تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت ايوب علیه السلام ژوند لیک
 
  May 18, 2014
  0

وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ (83) فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِنْ ضُرٍّ. سورة انبياء الايتان ٨٣ ، ٨٤
ژباړه :ياد کړه ايوب علیه السلام  کله چي ده خپل رب ته اواز وکړ، چي بېشکه زه ضرر مسه کړى يم او ته ارحم الراحمين ذات يې نو موږ يې دعا قبوله کړه او ضرر مو ځني ليري کړ.

دايوب علیه السلام  يادونه څلور ځلي په څلورو سورتونو کي راغلې ده چي دسورة انعام ، سورة ، نساء ، سورة انبياء او سورة  ص څخه عبارت دي ايوب علیه السلام  الله جل جلاله  دهغه انبياؤ په ډله کي راوړى دئ چي پرهغو باندي تفصيلي ايمان واجب دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِ دَاوُدَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَى وَهَارُونَ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ. سورة انعام الاية ٨٤
ژباړه : دابراهيم علیه السلام  داولادې څخه مولاره ښودلې ده داود علیه السلام  ته سليمان علیه السلام  ته ، ايوب علیه السلام  ته ، يوسف علیه السلام  ته ، موسي علیه السلام  ته اوهارون  علیه السلام  ته همداسي موږ نېکانو ته مزدوري ورکوو.

دايوب علیه السلام  نسب

دايوب علیه السلام  په نسب کي دعلماؤ اختلاف دى آن تردې چي ابو البقاء دده په نسب کي ويلي دي : دايوب علیه السلام  دنسب په اړه هيڅ صحيح وينا نسته . البته ابن کثير رحمة الله علیه  وايي : ايوب علیه السلام  دعيص بن اسحاق دنسله څخه دئ او مور يې دلوط علیه السلام  لور وه . ابن کثير رحمة الله علیه  دغه روايت دابن عساکر څخه رانقل کړى دئ خو تردې ټولو راجح قول دادئ چي دابن اسحاق څخه رانقل سوى دئ : 
ايوب دامرص زوى ، دى بيا زارح زوى ، دى بيا دعيص زوى  ، دى بيا داسحاق زوى او اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ.

په ايوب علیه السلام  آزميښت

په ايوب علیه السلام  ډېر لوى اوسخت  ازميښت دده په کورنۍ مال او بدن کي وسو دى مبارک دالهي بندګۍ او عبوديت حقيقي مثال دئ ده دهرډول تکليفونو او غمونو په وړاندي صبر کاوه دومره صبر کونکى وو چي آن خلګو په منځ کي دى په صبر کولو سره يو ضرب المثل وګرځېدئ او خلګو به ويل : داسي صبر لکه دايوب  علیه السلام  صبر .الله جل جلاله  دى مبارک په لاندني آيت  کي توصيف کړى دئ :

إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ. سورة ص الاية ٤٤
ژباړه : بېشکه موږ ايوب علیه السلام  صبر کونکى پيدا کړ، ښه بنده وو او بېشکه دى والله جل جلاله  ته رجوع کونکى دئ.

ايوب علیه السلام  شتمن ، مالدار او دښو زامنو لرونکى وو ، ښه کښت اوکرونده او زيات باغونه يې هم درلوده ، الله جل جلاله  په ده آزميښت کاوه نو ځکه يې زيات مالونه ، اولادونه ، زيات کښتونه او ښه  صحت ورکړى وو ايوب علیه السلام  ددې ټولو سهولتونو سره دالله جل جلاله  په عبادت بوخت وو ، ډېر ښه پرهېز ګاره وو، هيڅ ډول نافرماني يې نه کول دڅه وخت په تېرېدو سره الله جل جلاله  دده څخه دغه ټول شيان سلب کړه ، يعني مالونه ، اولادونه او باغونه يې وربر باد کړه هيڅ شي ورپاته نه سو ، په سختو نارغيو باندي اخته سو ددې ناورين دراتګ په صورت کي بيا هم دى ده دالله جل جلاله  حمد او ثنا ويل ، هيڅ ډول شکايت يې نه کاوه ، پوره صبر او زغم يې کړى وو ټول عمر يې دالله جل جلاله  شکر ګذار بنده وو او شيطان يې ناهيلي کړى وو .دايوب  علیه السلام  مېرمن رحمة نومېده ، دخپل خاوند سره اوسېده کله چي هغه دشتمنۍ په حال کي وو هم ورسره اوسېده او کله چي په سخت حالت کي راشکيل سو بيايې دده سره يوځاى پوره صبر کاوه . شيطان هڅه وکړه چي ايوب علیه السلام  ته راسي او دى يو ډول نه يو ډول تېرباسي او په الهي نافرمانۍ يې اخته کړه خو ونه توانېدى بيا يې هڅه وکړه چي دده دمېرمني دلاري څخه دى تېر باسي له همدې امله دده مېرمني ته راغلى او وسوسه يې ورواچول چي تر څه وخت پوري به صبر کوې؟

 تردغه وسوسې وروسته دده مېرمن ده ته راغله په داسي حال کي چي دده دناروغۍ څخه مايوسه سوې وه ده ته يې وويل : دا مصيبتونه به ترکومه وخته پوري وي؟ ايوب علیه السلام  په جواب کي ورته وويل : څو کاله مو په ښه ژوند کي وخت تېر کړى دئ؟ دې په جواب کي ورته وويل : اتيا کاله موښه ژوند درلودئ . بيا ايوب علیه السلام  ورته وويل : څو کاله مو ددې زحمت څخه کيږي ؟ دې په جواب کي ورته وويل : اوه کاله کيږي. ده ورته وويل : ماته دالله جل جلاله  څخه حيا دريږي چي ماته يې اتيا کلونه ښه ژوند راکړى دئ او فقط اوه کاله تېر سوي دي او هغومره وخت مي په زحمت کي نه دئ تېر کړى چي استراحت  مي کړى وو زه بيا دالله جل جلاله  څخه شکايت وکړم ، بيا دې ته وويل : زما دي په الله جل جلاله  قسم وي چي که زه خداي جل جلاله  جوړ کړم زه به تا سل چلاخي وهم ، بيا يې خپل خدمت  پردې حرام کړ، يوازي يې الله جل جلاله  ته صبر وکړ، او دالله جل جلاله  په ثناويلو بوخت پاته سو په دغه ستخۍ اوزحمت يې الله جل جلاله  ته ږغ وکړ او وې ويل : 

وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ. سورة انبياء الايتان ٨٣ ، ٨٤
ژباړه :ياد کړه ايوب علیه السلام  کله چي ده خپل رب ته اواز وکړ، چي بېشکه زه ضرر مسه کړى يم او ته ارحم الراحمين ذات يې .

الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه کومي ناروغۍ او ستونزي چي ده ته پيښي وې هغه يې ټولي ليري کړې . الله جل جلاله  ده ته امر وکړ، چي ترخپلو پښولاندي مځکه وکنده ، ايوب علیه السلام  همدغه ځاى وکندى دهغه ځاى څخه ديخو اوبو چينه راپورته سوه . الله جل جلاله  ورته وفرمايل : په دغه اوبو کي ولمبېږه ايوب علیه السلام  په دغه چينه کي ولمبېده ټولي ناروغۍ يې ليري سوې ، دپوره داسي طاقت څښتن سو لکه پخوا چي يې درلودئ او هيڅ ډول ناروغي يې په بدن کي پاته نه سوه . الله جل جلاله  يې داسي بيان کړى دئ:

وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ (83) فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِنْ ضُرٍّ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ.  سورة انبياء الايتان ٨٣ ، ٨٤
ژباړه :ياد کړه ايوب علیه السلام  کله چي ده خپل رب ته اواز وکړ، چي بېشکه زه ضرر مسه کړى يم او ته ارحم الراحمين ذات يې نو موږ يې دعا قبوله کړه او ضرر مو ځني ليري کړ، موږ ده ته زامن ورکړه ، ددوى په څېر ددوى سره رحمت کي سوه چي دغه رحمت  زموږ دلوري څخه وو او پند دئ دعبادت کونکو لپاره .

وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ (41) ارْكُضْ بِرِجْلِكَ هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ (42) وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنَّا وَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ (43) وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ. سورة ص الايات ٤١ الي ٤٤
ژباړه : ياد کړه زموږ بنده ايوب علیه السلام  کله چي يې خپل رب ته اواز وکړ، چي بېشکه زه شيطان مسه کړى يم په ناروغۍ او عذاب سره موږ ورته وويل : دخپلو پښو مځکه وکنده ستا لپاره دغسل ځاى اوڅيښلو اوبه دي ، موږ ده ته اولادونه ورکړه او په مثل سره ددوى رحمت زموږ دلوري څخه او پند دئ دعقلونو دڅښتنانو لپاره ، واخله يوه غونچه خاشې خپل مېرمن په ووهه ته نور مسؤل نه يې ، بېشکه ته موږ صبر کونکى پيدا کړى يې ، ښه بنده وو او بېشکه دى خپل خداى جل جلاله  ته رجوع کونکى وو.

په پورتني آيت کي الله جل جلاله  ايوب علیه السلام  ته امر کړى وو چي يوه غونچه خاشې واخله او خپله مېرمن په ووهه دااصلاً ابوب علیه السلام  ته دهغه قسم پوره کولو حيله وه چي ده کړى وو . مخکي يادونه سوې ده چي ده خپلي مېرمني ته قسم کړى وو چي که زه خداى جل جلاله  جوړ  کړم زه به تا سل چلاخي وهم . اوس چي دى جوړ سو الله جل جلاله  امر ورته وکړ، چي خپل قسم پدې ډول پوره کړه چي دخاشو يوه غونچه واخله او يا دخرما ددرختي  يو ښاخ واخله چي سل  کوچني ښاخونه لري اوخپله مېرمن په يو وار په ووهه ستا قسم به پوره سي  دا حيله الله جل جلاله  ايوب علیه السلام  او دده مېرمني ددې امله ورکړې وه چي دده مېرمني دده زيات  خدمتونه کړي وه او دزياتو ستونز پر مهال يې صبر کړى وو.

ابن کثير رحمة الله علیه  فرمايي : داډول حيلي يوازي دخاصو خلګو لپاره دي خوصا ديوه داسي چا لپاره چي په صبر ، زغم او استقامت کي داسي څوک وي چي الله جل جلاله  خپله په صابر سره ياد کړى وي اوالله جل جلاله  خپله په يوه عابد او الله جل جلاله  ته ميل کونکي سره ياد کړى وي لکه ايوب علیه السلام  .

تردې وروسته ابن کثير رحمة الله علیه  زياتوي : زياتو فقهاؤ کرامو دغه حيله په قسمونو او نذرونو کي هم استعمال کړې ده . ځينو بيا بيخي توسع پکښي کړې ده چي بيخي دقسمونو او نذرونو دخلاصون لپاره يې هم کاروي او ټول په دغه ايت کريمه سره دليل وايي چي دايوب علیه السلام  په اړه نازل سوى دئ. په دې اړه ډېر عجيب اوغريب بيانونه سوي دي. البداية والنهاية ج : ١ ص : ٢٢٥

ځينو مفسرينو دايوب علیه السلام  دابتلا په اړه ډول ، ډول مسائلي ليکلي دي چي دده دشان سره مناسبي نه دي دمثال په ډول ځينو ويلي دي چي دده په بدن کي يوډول تعفن پيدا سو يعني داسي ناروغي ورته پېښه سوه چي بدن يې چينجي وکړه او دبدن څخه يې  چينجي راوتل داټول خبري بې بنسټه دي او ټولي دتحريف سوي  تورات څخه را اخيستل سوي دي او يانور اسرائيلي روايتونه دي ځکه علماؤ کرامو فرمايلي دي چي دنبوت سره داسي ناروغي مناسبه نه ده چي خلګ کرکه او نفرت ځيني کوي چي داسي سي نو دايوب علیه السلام  دشان سره به چيري دامناسبه وي چي داسي ناروغي دي يې لرلې وي چي خلګ نفرت ځني کوي لکه دبدن چينجي او داسي نور . حقيقت داسي دئ چي دده ناروغي يوه طبعي ناروغي وه داسي نه وه لکه دوى چي وايي ، دده ناروغي اوه کاله دوام وکړ. ځيني وايي چي دده ناروغي ١٨ کاله دوام درلودئ . کله چي په ده باندي ابتلاء کېدل نه داچي يوازي دده پر بدن باندي ناروغي راغله بلکي دده اولادونه ، مالونه او ټول کښتونه يې هم هلاک سوه ځکه الله جل جلاله  په قرآنکريم کي داسي فرمايلي دي چي موږ بېرته ده اولادونه ورکړه . ايوب علیه السلام  ٢٤ زامن درلوده ديوه زوى نوم يې بشر وو ، ځينو ويلي دي چي دغه زوى ذوالکفل علیه السلام  وو چي الله جل جلاله  په قرآنکريم کي ياد کړى دئ. ايوب علیه السلام  الله جل جلاله  دروم خلګو ته په پيغمبرۍ سره لېږلى وو . ځيني بيا په دې آند دي چي ددمشق او شاوخوا سيمو ته يې لېږلى او ٩٣ کالو په عمر يې ددې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه .

انا لله وانا اليه راجعون
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
-----------------------------------------------------
یادونه: د نورو انبیاوو علیهم السلام مقدس ژوند لیکونه په دغه برخه کي لوستلای سی: انبیاء علیهم الصلاة والسلام
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته