبر ته ورغلى نو ځکه د مسلمانانو تر لښکر د مخه و خيبر ته ورسېدى، عُیینه چي دننه په قلا کي ؤ ورته را و وتى، سعد بن عُباده رضی الله عنه  ورته و ويل: يا عُیینه! بيرته غطفان ته ولاړسه ځان ته مشکلات مه جوړوه الله جل جلاله  وعده کړې ده چي خيبر فتحه کيږي، 
 
ته بيرته ولاړ سه د خيبر د يوه کال حاصلات ټول تا ته درکوو، خو هغه انکار وکړی او د صلحي ټوله خبري يې رَد کړې يوه لار نه قبلوي، ټينګ دى چي د يهودو په طرفداري به جنګيږي، سعد بن عُباده رضی الله عنه  ورته و ويل: دغه چي موږ يې درکوو اوس يې لا قبول کړه، مګر که بيا خيبر فتحه سو په والله بيا به هيڅ شئ نه درکړو او نه به يې واخلې مګر په توره، عُیینه ويل: چيري به تاسي پر موږ او يهودو غالبه سى او اوس هم زموږ او ستاسي په منځ کي بل شئ نسته بېله توري، سعد رضی الله عنه  ورته و ويل: نور نو ته پوه سه او ستا فکر، عُیینه د صلحي ټولي خبري او ټول هغه امتيازات چي و ده ته ورکول کېدل رَد کړه او غواړي چي د يهودو مرسته وکړي، سعد رضی الله عنه  بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او حال يې ورته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ﴿حسبنا الله و نعم الوکيل﴾ او ويل: پر الله توکل وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د مسلمانانو لښکر پر هغه يوولسو زرو نفرو ور رهي سوه او تر شا هم نور څلور زره نفره کفار  په پسې دي، د دغه حاله سره سره بيا هم مسلمانانو و خپل تګ ته دوام ورکړى دى، مسلمانان رهي دي خو په هغه لښکر کي چي د مسلمانانو تر شا په پسې دى يوه عجبه واقعه پېښه سوه، هغه دا سي:
 
د غطفان د طرفه يو سړئ راغلى او په لښکر کي يې په زوره ناري کړه: خپلو ښځو او اولادو ته مو ځانونه ورسوى، يعني: هغه په خطر کي دي او سړئ بيرته ولاړى، په لښکر کي نارې جوړي سوې چي شر را ته پېښ سو او خبر هم نه دي چي چا د دوى پر ښځو او اولادو حمله کړې ده، دغه څلور زره نفريزه لښکر د خيبر جنګ پرېښاوه او د غطفان و طرف ته رهي سوه چي خپلي ښځي او اولادونه د خطر څخه خلاص کړي. 
 
عُیینه بن حصن ته يې هم نفر ولېږى چي پر غطفان حمله سوې ده، عُیینه هم هغه زر نفره چي د خيبر په قلا کي ور سره وه هغه ور سره رهي کړل او مخ پر غطفان رهي سو، غواړي چي خپلي ښځي او اولادونه خلاص کړي او دا هم نه ده ورته معلومه چي کوم خطر دى او د چا د طرفه څخه دى، فقط هغه يوه نفر ناري کړه چي پر غطفان حمله وسوه، مقصد دا چي دغه لښکر ټول و غطفان ته ورسېدى او هلته هيڅ نه ده پېښه کراره کراري ده، پوښتنه يې وکړه چي يو څه پېښ سوي وه؟ ويل: يا! هيڅ نه دي پېښ سوي، ويل تاسي کوم نفر رالېږلى ؤ؟ ويل: يا والله! موږ هيڅوک نه دى درلېږلى، نو دا سړئ څوک ؤ؟ نه يو خبر او تاريخ هم دا نه ده ذکر کړې چي دغه ناره چا وکړه.
 
 مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: په بېره کاميابه سوم، اوس نو ښايي دغه ناره کونکى ملائکه وي، (والله اعلم)  
 
مقصد دا چي د غطفان لښکر په دغه قسم سره د دې جنګ څخه وايستل سو، كله چي عیینه او لښکر یې و غطفان ته ورسېدل او وې ليدل چي هلته څه نه ده پېښه عُیینه بيا امر وکړی چي بيرته خيبر ته درځى، مګر دغه د دوى رجوع ډيره ناوخته وه، کوم وخت چي دوى دوهم وار خيبر ته و رسېدل مسلمانانو نيم خيبر فتحه کړى ؤ، دغه يوه ناره د دې سبب وګرځېدل چي غطفان د يهودو مرسته و نه کړي.
 
د لاري بله واقعه دا وه: د سلمه بن الاکوع رضی الله عنه  څخه روايت دى وايي: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره خيبر ته و وتلو او د شپې مو تګ کاوه چي د مسلمانانو څخه يوه نفر و عامر رضی الله عنه  ته و ويل: يا عامر! آيا ستا د هغه خوږو بيتو څخه يو څه نه را ته اوروې؟ عامر رضی الله عنه  چي شاعر هم ؤ و قوم ته يې (حُداء) ويل، حُداء: هغه غزلي يا بيتونه دي چي واوښانو ته د تګ په وخت کي ويل کيږي، په دغه اصطلاح ساروانان ښه پوهيږي.
 
 وروڼو! پښتو هم يوه پراخه ژبه ده، هغه نفر چي پسونه ګوري و هغه ته شپانه يا چوپان ويل کيږي، هغه څوک چي غوايي ګوري و هغه ته ګوروان ويل کيږي او هغه څوک چي اوښان ګوري ساربان ورته ويل کيږي او که اوښانو ته د تګ او رفتار په وخت کي غزلي و ويل سي نو دوى ښه او تېز تګ کوي او نه ستړي کيږي او هرڅومره چي د دغه غزل ويونکي آواز ښه وي پر هغه اندازه يې پر اوښانو تاثير زيات وي خاصتًا چي دغه غزلي بيا د شپې وي او دغه غزلو ته په عربي کي (حُداء) ويل کيږي، عامر رضی الله عنه  د خپلو ملګرو په غوښتنه په خپل خواږه آواز د بيتو په ويلو شروع وکړه او دغه بيتونه يې ويل:
 
 
اللّهمّ لولا انت مااهتدينا
ولا تصدّقنا و لا صلّينا
 
 
فاغفر فداءً لک ما اتقينا
وثبّت الأقدام إن لاقـينا
 
والقين سکينةً عـلـينـا
إنّا اذا صيـح بنا ابـينـا
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه چي دغه حُداء ويونکى څوک دى؟ خلکو ويل: عامر بن الأکوع چي د سلمه بن الأکوع رضی الله عنه  ورور يا اکا ؤ او ډير خوږ آواز يې ؤ، حتّْی رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ده د بيتو ويلو خوند ورکاوه او صحابۀ کرامو د ده پر آواز خوند اخستى، د عامر بن الأکوع رضی الله عنه  د ښه آواز په سبب اوښان په تګ کي يوې او بلي خواته کږېدل او ځنګېدل ځکه د اوښانو حُداء خوښه وي نو تېز تګ کوي او ور سره کږيږي لکه يو څوک چي د ښې غزلي سره سر ښوروي، دغه د خيبر په غزاءکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره (20) مسلماني ښځي د جهاد دپاره را وتلي وې او هغه ښځي په کجاوو کي وې چي کجاوې بيا پر اوښانو بار وې، اوس چي اوښان د دغه ښه آواز په سبب يوې او بلي خوا ته کږېدل نو هغه کجاوې هم کږېدې تر داسي اندازې چي ښځي پر دې وبېرېدې چي دکجاوو څخه به ولوېږو، نو ښځو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى چي يا رسولَ الله! ډير په تکليف سوو قريبه ده چي دکجاوو څخه ولوېږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عامر رضی الله عنه  ته نفر ولېږى ويل: رِفقًا بالقوارير، يعني: هغه د کجاوو پرښځو نرمي وکه يوڅه دي آواز  کښته که، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يرحمُهُ الله حضرت عمر رضی الله عنه  و ويل: واجب سو يا رسولَ الله! 
 
وروڼو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نبوت د علامو څخه يوه علامه دا وه: که به يې خاص و يوه شخص ته و فرمايل: رحِمَکَ الله، يا يرحَمُکَ الله، هغه سړئ به په نژدې وخت کي وفات يا شهيد سو. اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عامر رضی الله عنه  ته دغه جمله و ويل، عمر رضی الله عنه  و ويل:
 
واجب سو يا رسولَ الله! کشکي پاته سوى واى چي دغه د ده پر آواز مو خوند اخستلاى، مګر د الله جل جلاله  إراده او قَدَر بل شئ دى، رشتيا هم عامر رضی الله عنه  د خيبر په جنګو کي حصه واخستل او بيا په خپله توره ډير شديد زخمي او وفات سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته چي د ده د وفات خبر ورسېدى نو يې و فرمايل: اِنّهُ لَشَهِيد، دئ خامخا شهيد دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو هلته په خيبرکي د جنازې لمونځ پر آداءکړى. 
 
کوم وخت چي مسلمانان و خيبر ته ور نژدې سوه او د ليري څخه د خيبر کښتونه او باغونه وليدل سوه مسلمانانو په ډير لوړ آواز تکبير او تهليل وايه (الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله) رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پر ځان تکليف مه تېروى آوازونه موکښته کړي تاسي کوڼ او غائب نه بولى، بلکه  تاسي اورېدونکي او نژدې ته دعاء کوى. 
 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  نژدې و خيبرته واړول د ماځيګر لمونځ يې آداء کړى د لمانځه تر آداء کولو وروسته يې هغه خواړه چي د دوى سره ور سره وه را وغوښتل، د ټولو سره بل شئ نه ؤ موجود بېله د اوربشو اوړه، هغه يې خشته کړه او ټولو وخوړل(سبحان الله) تاسي لږ فکر وکړی: صحابۀ کرامو په يخ او ګرمۍ کي، پياده او په لڅو پښو په غرو او شېلو کي د اوربشو په خشتو اوړو بېله پخېدلو څخه جهاد کاوه او هغه هم همېشه نه ور رسېدل او اوس زموږ حال ته وګورى، په قِسم قِسم نعمتو او راحتو کي غرق يو، جهاد خو څه کوې بلکه فرض لمونځ هم را څخه پاته دى.
 
خير رسول الله صلی الله علیه وسلم ، دلته د ماښام لمونځ آداءکړی او بيا يې د ماخستن لمونځ آداءکړی تر لمنځو وروسته په دغه شپه د خيبر پر طرف ور رهي سوه او په شپه کي خيبر ته ور و رسېدل، په هغه شپه چي مسلمانان و خيبرته ورسېدل الله جل جلاله  د خيبر پر يهودو خوب غالبه کړى ټول بيده دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په راتګ هيڅوک نه دي خبر، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه شپه چي په سهار کي يې جنګ شروع کيږي دالته نژدې و خيبر ته تېره کړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا عادت ؤ چي يو قوم ته به د شپې ور ورسېدى په هغه شپه کي يې پر چا حمله نه کول تر سهاره يې انتظار ورته کاوه، کوم وخت چي سهار سو د سهار لمونځ يې په تاريکه کي آداءکړی او مسلمانان د حملې دپاره ځانونه تياروي. 
 
خيبر خو په خپله ټوله مظبوطي قلاوي وې مګر د دوى کښتونه چي ډير زيات او پراخه کښتونه وه ټول د قلاوو پر شا وخوا وه، دغه منطقه چي پر خيبر را ګرځېدلې وه ټول کښتونه او باغونه وه خاصتًا دخرما باغونه، په دغو شپو کي چي د مسلمانانو د راتګ آوازې وې د خيبر د بزګرانو او باغوانانو دا عادت ؤ: د مخه تر دې چي دوى کښتو ته را ووزي اول به يې سپاره نفر را و وتل شا وخوا به يې معلومات وکړه چي د مسلمانانو لښکر خو به نه وي راغلى څوک خو به حمله نه را باندي کوي؟
 
چي وبه یې لیده چي څوک نسته نو به سپاره نفر بيرته ننوتل او باغوانانو ته به يې خبر ورکړی چي څوک نسته ور ووزى، بيا به بزګران دکارو دپاره ور وتل، په دغه شپه الله جل جلاله  پر دوى خوب مسلطه کړی ټول پسله لمر ختلو را ويښ سوه، د یهودو عادت دا ؤ چي سپاره نفر به یې د معلوماتو دپاره تر سپېدو د مخه را وتل او بزګران به د سپېدو سره را وتل، خو په دغه ورځ ټول تر لمرختلو وروسته را ويښ سوه چي وې کتل لمر را ختلى ؤ او د بزګرانو د خپلو کارو تلوار ؤ، په دغه ورځ يې د معلومات دپاره څوک و نه لېږل په خپله بزګران را و وتل چي په خپلو کښتو کي کار وکړي، کوم وخت چي کښتو ته ور ننوتل ناڅاپه يې وليدل چي د مسلمانانو لښکر د کښتو تر شا پروت دى، بزګرانو نارې کړې: محمّد و خميس، محمّد و خميس، يعني:
 
محمّد او لښکر يې دي او بيا په ځغستا مخ پر قلاوو رهي سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دوى وليدل پر ناري يې کړه: الله اکبر، خَرِبَت خيبر، الله اکبر، خربت خيبر، موږ چي د يوه قوم پر مځکه واړوو د هغو سهار غمجن او د بيري ډک سي. 
دا د خيبر د فتحي اوله علامه او خيبر ته د مسلمانانو د رسېدلو حالت ؤ، ځيني صحابۀ کرام په ډير شوق کي وه غوښتل يې چي فورًا حمله وکړي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صبر وکړی جنګ داسي نه دى د دښمن سره د مخامخ کېدلو غوښتنه او آرزو مه کوى، هو! الله جل جلاله  د فتحي وعده در سره کړې ده مګر بيا هم د دښمن د مخامخ کېدلو غوښتنه مه کوى او که بيا ور سره مخامخ سواست هلته نو صبرکوى او ثابت درېږى، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانان سره را ټول کړه چي دعاء وکړي، 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دعاء شروع وکړه او وې فرمايل: 
 
« اللّهم ربُ السّماواتِ و ما أظللنَ، وَ ربُ الأرضين و ما أقللنَ، و ربُ الشّياطينِ وَ ما أضللنَ، فَاِنّا نَسألُکَ خيرَ هْذه القريةِ وخيرَ اَهلِها وَ خيرَ ما فيها، و نعوذ بک من شرِّها و شرّ أهلها و شرِّ ما فيها، اللّهم انتَ ربُنا و ربُهم، و نواصينا و نواصيهم بيدکَ، وإنما تَقتُلُهُم اَنتَ ». 
 
او ويل: اوس نو په بسم الله در د مخه سى، يعني: الْهي! رب د آسمانو او د هغو شيانو چي سايه يې کړې ده، رب د مځکي او د هغو شيانو چي په مځکه کي پرله اوړي، رب د شيطانانو او د هغو چي دوى ګمراه کړي دي، موږ ستا څخه د دغه کلي او د دغه کلي د أهل او د هغه څه چي په دغه کلي کښې دي خير غواړو او په تا سره د دغه کلي د شره څخه او د کلي د أهل د شره څخه او د شره څخه د هغه څه چي په دغه کلي کي دي پناه غواړو، الْهي ته زموږ او د دوى رب يې، زموږ او د دوى اختيار ستا په قدرت کي دى او خامخا دغه د دوى وژنه ته کوې.
 
يعني: که څه هم په ظاهره مسلمانان ور سره جنګيږي او وژني يې مګر په حقيقت کي د دوى وژونکى الله جل جلاله  دى، ځکه الله جل جلاله  د سورة الأنفال په (17) نمبرآيات کي فرمايي: 
 
(فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَ كِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ  وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَ كِنَّ اللَّهَ رَمَى)
 
 يعني: دغه کفار تاسي په خپل قوت سره نه دي وژلي مګر الله جل جلاله  وژلي دي او نه دي ويشتل کړي تا اې محمّده صلی الله علیه وسلم  په هغه وخت کي چي په ظاهره سره تا ويشتل وکړه لکن الله جل جلاله  دغه ويشتل وکړه، که څه هم دغه آيات شريف په بدرکي نازل سو او موږ يې هلته پوره قصه او ترجمه درته بيان کړې ده، خو دا په عمومي ډول سره د الله جل جلاله  د طرفه څخه تعليم دى، يعني: هغه چي تاسي ستاسي دښمنان وژنى هغه تاسي نه ياست، بلکه الله جل جلاله  يې وژني، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل (اِنّما تَقتُلُهُم اَنتَ) چي د صحابۀ کرامو ښه يقين سي چي ماته او شکست الله جل جلاله  ورکوي نه موږ او وخيبر ته تر ننوتلو د مخه د صحابۀ کرامو نيت ښه صاف سي، د هرکار او هري کاميابۍ نسبت والله جل جلاله  ته وکړي نه و خپلو ځانو ته. 
 
د مخه تر دې چي د خيبر د فتحي په بيان شروع وسي اول به د خيبر جغرافيايې موقعيت يا د خیبر د قلاوو ترتيب او جوړښت درته بيان سي چي دغه معلومات مو د جنګو او د خيبر د فتحي په قصه ښه پوهوي. هغه داسي: خيبر پر دوې حصې وېشل سوى دى، يوې حصې ته يې (نِطاة او شق) ويل کيږي او بلي حصې ته يې (کُتيبه) ويل کيږي، يعني: د خيبر قلاوي په دوو منطقو کي جوړي سوي وې، چي يوې منطقې ته (نِطاة او شق) ويل کېدل او دوهمي منطقې ته يې (کُتيبه) ويل کېده، په نطاة کي درې قلاوي دي او په شق کي دوې قلاوي دي، چي د دغه نطاة او شق په منځ کي لږ فاصله ده او کتيبه بيا د دغه ځايه څخه ليري په بله منطقه کي واقع ده، په کُتيبه کي هم درې قلاوي دي، هغه قلاوي چي په نِطاة او شق کي دي په داسي نومو سره بلل کېدې: 
 
1  - د ناعم قلا، او دا هغه اوله قلا ده، څرنګه چي دغه قلا په مخ کي ده، نو ډيره مظبوطه او محکمه قلا ده او د هغې قلا څخه پر دښمنانو په آساني سره حمله کېدلاى سي. 
2  - د صعب بن معاذ قلا، چي دا بيا تر ټولو لویه قلا وه، چي يهودو په دغه قلا کي درنه يا ثقيله سلاح هم يو ځاى کړې او جمعه کړې وه. 
3   -  د زُبير قلا، دغه درې قلاوي په (نِطاة) کي واقع وې. 
4   -  د اُبى قلا، 
5   -  د نزار قلا، چي دغه دوې قلاوي په شق کي واقع وې، 
 
او د خيبر هغه بله حصه چي (کُتيبه) ورته ويل کېده هلته درې قلاوي وې. 
1  - د قَموص قلا، چي دا د اَبي الحُقيق د اولادې قلا وه چي اصلاً د بني النضير يهود وه او اوس د خيبر پاچهان دي او د يهودو پاچا کنانه بن ابي الحُقيق او ورور يې رُبَيِّع او بل ورور يې أعلْى بن ابي الحُقيق پکښي اوسېدل، شاهي خاندان ټول دالته ؤ. 
2   -   د وُطيح قلا.                     
3   -   د سلالم قلا. 
 
هو هلته په خيبرکي بېله دغو اتو قلاوو څخه نوري کوچنۍ قلاوي هم وې خو و دغو قلاوو ته په لوى واله او ټينګواله کي نه رسېدلې او حربي اهميت يې هم نه درلودى. 
 
اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلي خيمې د نطاة او شق په منځ کي و درولې، د مسلمانانو د لښکر ساتنه او د پيره دارانو مشري حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه  پر غاړه واخستل، او د مسلمانانو د لښکر إعاشه او د اوبو رسول او ځاى پر ځاى کېدل د حضرت عثمان ذي النورين رضی الله عنه  پر غاړه وه. 
 
بيا نو  رسول الله صلی الله علیه وسلم   و يهودو  ته نفر  ور  ولېږل چي د  دغو درو کارو  څخه يو کار  وکړی. 
 
اول: مسلمانان سى، ځانونه او مالونه به مو په امان سي، د مسلمانانو سره به یو قسم ژوندکوى. 
 
دوهم: يا جزيه قبوله کړی، مسلمانانو ته به د کاله معینه جزيه ورکوى او د مسلمانانو د حکم تابع به ياست، بيا مو نو وطن او مالونه تاسي ته درپاته دي، ټول شيان مو خپل دي او د دښمن څخه مو ساتنه هم د مسلمانانو پر غاړه ده، فقط په کال کي به مسلمانانو ته جزيه ورکوى. که دغه دوه شیه نه ومنی:
 
درېيم: نو جنګ دى. نفر چي ورغله او يهودو ته يې دغه درې خبري وکړې هغو و ويل: لږ  وروسته به جواب درکړو، موږ به مشوره وکو بيا به حال در ولېږو.
 
نفر هم راغله ويل: يهود به لږ وروسته جواب راکړي، خو د یهودو دطرفه ناڅاپه د قلاوو دروازې خلاصي سوې او يهودو په يوه وار حمله کوونکى لښکر را وايستى او د مسلمانانو په بې خبري کي يې هجوم پر ور وړى. 
 
دا د هغو درو خبرو جواب ؤ، غادرانو يهودو جنګ شروع کړی، يهود غواړي چي په خپل ټول قوت او طاقت د خيبر څخه دفاع وکړي، څرنګه چي مسلمانان هم د جنګ دپاره تيار وه نو د يهودو د هجوم په مقابل کي ټينګ ودرېدل څو يهود بيرته مجبوره سوه په قلاوو ننوتل او دروازې يې بندي کړې، د اولي لحظې څخه دا معلومه سوه چي يهود بېله جنګه بل څه نه غواړي.
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي د خرما یا کجور وُني يې ور پرې کړی، قطعه يې کړی، چپه يې کړی، لکه څرنګه چي مسلمانانو دغه کار د بني النضير د يهودو سره هم کړى ؤ، مسلمانانو د خرما څلور سوه وُني چپه کړې، په دغه کار د يهودو زړونه ولوېدل او ويل: والله که کاميابه هم سو خو مال نه را پاته کيږي، نو راسى چي جزيه قبوله کړو يا صلحه ور سره وکو، خو د يهودو مشرانو دا خبره نه کړه قبوله ويل خيبر د چا نه تابع کيږي، نو يې د جنګ كولو عزم او إراده وکړه، او هلته ويني چي د دوى د خرما وُني چپه کيږي نو ويل راځى چي جنګ شروع کړو، يهودو د ناعم د قلا يوه دروازه خلاصه کړه چي د دغي قلا مشر او رئيس حارث نومېدى. 
 
دحارث ورور چي مرحب نومېدى ،او د يهودو لوى پهلوان ؤ د دغي دروازې څخه را و وتى، اوس مسلمانان په انتظار دى چي مرحب به د مبارزې او پهلوانۍ دپاره يو څوک ور وغواړي چي هلته يو دم حارث د لښکره سره را و وتى او پر مسلمانانو يې دوهم وار حمله وکړه، دلته نو د مسلمانانو او يهودو په منځ کي لوى جنګ شروع سو، مسلمانان د دغي حملې په مقابل کي شا ته ولاړل ځکه د جنګ دپاره يې هيڅ تياري نه درلودل، د دوى دا خيال ؤ چي اوس به فقط د دوو پهلوانانو په منځ کي مبارزه کيږي نه هجوم یا لښکري جنګ، خو هغه يهودو ناڅاپه حمله وکړه او مسلمانان د ماتي په حالت کي سوه پر شا ولاړل، يهودو پر مسلمانانو ضربې او د تورو  وارونه شروع کړل تر داسي اندازې چي د جنګ او حملې په شروع کي يهود تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوري ور ورسېدل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله د يهودو سره ډير شديد جنګ کاوه، څو مسلمانان بيرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره  ټينګ سوه او يهود يې پر شا کړه، يهود هم بيرته ولاړل په قلاوو ننوتل او دروازې يې پسي بندي کړې.
 
اوس نو د حملې او هجوم وخت د يهودو په لاس او اختيار کي دى هر وخت چي يې زړه و غواړي هغه وخت د قلا څخه را وزي او حمله کوي، مسلمانان تر  قلاوو دباندي انتظار کوي ځکه مسلمانان نه د حملې دپاره لار لري او نه قلا ته ورتلاى سي. 
کوم وخت چي د يهودو دغه حمله پاى ته ورسيدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  د استراحت امر وکړی مسلمانانو ته يې و ويل: لږ آرام وکړی، مسلمانانو د راحت دپاره ځانونه واچول خو يو د مسلمانانو څخه چي نوم يې محمود بن مسلمه ؤ او د محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ورور ؤ وليدل چي هلته بېله دغو مشهورو قلاوو څخه چي نومونه يې ياد سوه يوه بله قلا ده او په هغه قلا کي څوک نه اوسېدل، بله خالي قلا يې وليدل نو يې غوښتل چي د دغه ږغه څخه ليري سي او هلته ګوښه يو څه آرام وکړي، محمود بن مسلمه رضی الله عنه  ولاړى د هغي خالي قلا و دېواله ته کښېنستى، خو يهودو د هغي بلي قلا څخه وليدى چي يو مسلمان يواځي د قلا و دېواله ته ناست دى، یهودو ويل: څوک دغه مسلمان وژني؟ مرحب پهلوان ويل: زه يې وژنم. 
 
نو مرحب د يوې بلي ګوښه او پټي لاري څخه ورغلى او دغي قلا ته لوړ وختى د هغه ځايه څخه يې د مېچني پل يا يوه لویه غټه ډبره پر محمود بن مسلمه رضی الله عنه  ور وغورځول، محمود بن مسلمه رضی الله عنه  د دغه واري څخه ډير شديد زخمي سو حتّْی د سر پوست يې پر مخ را ولوېدى، مګر په دغه وخت کي و نه وژل سو د قلا د دېواله څخه را ولاړسو او ويني ځني بهيږي څو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د ده علاج وکړی خو تر علاجه پوري نه ورسيدى او پسله څو لحظو څخه وفات او شهيد سو، دا نو په خيبرکي د مسلمانانو اول شهيد ؤ. 
 
 
اوس مسلمانان غواړي چي لږ څه آرام وکړي مګر څرنګه چي د دوى ځاى د نطاة او شق په منځ کي ؤ دلته يهودو د غشو وارونه پر شروع کړه، د شق او نِطاة د دواړو طرفو څخه پر مسلمانانو غشي اوري او غشي يې هم مسلمانانو ته ور رسيږي، مسلمانان ډير په عذاب سوه په ټوله ورځ يې هيڅ آرام و نه کړى ناست دي او د ځانو څخه غشي ګرځوي، يهودو دومره ډير غشي پر واورول چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارکه ګوته هم و ويشتل سوه او زخمي سوه، حُباب بن منذر رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! دغه  ځاى چي دغه اوس موږ پر اړولي دي آيا دا د الله جل جلاله  امر دى چي دلته واړوه؟ اوکه دا په جنګ کي رأيه او نظر دى؟
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! دا جنګي رأيه او نظر دى، نو حباب بن منذر رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! دغه ځاى و دغه قلاوو ته ډير نژدې دى او د يهودو ټول جنګي خلک هم دلته دي دوى زموږ په هر حال خبريږي او موږ د دوى په حال نه يو خبر او د دوى غشي موږ ته را رسيږي خو زموږ غشي نه ور رسيږي او موږ د دې څخه هم نه يو په امان چي د شپې حمله راباندي وکړي نو که امر وکې چي يو بل داسي ځاى واړوو چي د دغو ضررو څخه په امان وي او هغه ځاى د ځان دپاره قرار ګاه وګرځوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ستا نظر صحي دى مګر اوس نه بيا به يهود وايي چي و بېرېدل، مسلمانان ناست  دي او د ځانو څخه غشي ګرځوي، دوى غوښتل چي يو څه آرام وکړي خو هغه يې ټوله ورځ په دفاع او د غشو په ګرځولو تېره سوه، تر ماښامه يې دغه حال ؤ څو شپه سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي درځى او بل داسي ليري ځاى يې واړول چي د يهودو غشي نه ور رسيدل. 
 
 
په دغه بله ورځ مسلمانانو د هجوم او حملې دپاره ځانونه تيار کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي بېله زما اجازې څخه به نه څوک حمله کوي اونه به ور وزي، اوس چي د يهودو د قلا دروازې خلاصي سوې او د  يهودو سپاره پهلوانان د مبارزې دپاره را و وتل د مسلمانانو څخه يو نفر چي د بني أشجع د قبيلې څخه ؤ، يعني: نه د مهاجرينو څخه ؤ نه د انصارو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بې اجازې يې پر يهودو حمله وکړه غواړي چي خپل ځان او دلاوري ښکاره کړي خو بد بختانه د يهودو د طرفه و وژل سو چي دا د مسلمانانو څخه دوهم نفر ؤ چي وژل کيږي. 
 
مګر د ده په باره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: «لاَ تَحِلُ الجنّةَ لِلعاصي» يعني: سرکښه او هغه چا لره چي اطاعت نه کوي جنت نسته. 
 
ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه واضحه او ښکاره امر سوى ؤ چي زما بې اجازې به څوک حمله نه کوي خو دغه نفر سره د دغه امره نافرماني وکړه، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي نافرمانه ته هغه چي اطاعت نه کوي جنت نسته، (دا دا معنا نه چي د همېش دپاره جنت ور لره نسته بلکه! د دغه خپلي  نافرمانۍ جزا به ويني) 
او د دغي دروازې د خلاصيدلو سره يو مريئ را و وتى چي د يهودو پسونه يې پېول (شپانه ؤ) دئ په داسي ډول سره را و وتى لکه دغه پسونه چي پيايي مګر د هغو پسو سره د مسلمانانو و لښکر ته ورغلى او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! ما ستا پر دين ايمان راوړى دى او وايم: لا اله الا الله وانّکَ رسولُ الله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په ايمان خوشاله سو، بيا شپانه و ويل: دغه پسونه زما سره امانت دي او زه بيرته يهودو ته نه ورځم نو دغه پسونه تاسي اخلى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا، شپانه ويل: نو څه په وکم؟
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: امانت بايد بيرته و خپل خاوند ته ورکول سي که څه هم زموږ د دښمنانو څخه وي، موږ امانت مال نه اخلو، مريي ويل: نو څنګه يې بيرته ورولم؟ که يهود زما په اسلام خبرسي ما وژني، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د دوى پر طرف يې ور و شړه، شپانه ويل: ورکيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: ته يې ور و شړه، شپانه هم اطاعت وکړی او پسونه يې د هغه خپلي قلا پر طرف ور  وشړل، اصحاب کرام وايي: دغه پسونه د خپلي قلا و طرف ته داسي رهي وه لکه شپانه چي ور رهي کړي وي ترڅو چي قلا ته ننوتل، نو شپانه خپل امانت تسليم کړی، بيا نو د مسلمانانو د طرفه حمله او هجوم شروع سوه او دغه شپانه هم په دغه حمله کي ګډون وکړی د اول وار دپاره يې په جنګ کي حصه واخستل او شهيد و وژل سو، په سهار کي مسلمان سو او د ماپښين تر لمانځه د مخه شهيد سو نو يې په اسلام کي هيڅ لمونځ نه ؤ کړى، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: که څوک غواړي چي د اهل جنت څخه و يوه داسي نفر ته وګوري چي هغه  نفر دي په ټول عمر يو رکعات لمونځ نه وي کړى نو دي و دغه شپانه ته وګوري او د ده سره اوس دوې حور العين ور سره دي  رضی الله عنه .
 
په حديث شريف کي راغلي دي چي جنت و تاسي ته ستاسي د چوټي تر بند در نژدې دى او اور هم دغه رنګه نژدې دى، نو و جنت ته تلل ډير آسانه دي چي الله جل جلاله  يې و چا ته آسانه کړي، الله جل جلاله  دي يې زموږ ټولو په آساني سره په نصيب کړي. 
 
 اوس نو د ناعم د قلا پر شا وخوا د مسلمانانو د طرفه محاصره ټينګيږي او جنګ هم د ناعم د قلا پر شا وخوا دى چي دغه قلا د خيبر اوله قلا ده، د مسلمانانو ډلي په يهودو پسي ګوري چي څنګه حمله پر وکړي او يهود بيا په مسلمانانو پسي ګوري چي په نتيجه کي کوچنۍ کوچنۍ حملې کيږي او دې جنګ څو ورځي دوام پيدا کړی، هفته تېره سوه صحي نتيجه نسته، لس ورځي تيري سوې بيا هم بې نتيجې دي ځکه قلا ډيره محکمه ده خو د مسلمانانو د طرفه محاصره دوام لري، څو يوه ورځ هغه د يهودو لوى پهلوان مرحب را و وتى او د مسلمانانو د طرفه پهلوان غواړي چي جنګ او مبارزه ور سره وکړي مرحب د مسلمانانو د لښکر و مخ ته د غرور او تکبر حرکتونه کوي ځکه مرحب د يهودو داسي پهلوان ؤ چي په ټولو يهودو کي يې مثل او سيال نه ؤ، مرحب په عربي سره د غرور او د ځان د تعريف بيتونه ويل چي هغه داسي وه:
 
قَد عَلِمَت خيبَرُ اَنّى مرحبٌ
شاکيُ السِّلاحِ بطلٌ مجرّبٌ
 
د ده د مقابلې دپاره عامر بن الاکوع رضی الله عنه  ور و وتى او هغه بيا دا بيت وايه:
 
قد علمت خيبرُ اَنّي عامرٌ
شاکيُ السلاحِ بطلٌ مـغامرٌ
 
 نو د دوى په منځ کي د تورو وارونه سره شروع سوه، د مرحب وارى د عامر رضی الله عنه  پر سپر و مښتى، څرنګه چي د عامر رضی الله عنه  توره لنډه او کوچنۍ وه غواړي چي مرحب پر پښو په و وهي کوم وخت چي يې وارى پر وکړی توره د مرحب څخه خطا سوه او په خپله د عامر پرخپل ځنګانه و مښتل او د هغه زخمه څخه عامر رضی الله عنه  وفات سو، صحابۀ کرامو په خپل منځ کي سره و ويل: د عامر ټول عملونه عبث او بيهوده سوه ځکه په خپله يې ځان و وژى. 
 
نو سلمه بن الاکوع رضی الله عنه  وايي: زه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په داسي حال کي ورغلم چي ژړل مي او ما ويل: يا رسولَ الله! آيا رشتيا د عامر ټول عمل  عبث او برباد سو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چا ويل؟ ما ويل: ستا ځيني اصحاب وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هرڅوک چي وايي هغه غلط وايي او عامر لره دوه اجره دي. 
 
مرحب پهلوان دوهم وار بيا په ميدان کي و درېدى هغه بيتونه وايي او بيا يې د مبارزې دپاره نفر وغوښتى دلته نو حضرت علي رضی الله عنه  ور و وتى او دغه بيت يې وايه:
 
اَنا الذي سمّتني امي حيدره
کليثَ الغابات کريه المنظره
 
اَوفيهم بالصاعِ کَيل السندره
 
 مګر محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ورته و ويل: يا علي! پر ده زما بدل پاته دى ځکه زما ورور محمود بن مسلمه ده وژلى دى، که ستاسي په ياد وي؟ دغه مرحب پهلوان ؤ چي پر محمود بن مسلمه رضی الله عنه  يې د قلا د بامه څخه لويه ډبره را وغورځول او په شهادت يې ورساوه، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  و علي رضی الله عنه  ته و ويل:
 
دئ ماته را پرېږده ځکه پُر ده زما بدله پاته ده، نو محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ور و وتى او د دوى دوو په منځ کي هغه لوى جنګ او مبارزه شروع سوه کوم چي تاريخ يې نه هېروي او مسلمانانو په ټول عمر داسي جنګ او مبارزه نه وه ليدلې لکه د محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  او مرحب په منځ کي چي وسوه، پوره يو ساعت دغه جنګ دوام درلودى او د دواړو طرفو خلک ورته ګوري، جنګ روان دى او پهلوانان د جنګ په حرکتو کي مخ ته سي شا ته سي ترڅو چي يوې منطقې ته ورسېدل چي هلته د خرما وُني یا درختي وې او د دغو وُنو په منځ کي يې جنګ سره کاوه، څو د دوى په منځ کي يوه د خرما ونه راغله د دغي وُني دې طرف او هغه طرف ته وهل سره کوي،
 
د ډيرو  وارو او وهلو په سبب د وُني ښاخونه پرې کېدل او را لوېدل تر داسي اندازې چي د وُني ټول ښاخونه پرې سوه فقط د وُني يوه تنه پاته سوه او هغه داسي معلومېدل لکه د دوى په منځ کي چي يو سړئ ولاړ وي او دوى د دغي وُني پر تنه سره راګرځي او جنګ کوي، خلک هم ورته ګوري چي دا څنګه جنګ او وهل دي، خو يو هم هغه بل نه سي وژلاى، دغه جنګ ډير وخت دوام درلودى څو په آخر کي محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  وکولاى سواى چي مرحب پر پښه و وهي د مرحب پښه پرې سوه، مرحب غځار سو او ولوېدى نو يې محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ته ويل مړ مي که ځکه تر پښه يې فواره غوندي ويني بهیږي او د حرکت نه دی نو ويل: مړ مي که، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  يې دا بله پښه هم ور پرې کړه، مرحب نارې وهي: مړ مي که، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ويل:
 
يا وژنم دي نه ښه دى چي تر مرګ د مخه د دردو او عذابو خوند وګورې ته وې چي زما ورور دي و واژه؟ نو محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  مرحب پر دغه حال پرېښاوه او دئ ځني رهي سو، هغه نارې وهي چي مړ مي که عذاب مه را کوه محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  بيا ورته و ويل: د مرګ د سختيو مزه واخله او ځني رهي سو، سړئ پروت دى او ويني ځني بهيږي، څو بيا علي رضی الله عنه  ورغلى او د مرحب سر يې ور پرې کړی د هغه سامان او د هغه اسلحه يې واخستل او رهي سو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! مرحب ما و وژى، محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  هغه چي تر يو ساعت يې زيات جنګ وکړی او اصلاً مرحب هغه وژلى ؤ په تعجب کي سو چي علي رضی الله عنه  څنګه وايي چي مرحب ما و وژى؟ نو ويل: يا رسولَ الله! والله ما مرحب نه پرېښاوه مګر د دې دپاره چي د مرګ  عذاب و ويني اصلاً مرحب ما وژلى دى.
 
څرنګه چي مرحب د يهودو د پهلوانانو پهلوان ؤ او د هغه وژل د هغه د قاتل دپاره ابدي او تاريخي شرف ؤ نو خود هر يوه يې د وژلو نسبت و ځان ته کاوه، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  و محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ته و فرمايل: هـو ته هغه څوک يې چي مرحب دي .
 
و وژى يا محمّد بن مسلمه! او و علي رضی الله عنه  ته يې و فرمايل: يا علي! د هغه وژل سوي سړي سامان و محمّد ته ورکه، چي و دغه سامان ته سَلبه ويل کيږي او و هغه چا ته ورکول کيږي چي د وژل سوي سړي قاتل او وژونکى وي، نو محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  د مرحب اسلحه او سامان واخستل.
 
 
نو د يهودو د لوى پهلوان (مرحب) وژل د محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  پر لاس وه.
د مرحب تر وژل کېدلو وروسته د مرحب ورور حارث ميدان ته را و وتى چي دﺉ هم لوى پهلوان ؤ يواځي دئ نه بلکه د مرحب ټوله کورنۍ جنګي پهلوانان وه، حارث را و وتى او د مسلمانانو څخه پهلوان غواړي چي مبارزه ور سره وکړي، و ده ته ابودُجانه رضی الله عنه  د سره دسمال خاوند او مشهوره جنګي قهرمان ور و وتى په لږ وخت کي يې حارث و وژى بيا د مرحب بل ورور چي ياسر نومېدى هغه را و وتى او د مسلمانانو څخه مبارِز غواړي، و ده  ته زبير بن العوام رضی الله عنه  چي د معرفي کولو ضرورت يې نسته ور ووتى، دغه ياسر تر اندازې زيات جګ او غټ سړئ ؤ، كله چي دغه ياسر را و وتى او په اسلحه هم پټ ؤ د ځان د تعريف شعرونه او بيتونه يې ويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي وليدى په ډير تعجب سره يې و ويل:
 
 
مَا اَطوَلَه! دا څومره جګ دى! دا څه بلاده! رسول الله صلی الله علیه وسلم  دومره جګ سړئ نه ؤ ليدلى نو يې پوښتنه وکړه ويل: دا به پنځه ذراعه وي؟ صحابۀ کرامو و ويل: بلکه تر  دغه هم جګ دى يا رسولَ الله! ذراع خو پيژنى چي د هغه وخت د اندازه کولو آله وه لکه د نن ورځي متر مګر د ذراع په اوږد واله کي خلک اختلاف لري څوک يې (70) سانتۍ بولي څوک وايي (50) سانتى ده، نو دغه ياسر چي پنځه ذراعي سي لږ تر لږه دوه نيم متره سو، كله چي دغه جګ او غټ دوه نيم متره ياسِر ميدان ته را و وتى او د مسلمانانو د طرفه زبير بن العوام رضی الله عنه  ور وزي، صفيه بنت عبدالمطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمه او د زبير رضی الله عنه  مور پر خپل زوى و بېرېدل او دا هغه ښځه وه چي بېره يې نه پیژندل، دا و بېرېدل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله ويل: يا رسولَ الله! دا څه بلا ده بېرېږم چي زوى به مي را و وژني، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! ستا زوى يې وژني ان شاء الله، زبير رضی الله عنه  ور و وتى او دا شعر وايي:
 
قَد عَلِمَت خيبرُ اَني زَبّار
قَلمَ القَرِمِ غيرَ نَکسٍ فَرار
 
نور بيتونه يې هم ويل او په جنګ شروع وسوه، دې جنګ هم يو ساعت دوام وکړی خو په آخر کي زبير رضی الله عنه  پر غټ ياسِر قاتلانه حمله وکړه او ياسر يې و وژى، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لوړ آواز تکبير و وايه: الله اکبر! ځکه څوک دغه بلا وژلاى سي؟ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:  «لِکُلِ نَبىٍّ حَوارِي وحَوارِيِّ الزبير »
 
يعني: هر نبي لره ناصر، مرسته کونکى، مخلص او صداقتمن سته، خو زما ناصر او مخلص زبير دى  رضی الله عنه  او بيا د يهودو څخه عامر را و وتى، و ده  ته حضرت علي رضی الله عنه  ور و وتى او عامر يې و وژى، بيا د يهودو څخه د اُسيد په نامه يو لوى او مشهوره پهلوان را و وتى، ده ته محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ور و وتى او اُسيد يې و وژى، يهودو وليدل چي هر پهلوان يې مبارزې ته ور ووزي هغه وژل کيږي، نو يې مبارزه پرېښوول، يهودو ويل: په دې کار کي فايده نسته زموږ پهلوانان که هرڅومره قوي هم وي خو د مسلمانانو پر پهلوانانو نه سي غالبه کېدلاى، نو يې دغه يو په يو جنګ او مبارزه پرېښوول او هغه ډله ييز جنګونه کيږي. 
 
په دې منځ کي دوې هفتې تيري سوې (14) ورځي مګر مسلمانانو کوم خاص برئ لاس ته نه دى را وړى، ځکه يهود ټول په قلاوو کي دي، پنځلسمه ورځ چي قلا خلاصه سوه د يهودو څخه يو نفر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي څه خبر دي را وړى دى؟ سړي ويل: خبره دا ده چي موږ پهلوانان لرو، نفر او اسلحه لرو، اوبه او  خواړه په دومره اندازه را سره سته چي په کلو يې نه سو خلاصولاى، قسم په الله خيبر نه فتحه کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: راغلى يې چي ما و بېروې؟ يهودي ويل:
 
يا، ويل: نو د څه شي دپاره راغلى يې؟ سړي ويل:  راغلى يم امان درڅخه غواړم ځکه زه پوهېږم چي ته خيبر فتحه کوې او ټول يهود پوهيږي چي خيبر فتحه کيږي او دا زموږ په تورات کي ليکلي دي چي ته به خيبر فتحه کوې، نو زه راغلى يم د ځان او خپلي کورنۍ او مالو دپاره امان غواړم، زه نه غواړم چي ستا سره جنګ وکم، سړي نور هم و ويل: دا چي ته قلا فتحه کړې او بيا مي بندي ونيسې تر هغه د مخه امان غواړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم امان ورکړی او وې فرمايل: هغه څوک چي جنګ نه کوي و هغه لره امان دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د دغه نفر د خبرو څخه دا ور معلومه سوه چي د يهودو په زړو بېره ننوتلې ده او د نصرت وخت را نژدې سوى دى، په تيرو څوارلسو ورځو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو بيرغ و مختلفو نفرو ته ورکاوه، نن دې ته سبا هغه بل ته خو يو هم د قلا پر فتحه کولو نه سو کاميابه، په دغه شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:
 
سبا بيرغ و داسي چا ته ورکوم چي الله او رسول الله يې خوښ لري او د ده هم الله او رسول الله خوښ دي، تاسي پوهېږى چي هغه څوک چي بيرغ ور سره وي هغه د دغه لښکر آمر او قومندان هم وي، اوس نو صحابۀ کرام په خپل منځ کي پوښتني سره کوي چي دغه نفر به څوک وي؟ او د خيبر فتحه به د چا پر لاس وي؟ حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  وايي: په والله هيڅ وخت مي د آمريت خواهش او غوښتنه په زړه کي نه ده را ګرځېدلې بېله دغي ورځي څخه، هغه هم په دې سبب چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:
 
چي الله او رسول الله دغه نفر خوښ لري، نو هر نفر چي سبا بيرغ واخلي، هغه! هغه څوک دى چي الله او رسول الله يې خوښ لري، حضرت عمر رضی الله عنه  وايي چي زما د زړه غوښتنه دا وه چي دغه نفر زه واى، ټول اصحاب کرام په انتظار دي چي سبا به بيرغ څوک واخلي؟ حتّْی سبا سهار تر هغه خپل وخت د مخه را ويښ سوه او په دې انتظار وه چي بيرغ به څوک اخلي، کوم وخت چي سهار سو د سهار تر لمانځه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: علي چيري دى؟ يوه د اصحاب کرامو و ويل: يا رسولَ الله! د هغه سترګي خوږيږي، ويل ورسه را يې وله، صحابي پسي ولاړى حضرت علي رضی الله عنه  يې را وستى رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا علي! څه درته پېښه ده؟ هغه ويل: يا رسولَ الله! سترګي مي ترداسي اندازې خوږیږي چي والله نه دښت وينم نه شېله، نه غر وينم نه ونه، هيڅ شئ نه وينم سترګي مي پټي او بندي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل مبارک لاس د علي رضی الله عنه  پر سترګو ور تېر کړی او پر سترګو يې خپله مبارکه ناړه ور و مښل د علي رضی الله عنه  سترګي داسي جوړي سوې لکه هيڅ تکليف او خوږ چي نه وي ور ته پېښ سوى، حتّْی بيا د مرګ تر وخته و علي رضی الله عنه  ته د سترګو خوږ او مريضي نه سوه پېښ. 
 
 
کوم وخت چي د علي رضی الله عنه  سترګي ښې او جوړي سوې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو بيرغ ورکړی، علي(رض) هم ډير ژر لښکر جوړ او جنګ ته آماده کړی، د يهودو بيا هره ورځ دا عادت ؤ چي په سهار کي به د سپرو يوه ډله د قلا څخه راوتل او پر مسلمانانو به يې حملې کولې او بيا چي به يې و ليدل چي نور څه نه سي کولاى بيرته به ولاړل په قلا به ننوتل او د قلا دروازې به يې بندي کړې، دا يې د هري ورځي کار ؤ، نو په دغه ورځ چي علي رضی الله عنه  بيرغ واخستى بيا هم يهود را و وتل، خو علي رضی الله عنه  د خپل لښکره سره پرشا تلى، د يهودو په مقابل کي يې عقب نشيني کول، يهودو فکر وکړی چي مسلمانان ماتيږي او شکست خوري نور هم پسي ور د مخه سوه، علي رضی الله عنه  پرشا ځي او يهود پسي ور د مخه کيږي، اصحاب کرام په تعجب کي دي چي دا څه پېښه ده؟
 
زموږ لښکر ولي د ماتي په حالت کي دى؟ نورو مسلمانانو کولاى سواى چي پر يهودو حمله وکړي مګر دا اجازه نسته چي څوک تر بيرغ ور د مخه سي، علي رضی الله عنه  نور هم پر شا رهي دى، يهود بيرته ځني را وګرځېدل د هغو په زړوکي هم يو څه شک پيدا سو،کوم وخت چي يهودو په بيرته ګرځېدلو شروع وکړه غواړي چي قلا ته ننوزي هلته د دوو طرفو د کمينه څخه مسلمانان را وغورځېدل.
 
 
 علي رضی الله عنه  د مخه لا د قلا د دروازې په چپه او راسته طرف کي دوه کمينه ورته نيولي وه، کوم وخت چي يهودو په بيرته ګرځېدلو شروع وکړه هغه دوې ډلي چي په کمين کي ناستي وې هغو د قلا د دروازې پر طرف ور وځغستل غواړي چي دروازه خلاصه پاته سي، يهود پوه سوه چي مسلمانان دروازه راته نيسي، دوى هم مخ پر دروازه په ځغستا سوه، يهود او مسلمانان دواړه يو ځاى د قلا دروازې ته ورسېدل او د قلا د دروازې سره جنګ شروع سو. 
 
 
يهود غواړي چي ننوزي او د قلا دروازه بنده کي، مسلمانان بيا غواړي چي دروازه خلاصه پاته سي خو د حضرت علي رضی الله عنه  د دغي صحي نقشې په سبب د يهودو په وسه نه سوه پوره چي دروازه بنده کي يا و تړي او مسلمانان هم د دغي دروازې څخه و قلا ته ور ننوتل، يهودو په تېښته شروع وکړه و هغه نورو قلاوو ته تښتي او يهودو دغه قلا چي د ناعم قلا وه د هغو شيانو سره چي په دغه قلا کي موجود وه و مسلمانانو ته ور پرېښوول، د ناعم قلا د حضرت علي(رض) پر لاس فتحه سوه او يهود و وروستنۍ قلا ته چي د صعب بن معاذ قلا وه ولاړل، د خيبر اوله قلا چي د ناعم قلا وه د الله جل جلاله  په إراده د حضرت علي رضی الله عنه  پر لاس فتحه سوه، دغه فتحه د ټول خيبر د فتحه كولو شروع وه، د دغي قلا په نيولو کي مسلمانانو د يهودو څخه هيڅوک بندي و نه نيوى، ټولو يهودو وکولاى سواى چي وتښتي او ځانونه خلاص کړي. 
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
www.taleemulislam.net

سرته