تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ذاتُ الرقاع غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ذاتُ الرقاع غزاء

د بني النضير ترغزاء وروسته يوه بله غزاء پېښه سوه چي د ذات الرقاع غزاء ورته ويل کيږي او دغه غزاء د هجرت د څلورم کال د جمادي الاول په مياشت کي پېښه سوه او د دغي غزاء سبب دا ؤ چي د غطفان قبيلو کومي چي په نجدکي وې د مدينې منورې د حملې دپاره خلک را ټولول او ځانونه يې تيارول.


 تاسي ښه پوهېږى چي دکفارو دغه ټول تجاوزونه او حملې د اُحُد د جنګ په سبب وې ځکه دکفارو د ټولو قبيلو اميد پيدا سو چي پر مسلمانانو حملې وکړي او غنيمتونه ځني يو سي، د دوى په فکر مسلمانان د اُحُد په جنګ ضعيفه سوي دي، نو غطفان چي په نجد کي هغه ډېره لويه قبيله وه د هغو هم اميد پيدا سو چي پر مسلمانانو حمله وکړي، کوم وخت چي د مدينې منورې استخباراتو دغه خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورساوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو لوى لښکر جوړکړی او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر غطفان د حملې إراده د دې دپاره وکړه چي هغه د دوى د طرفه خطر په خپله  ځالګۍ کي د بينه يوسي،

 

نو د مسلمانانو لښکر د نجد او غطفان پر طرف رهي سو، هلته بيا غطفان هم دومره لوى لښکر جوړکړى ؤ چي شمېر يې د مسلمانانو تر لښکر څو واره زيات او ډېر ؤ، دواړه لښکره مخ په مخ سره ودرېدل مګر دواړه طرفه يو د بل څخه بيريږي، يو لښکر پر هغه بل لښکر د بيري په سبب حمله نه سي کولاى کفار د مسلمانانو د جرئت او د لاورۍ څخه بيريږي او مسلمانان د هغو د ډېر والي څخه بيريږي په زرو زرو نفر دي، څو ورځي لښکري مخ په مخ سره ولاړي دي خو يو پر بل حمله نه کوي، هر يو د هغه بل انتظار کوي چي هغه به حمله وکړي او جنګ به شروع سي خو يو هم پر هغه بل حمله نه کوي، مګر عادتًا مسلمانانو به د لمانځه پر وخت لمونځ کاوه،


کفارو سره و ويل: د حملې دپاره ښه او مناسب وخت د لمانځه وخت دى، کله چي مسلمانان لمونځ کوي موږ به حمله پر وکو، واقعاً هم غطفان ځانونه تيار کړه چي د راتلونکي لمانځه پر وخت پر مسلمانانو حمله وکړي، په دغه وخت کي د الله جل جلاله  د طرفه د صلوة الخوف يعني: د بيري د لمانځه د آداء کولو آياتونه نازل سوه او تر دغه وروسته مسلمانانو خپل لکونځ د صلوة الخوف پر طريقه آداء کاوه، هغه داسي:


 ځينو مسلمانانو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په جماعت لمونځ آداء کاوه او ځيني مسلمانان به د دښمن مخ ته ولاړ وه، د لمانځه پر نيمايي به دغه لمونځ کونکي د دښمن و طرف ته ولاړل او هغه نور به راغله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره به يې هغه پاته لمونځ په جماعت وکړی، د غطفان خلک په فکر کي سوه چي اوس څنګه وکو؟ ځيني مسلمانان پر لمانځه ولاړ دي او  اسلحه هم ور سره ده او ځيني نور يې د دوى ساتنه کوي، څو ورځي نوري هم پر دغه طريقه تيري سوې څو الله جل جلاله  د غطفان په زړوکي بېره ور واچول، ميدانِ جنګ يې پرېښاوه او سره و پاشل سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  څو ورځي نور هم په غطفان کي پاته سو او بيا مدينې منورې ته رهي سو، اوس چي  مدينې منورې ته رهي دي پرلاري يوه کوچنۍ حادثه پېښه سوه. 


هغه دا چي د غطفان د قبيلې څخه يوه نفر قسم ياد کړى چي د مسلمانانو څخه به تر هغو را و نه ګرځم ترڅو ويني پکښي و نه بهوم، چي يو د مسلمانانو څخه زخمي نه کړم يا يې و نه وژنم، د مسلمانانو لښکر رهي دى او دئ تر شا په پسې دى د مسلمانانو هم پروا نه په کيږي ځکه يو نفر پر لاري رهي دى ښايي يو کار به لري، كله چي شپه سوه مسلمانانو يو ځاى واړول او خېمې يې و درولې رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: نن شپه څوک پر موږ  پيره کوي؟ د اصحاب کرامو څخه دوو نفرو دا کار پر ذمه واخستى چي  يو يې عَباد بن بِشر الانصاري رضی الله عنه  ؤ او بل يې عمار بن ياسر رضی الله عنه  ؤ، دغه دوه نفره د پيرې دپاره لوړ و يوې غونډۍ ته وختل ځکه مسلمانان په خېمو کي دي او دوى چي لوړ وي نو هرڅوک چي د هره طرفه راځي دوى يې ويني، دلته دغه دوو نفرو شپه سره و وېشل،

 

عَباد بن بشر رضی الله عنه  د شپې اوله حصه واخستل او عمار بن ياسر رضی الله عنه  د شپې آخره حصه واخستل، عمار بن ياسر رضی الله عنه  څنګ واچاوه چي هوسا سي او عباد رضی الله عنه  و درېدى لمونځ کوي، لمونځ کوي او بيا شا وخوا ګوري چي څوک مسلمانانو ته ور نه سي، شپه تاريکه ده چپه چپايي ده نه کوم حرکت ؤ نه ږغ، عباد رضی الله عنه  نور هم و خپل لمانځه ته دوام ورکړی، هغه کافر چي قسم يې ياد کړى ؤ هغه کرار کرار ور نژدې سو او دغه نفر يې وليدى چي ولاړ دى، کافر پوه سو چي دا د مسلمانانو پيره دار دى نور هم ور نژدې سو، دومره اندازه ور نژدې سو چي د هغه ځايه څخه يې په غشي ويشتلاى سي، نو يې غشى او لېندۍ ورته برابر کړه عباد يې و ويشتى،

 

غشى د عباد پر اوږه و مښتى، عباد نه غواړي چي لمونځ يې قطعه سي غشى يې د اوږې څخه وايستى او وې غورځاوه نور هم لمونځ پسي پوره کوي، کافر په تعجب کي سو چي دا خو امکان نه لري چي غشى دي نه وي پر مښتى ځکه هيڅ وخت زما وارى نه دى خطاسوى، بيا يې بل غشى واخستى او عباد رضی الله عنه  يې په و ويشتى بيا هم غشى د عباد پر اوږه و مښتى، بيا يې غشى وکښى او وې غورځاوه، ويني ځني بهيږي خو د ده إراده دا ده: کوم سورة چي ده په لمانځه کي شروع کړى دى هغه پوره کړي چي هغه سورة:

 

سورةُ الکهف ؤ، هغه کافر درېيم وار بيا په غشي و ويشتى، دلته نو عباد و بېرېدى چي دئ به و وژل سي او مسلمانان به بېله پيره داره پاته سي، نو يې د قرآن مجيد تلاوت پر هغه ځاى بس کړی رکوع او سجده يې وکړه لمونځ يې پاى ته ورساوه او بيا يې خپل ملګرى عمار رضی الله عنه  را ويښ کړى، عمار و ليدل چي د ملګري څخه يې ويني بهيږي ويل: خير څه درته پېښه ده؟ عَباد ويل: په غشو يې و ويشتم، عمار ويل:

 

زه دي ولي په هغه اول وار نه کړم ويښ؟ عباد ويل: ما د قرآن کريم يو سورة وايه دا مي نه وه خوښه چي هغه سورة پر منځ پرېږدم اوکه زه پردې نه بېرېدلاى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته به زما په سبب کوم تکليف يا آزار پېښ سي ما به خپل لمونځ نه واى قطعه کړى.
دا د صحابۀ کرامو د لمانځه پر آداء کولو او د عبادت سره شوق او علاقه وه، حتّْی په لمانځه کي يې د يوه سورة د پوره کولو دپاره دغه تکليفونه زغمل چي په غشو ويشتل کېدل دوى پروا نه په کول، هغه کافر چي دغه حال وليدى چي پر دې خلکو غشي هم تاثير نه کوى، بيرته ولاړى.

 


ايمان چي په زړو کي ځاى ونيسي نو انسان کوښښ کوي چي د الله جل جلاله  عبادت او د قرآن مجيد تلاوت ته د هغو حق پوره او کامل ورکړي، عبادت او د قرآن مجيد تلاوت د انسان په زړه کي دومره خوږ او شيرين سي چي د انسان څخه خپل ځان هم هېر سي. دا د ذاتُ الرقاع د غزاء قصه وه او دا چي د دې غزاء نوم ذاتُ الرقاع کښېښوول سو د دې دپاره علماءِ کرامو ډېر سببونه ذکر کړي دي خو مشهوره سبب يې دا دى: چي اصحاب کرام ډېر غريبان وه د پښو دپاره يې د بوټ يا څپلۍ قدرت هم نه درلودى او هوا هم ډېره ګرمه او توده وه نو به يې پر پښو ټکران تړل، چي په عربي کي دغو ټوکرانو ته (رُقاع) ويل کيږي، نو ځکه دغه غزاء ته (غزوةُ ذاتُ الرقاع) و  ويل سوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته