تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډیموکراسي د اسلام سره ټکر لري
  تعلیم الاسلام
  October 31, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

رالېږونکی: جاوید احمد سعادت
 
غربي دیموکراسي پر اسلامي ایډیالوجوۍ چي څومره اثر کوي او څومره د اسلام د نظام سره ټکر لري؟  
 
په دې به کېدای سي ډېر خلګ پو هیدلي وي خو زه غواړم هغه ټکو ته ورشم چي د اختلاف او ټکر ټکي دي او په راتلونکو نسلو کي او یا هم سمدستي په ژوند کي د بد بختۍ سبب کیږي.
 
لومړی: لکه څنګه چي مو مخکي یادونه وکړه چي دموکراسي یو لویدیز نظام دی لویدیز هیوادونه یې د پلي کولو لپاره په ټوله اسلامي نړۍ کي په سیاسي، اقصادي، فرهنګي، فکري او عملي جنګ بوخت دي ددغه نظام یا فکر د ټینګولو لپاره په میلیاردونو ډالر مصرفوي په نه ستړیدونکي ډول یې په رسنیو (میډیا) کي د تبلیغاتو لپاره پیسې او خلګ په کار اچولي دي. په ټوله نړۍ کي يو ناپایه جنګ پر لار اچولی دی څو په ټوله نړۍ کي وده ورکړي او بري ته یې ورسوي چي دا خپله د سوال، شک او اندیښنې خبره ده.
 
دوهم: چون په دیموکراسي نظام کي بشپړي آزادي ته لار ورکړل شوې هغه که د مذهب آزادي وي که د بیان آزادي وي او که د اخلاقو او افعالو آزادي وي، خو اسلام بیا د انسان د ټولو آزادیو لپاره حدود او چوکاټ لري. د مثال په ډول زنا، شراب، سود او ارتداد ټوله په دغو آزادیو کښي راځي او همدا د اسلام او او دیموکراسۍ تر منځ د ټکر خبره ده.
 
که د اسلامي قوانینو مراعت په نظر کي نیسو ځینو مطلقو آزادیو ته زیان رسیږي که د اسلام حدود په پوره توګه په نظر کي نیول کیږي په هغه صورت کي دیموکراسي نیمګړې پاته کیږي! (نو یا به تر اسلامي احکامو تېرېږې د کفري نړۍ دیموکراسي به منې او یا به تر دیموکراسۍ تېرېږې اسلامي احکام به پلي کوې!).
 
دریم: د آزادۍ په چوکاټ کي ځني جنایتونه دي چي د غربي لید نه ورته جنایت نه ویل کیږي. د مثال په ډول لکه زنا په دا سي حال کي چي دواړه فاعلين راضي وي، لکه شراب څیښل، مذهب بدلول، د یو نارینه د بل نارینه سره نکاح کول (لواطت)، د ښځو همجنس بازي او داسي نور. کله چي د داسي جنایتونو په وړاندي سزا په دیموکراسي نظام کي نامشروع سي نو معلومه خبره ده چي د دیموکراسۍ د ملاتړو قوت تر اسلام پالو په اوسني نړۍ کي څو ځله قوي دی چي  نتیجه کي د اسلام حدود بیرته شاته پاته کیږي.
 
څلورم: یوه بله لانجمنه مسئله چي د بشري حقوقو موضوع ده چي په اصولو کي بیرته د غربي دیموکراسۍ سره مشترکات لري، د هغه سره یې موافقه لاسلیک کړېده، د بشري قوانینو په اوسني منشور کي قصاص، رجم او لاس پرې کول ممنوع اعلان شوي دي. د بشري حقوقو مؤسسات دا د بشر پر ضد ناروا عمل بولي، خو اسلام دا حدود په ټولنه کي د اصلاح لپاره ټاکلي دي. اوس دا مشکله مسئله ده چي د دواړو قرادادونو مراعت وسي چي یو اسلام دی چي د فطرت څخه افغانانو پر ځان منلی او بل د بشري حقوقو په نامه غربي قانون دی. که چیري دیموکراسي ته ورسو نو ښکاره خبره ده چي باید د هغه څه مراعت په نظر کي ونیسو چي غربیان یې په لټه کي دي او هغه څه به شاته غورځول کیږي چي الله عزوجل او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې پر موږ د تطبیق مطلق امر کوي.
 
همداسي د ښځو د بې سترۍ ،  نامشروع یعني غیر مشروع طلاق ، بې له محرمه د ښځو تګ او سفر، په جهاني المپیک کي د ښځو برخه اخیستل یا په عام محضر کي د ښځو ځغستا ، تجارت او د نورو خواهشاتو ته لاره خلاصول دا ټول هغه څه دي چي د اسلام د بېخ ایستلو لپاره په کار اچول سوي او په قانوني شکل اسلام ته ګوزار ورکوي او په تدریجي شکل یې د منځه وړي.
 
پنځم: تر ټولو مهمه دا ده چي په یوه هیواد کي دوه قانونه په یوه وخت کي نه سي چلېدلای او نه د ټولو قوانینو په ډول یو په بل کي تداخل کېداسي د همدې کبله باید یوه قانون ته ترجیح ورکول سي ځکه په دین کي هیچا ته د تصرف اجازه نسته چي څه پکښي کم او یا زیات کړي.
 
دا هغه څو ټکي دي چي دیموکراسي د اسلام سره ټکر لري.
 
سوال: که څوک په دې نظر وي چي د ډیموکراسي نظام د اوس عصر ضرورت دی او په هغه سره هیواد او ملک مخ په وړاندي ځي او رقابت کولایشي او خلګو ته روزګار پیدا کیږي، بشپړه ازادي پکښي ساتل کیږي ، د نړۍ د توجه څخه برخمن کیږي او نور داسي څېزونه؟
 
جواب: دلته خبره دا ده چي اسلام دداسي څیزونو سره چي مباحات دي هیڅ ټکر نه لري، هغه څه چي د اسلام سره مخالفت ونه لري اسلام ورته اجازه ورکوي چي وشي او خلګ ترې استفاده وکړي، دا چي د ډیموکراسي تر عنوان لاندي مخ ته بیول کیږي ولي د اسلام او شریعت تر عنوان لاندي ترسره نه شي؟!
 
په اسلامي ټولنه کي اکثره علماء کرام په دې عقیده دي چي ډیموکراسي په اسلام کي نشته ځکه اسلام کامل دین او کامل نظام دی (دیموکراسي ته اړتیا نلري)، د ډیموکراسۍ لفظ په اسلام کي نشي استعمالېدلای اما کوم مشترکات چي لیدل کیږي هغه باید د اسلام په نامه سره تعریف کړل شي نه په بل لفظ (دیموکراسي) سره.
 
مثال: د بشر درناوی او د خلګو یا بشر احترام د شریعت په چوکاټ کي ، ازادي ، تعلیم ، ټکنالوجي او داسي نور.... دې ته اسلام تر ټولو دروند حق ورکړی دی. هر انسان ته په دې امر کوي چي د ښو اخلاقو ، ښه کمال او ښه علم خاوند وي او د خلګو په چوپړ کي همېشه اوسي. دا او دې ته ورته اعمال، افعال او کمالات دا معنی نه لري چي په ډیموکراسي سره تعبیر شي ځکه اسلام د هغه لپاره قانون وضع کړی دی باید اسلامي قانون ورته وویل سي. 
 
ماخذ: اسلامي تمدن
لیکنه: پوهنیار فیض الله قاضي زاده
------------------------
مرکه: د ډیموکراسۍ پېژندنه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته