تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل ملت به څنګه مړوو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 24, 2021
  0

خپل ملت به څنګه مړوو؟


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لکه څنګه چي يو دولت د ځان د خودکفايۍ کوښښ کوي همدومره بايد د خپل ملت د خودکفايۍ کوښښ هم وکړي ځکه د ملت د مړېدلو سره حکومت هم مړېږي خو د دولت د مړېدلو سره د ملت مړېدل لازم ندي په نړۍ کي ډېر داسي هيوادونه سته چي حکومتونه يې ماړه دي خو ملتونه يې وږي دي ولي داسي دولت نسته چي ملت يې موړ وي خو دولت يې وږی وي.


له همدې امله بايد زموږ اسلامي امارت هم د خپل ملت مړېدلو ته ليڅي را ونغاړي او د ملت د مړېدلو لپاره خپل ټوله توان وکاروي.
که لاندي کارونه عملي سي زه پوره ډاډ لرم چي زموږ ملت به موړ سي او ټولي اقتصادي ستونزي به يې حل سي:


۱ – ټوله اهل کار ته امارت کار پيدا کړي او په امارتي اداراتو کي يې استخدام کړي ترڅو د بدل معاش په ذريعه د ډېرو اړو انسانانو اقتصادي ستونزي حل سي.


۲ – د بهر څخه راتلونکي مرستي ښه  مديريت سي تر څو مستحقو انسانانو ته ورسيږي.


۳ – په دولتي او خصوصي بڼه چي کوم انکشافي او ودانيز کارونه کيږي په هغو کي د استخدام لړۍ ښه کنټرول سي ترڅو اړو کسانو ته کار ورسيږي.


۴ – د هيواد په کچه لوی او کوچني د اوبو بندونه جوړ سي ترڅو په زراعت باندي زموږ ډېری هيوادوال مصروف سي او بې کاري ختمه سي.
۵ – آزاد بازار ختم سي ترڅو هر لوی او کوچنی تجار په خلاصه پښه خپل تجارت وکړي.


۶ – د امارت لخوا د هيواد په سطحه لويه سروې وسي او د خلګو د عوائدو کچه معلومه کړل سي ترڅو د هر هغه چا سره مرسته وسي چي د لګښتونو په پرتله يې عوائد ډېر لږ وي.


۷ – په ودونو او نورو مراسمو کي پر ډېرو مصارفو محدوديت وضع سي ترڅو د اجباري ډېرو مصارفو مخنيوی وسي ځکه ډېری خلګ د يو رقابت په سبب داسي مصارف کوي چي طبعا مالي زيانونه د ځانه سره لري.


۸ – په ښارونو کي د امارت لخوا رهايشي ښارګوټي جوړ سي او هغو خلګو ته په اسکان ورکړل سي چي د ځانه څخه کور نلري.


۹ – پر هغه خلګو چي مځکي نلري دولتي مځکي توضيع سي ترڅو د زراعت له لاري د بې کارۍ څخه خلاص سي.


۱۰ – د يتيمانو، کونډيانو او معيوبينو سره په مياشتني ډول نغدي او غير نغدي مرستي وسي ترڅو اړتيا يې رفعه سي.


۱۱ – سوال او ګدايي کول ممنوع اعلان سي او د يوه منظم پلان په عملي کولو سره د اړو کورنيو تشخيص وسي او مرسته ورسره وسي.


۱۲ – د ټولو شیانو نرخونه کنټرول سي او ټولو پلورونکو ته په فیصدۍ باندي ګټه وټاکل سي ترڅو د تجارانو د ظلم مخنیوی هم وسي او پېرېدونکي هم په آسانۍ سره شیان رانیسي.


۱۳ – ټول دولتي ادارات په ځانګړې توګه محاکم وڅارل سي ترڅو د خلګو څخه د خدماتو د عرضه کولو په مقابل کي غیر قانوني پیسې وانخلي.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته