تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور مسؤلیتونه
  تعلیم الاسلام
  August 16, 2015
  0

 لیکنه: نعمت الله شاکر

 
 
مور هغه روزونکی مهربان شخصيت دی، چي که د اولادونو د تربيې لپاره سالم پلان ولري نو کولای سي، چي ښه لور او زوی ټولني ته تقديم کړي؛ ځکه مور د خپل اولاد سره د زېږېدلو د لومړۍ ورځي ملګرې ده او د هغه د هرډول پالني لپاره د فرصت لرونکي شخص په حيث کولای سي له هغه څخه مثبت يا منفي شخص جوړ کړي.
 
که يوه  مور د خپل ماشوم له وړوکتوبه  څخه د هغه پر کړنو نګرانه وي  او د هغه د کارونو او ويناوو څارنه وکړي، د بدو کارونو بدي پايلي د هغه د سويې سره سم  په مورني انداز ورته بيان کړي نو هغه به تر مرګه هيڅ بد کار او وينا ته زړه ښه نه کړي .
 
يوه مور د ماشوم په کوچنيوالي کي کولای سي هغه ته د درواغو ويلو، غلا کولو ، ښکنځلو کولو، د بل چا په شي د کار لرلو، د نورو کوچنيانو سره د جنګ کولو او د يوه ماشوم يا لوی کس خبري و بل ته د انتقال او نورو بدو کارونو او بدو خبرو ناوړي پايلي ورته ووايې او د نورو هغو ماشومانو قصې ورته بيان کړي، چي درواغ وايي يا د نورو کسانو او ماشومانو شیان په پټه اخلي  يا د لویانو سره بې ادبي کوي  ، يا د يوه ځای خبري بل ځای ته وړي ، يا د نورو  بدو صفتونو لرونکي وي، چي په نتيجه کي د کورنۍ اوسيدونکي او دوستان ورڅخه بد وړي او دده مخ ته هيڅ څوک خبره نه کوي؛ ځکه چي بيا يې دی بل چا ته نقلوي ، او هم دده په خبره څوک باور نه کوي ځکه خلګ پوهيږي، چي دی په خبرو کي درواغ وايي، نور کوچنيان دده سره بازۍ او لوبي نه کوي ځکه دی د نورو ماشومانو په شيانو کار لري او يا نورو کوچنيانو ته ښکنځل کوي.
 
او هم دداسي ماشومانو قصې ورته بيان کړي چي ښه صفتونه لري ، د کور اوسيدونکي او نور دوستان ښه محبت ور سره لري او هر ماشوم دهغه سره ناسته او ملګرتيا خوښوي .
 
که فرضاً کوم ماشوم داسي بد اخلاقي وکړي چي هغه په آينده کي سختي بدي پایلي ولري لکه غلا کول ، درواغ ويل يا د کور خبره د باندي کول يا ښکنځل کول او داسي نوري بد اخلاقۍ نو مور مکلفه ده، چي پلار يې په خبر کړي او پلار دي د هغه سره څه سخت چلند وکړي، په عين حال کي ديمور خپل ماشوم د پلار څخه په داسي الفاظو خلاص کړي چي هغه پوه سي که بل وخت اشتباه وکړم نو مور مي طرفداري نه کوي .
 
ځيني مېندي داسي فکر کوي چي که زه پلار د ماشوم په اشتباه خبر کړم نو هغه يې وهي، که څه هم د ماشوم وهل تر ډېره حده ښې پایلي نه لري خو بيا هم د ماشوم د اشتباه پټول د هغه څخه داسي خائن جوړولای سي، چي هر وخت د مور څخه دده د خيانت د پټولو هيله لري.
 
همداسي کله چي يو ماشوم کور ته راسي ځيني میندي  د ماشومانو څخه داسي پوښتني کوي چي په راتلونکي کي ښې پایلي نه لري، مثلاً :
 
د  فلاني په کور کي فلاني څه ويل ؟   -  -  -   فلاني کس ستا پلار ته څه ويل ؟    -  -  -    ستا پلار فلاني ته څه ويل ؟
 
دا هغه پوښتني دي چي ماشوم داسي متجسس تربيه کوي چي هر وخت د نورو په خبرو پسي ګرځي او  داسي عادتيږي چي د خبرو انتقال خپله دنده ګرځوي او تر څه وخت وروسته يې د نورو د غوښتنو پرته ورته انتقالوي .
ځيني ښځي د خاوند د اجازې پرته بازار ته ځي خو خپلو ماشومانو ته وايي، چي پلار خبر نه کړي! دغه کار ډېر ستر تاوانونه لري:
 
يو تاوان يې د خاوند بېله اجازې بازار ته وتل دي .
 
دوهم لوی تاوان يې دادی، چي ماشوم درواغجن عادتيږي .
 
دريم نقص يې دادی، چي تر ډيره حده مور د دغه ماشوم هره غوښتنه مني؛ ځکه بېريږي چي ددې حال ونه وايي او هم د ماشوم لخوا هر وخت مور تهديديږي، چي ددې په پټ تګ پلار خبروي .
 
څلورم زيان يې دادی، چي د مور دروند شخصيت اولاد ته سپکيږي؛ ځکه اولاد داسي روحيه پيدا کوي، چي موريې غلط کار کړي دی نو ځکه يې دده له پلاره پټوي .
 
پنځم ستر نقص يې دادی، چي که خاوند ددې په خپلسري تګ خبر سو نو حتماً کوم خطر ايجادیدلای سي!
 
او هره مور دي خپلو لوڼو ته خاص هدايات او لار ښووني وکړي، تر څو له يوې خوا هغه د خپل پلار په کور کي د ښې لور او د خاوند په کور کي د ښې  ميرمني،  ښې ورينداري او ښې مږور په صفت د عزته ډک ژوند ولري .
 
نو ښه دادئ چي  هره مور په کاملاً اسلامي چوکاټ کي ژوند وکړي او د هر کار او وينا ښه او بد عواقب وسنجوي تر څو يوه ښه مور وي او هم يې اسلامي جامعې ته خپل اولادونه  د سالمو شخصيتونو په حيث تقديم کړي وي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته