تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قوم شریف او ذلیل خلګ څوک دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 27, 2018
  0

د معارف القران تفسیر څخه/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د نوح علیه السلام قوم پر نوح علیه السلام یو څو اعتراضات وکړل، یو اعتراض دا ؤ چي:

(وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ)

یعني موږ وینو چي پر تا باندي ایمان راوړونکي خلک سرسري نظر والا حقیر او ذلیل خلګ دي ، مشران خلک پکښي نشته.

 

ددې اعتراض دوه اړخه دي : یو دا چي که ستا خبره حق او صحیح وای نو د قوم لویانو به دي خبره منلې وای ، د هغوی ټیټو او ذلیلو خلکو منل ددې  څرګندويي کوي چي ستا دعوت د منلو وړ نه دی ، دویم اړخ يې دا دی چي موږ ایمان راوړو نو بیا خوبه یو مسلمان په صفت موږ هم د هغوی سره مساوي ګڼل کیږو، د لمانځه په صفونو او نورو مجلسونو کي به له هغوی سره یوځای ناست یو ، چي دې ته موږ چمتو نه یو.


حقیقت دا چي د ناپوهانو په دوران کي غریب او فقیر خلک چي په پیراخه پیمانه مال ورسره نه ؤ او دنیوي جاه وجلا ورسره نه وه هغوی یې رذیلان ګڼلي دي ، حال دا چي دا د هغوی یو جاهلانه خیال دی ، عزت او ذلت او عقل و فهم د مال او دولت  تابع نه دی بلکي تجربه شاهده  ده چي د مال او جاه وجلال یوه نشه وي چي انسان د ډیرو معقلو او صحیح خبرو له منلو څخه منع کوي ، د کمزورو او غریبو خلکو په مخ کي دغه خنډونه نه وي هغوی د حق او صحیح خبرو په منلو کي یوله بله مخته کیږي ، همدا لامل دی چي د پخوا زمانې څخه د الله تعالی سنتِ الهي داسي راروان دی چي پیغمبرانو باندي لومړی ایمان راوړونکي غریبان او فقیران وي ، په مخکينیو آسماني کتابونو کي هم دا تصریحات مو جود دي ، له همدې کبله چي کله هرقل د روم بادشاه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلن لیک د ایمان راوړلو په هکله ورسېد او دا فکر يې وکړ چي په معامله کي باید تحقیق وکړي چونکه هغه په تورات او انجل کي د پیغمبرانو علیهم السلام علامات لوستلي وه له دې امله دا مهال د عربو څو تنه چي د شام هیواد ته تللی وه را وبلل او د نښو نښانو معلومولو په خاطر يې څو پوښتنې ور څخه و کړې.


په هغو سوالونو کي یو دا هم ؤ چي ایا د هغوی (صلی الله علیه وسلم ) پیروي کوونکي خلک کمزوري او غریب خلک دي او که هغه چي خلک ورته لویان وايې؟ هغو خلکو ورته وویل : چي کمزوري او غریب خلک دي . چي په دې خبره هرقل اقرار وکړ چي دا د پیغمبر د رښتینتوب نښه ده ځکه چي د پیغمبرانو پیروي په لومړۍ مرحله کي کمزورو او غریبو خلکو کړې ده .


خلاصه دا چي غریبان رذیل ګڼل دا پخپله د هغو خلکو جهالت ؤ. حقیقتاً رذیل هغه دی چي خپل پیداکوونکی او پالونکی نه پیژني ، د هغه له احکامو څخه مخ اړوي ، په همدې مناسبت د سفیان ثوري رحمة الله علیه څخه چا پوښتنه وکړه: چي رذیل خلک څوک دي؟ ويې فرمایل : هغه خلک چي د بادشاهانو او افسرانو په خوشامد کي اخته وي، او ابن الاعرابی فرمایلي: چي بې وقوفه هغه دی چي خپل دین خرڅ کړي او دنیا ور باندي واخلي ، چا ورڅخه پوښتنه وکړه چي تر ټولو ډېر رذیل او بې وقوف څوک دئ؟ ويې فرمایل : هغه چي خپل دین برباد کړي او د بل دنیا ښائسته کړي.


امام مالک رحمة الله علیه فرمایلي : رذیل هغه دی چي صحابه کرام بد ګڼي ځکه چي هغه د ټول امت لوی محسنان دي چي د دوی په ذریعه د ایمان دولت او شریعت امت ته ورسید.


د معارف القران تفسیر څخه مستند قصص القران، ژباړه: مولوي نورالحق انور

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته