تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د ښځي حقوق او دندي
 
  October 12, 2014
  0
(د  اصلاح انلاين څخه په مننه )
 
داسلام مقدس دين دنر اوښځي مساوات دانسانيت اوبشري کرامت په دايره کي تضمين کړي دي .دښځي اونر ترمنځ چي په ځينو حقونواودندو کي فرق ورکړل سوى دئ دا فرق د فطري توپيرونو په نظرکي نيولوسره سوى دى، چي دا توپيرونه په قطعی توګه په ښځه اونرکي موجود دي .داسلام مقدس دين چي دښځی اونر ترمنځ دحقوقو اودندو ياوظايفو کوم وېش کړی دی ډېرعادلانه ،دهراړخيز حکمت ،مصلحت او د فطري جوړښت په نظر کې نيولوسره کړى دئ . نرياښځه هغه وخت خپل آساسي وظايف په کاميابۍ سره ترسره کولای سي ،چي دفطري جوړښت مطابق دنده ورته وسپارل سي داچي ښځه د ترحم ،عاطفې اوزړه سوي لرونکې ده نو ځکه ښځي ته دمور کېدلو لوړقابليت ،وظيفه اودنده وروسپارل سوې ده .مثلاٌ ښځه نسبت نر ته لوړ قابليت لري هغه مور وي چي کومه شپه يې اولاد ناارام  يا ناروغ وي ترسبا د خپل بچي لپاره شپه په رڼو سترګو سبا کوي آيا پلار به دومره حوصله وکړای سي ؟ نه. اسلام مشري اوقيادت يوازې دنر لپاره ټاکلى الله  جل جلاله فرمايي:

 

   الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ. (سورة النساء ۳۴ )

 

  ژباړه: نارينه د ښځو د چارو سمبالونکي دي دا ځکه چي الله جل جلاله  په دوى کي ځينوته پر ځينو يعني نروته پرښځو د استعداد له مخي فضيلت ورکړى دى او هم د دى کبله چي نارينه د خپلو مالونو څخه خرڅ کوي.

 

   نارينه د خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکى وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت  ته هم نارينه مناسب دى ځکه حکومت بايد داسې يوه قوه وي چي دخلکو دحقونو ساتنه وکړای سي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسېدلای سي چي حدود جاري کړي ،مجرم ته سزا ورکړي د ظالم د ظلم مخه ونيسی .يوخوداچي دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم په وړاندي مبارزه او د خلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده  ده د ښځي دفطري جوړښت سره مناسبه نده.بل داچي د نر په نسبت دښځي د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره د دې وېره وي چي ښځه به د حدودو په جاري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کي پاتي راسي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخي به مجرم ته سزا ورنسي کړای . کله چي مجرم ته سزا ورنسي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راتګ او د خلکو دحقونو ساتنه نسي کېداى .

 

  پر نار ينه دخپل اهل عيال نفقه فرض سوې ترڅو دنفقی ګټلو لپاره د کور څخه بهر منډي ترنډي ووهي کله داسي وخت هم راسي چي په خپل ولس او سيمه کې کار اوکسب نه پيداکېږی نو سړی ليري ملکونو ته دنفقې ګټلو لپاره سفر کوي ،مسافرۍ کوي آياښځه داسي کارونه کولای سي؟د يوسالم عقل لرونکي ځواب به داوي چي نه. اسلام دغيرت دين دئ نوبايدمسلمان ترخپله وسه د حلالي نفقې لپاره خپلي منډي ووهي اوخپل اقتصادي توان لوړ کړي اوپدې لاره کې لږ ټمبلي  ونه کړي ،يادبې غيرتۍ له وجي اويا دمجبوريت له وجي خپلي ښځي دسړيوسره دګډکار لپاره ونه ليږي .په اوسني وخت کي چي کوم سازمانونه د ښځي دحقونو اومساوات نارې وهي دغه شيطاني حلقې ادعا کوي  چي موږ د ښځی اونر ترمنځ برابري يا مساوات او د هغه حقونه غواړو.

 

   دغوشيطاني حلقوته په ځواب کي داسي وايو:په اسلام کې اصلاً دنر اوښځي ترمنځ هيڅ فرق نسته کوم عبادات چي پر نر لازمي دي هغه پر ښځه هم دي ولي که ځيني حقوقي يا عبادي فرقونه موجود دي هغه د فطري اختلافاتو په وجه دي لکه چي مخکې اشاره ورته وسوه .د ښځي خاوند جهاد ته ځي خودکوراو اولاد څارنه خپلې ميرمنې ته پرېږدي نوښځه د جهاد په اجر اوثواب کې دنر سره شريکه سوه.

 

            نر اوښځه په  حقونو اودندو کې .( په کوموکې چي د فطري اختلاف په وجه فرق لري)هغه وخت مساوي کېدای سي چي د نر او ښځي فطري جوړښت سره مساوي سي آيا د ښځي يا نر فطري جوړښت ته څوک تغير ورکولای سي ؟ نو د ښځی د فطري جوړښت خلاف دنده ورسپارل  د ښځي پرفطري خواصو تجاوز نه دئ ؟ او داد ښځي په حق کې ظلم نه دئ؟ دا نو ښه عدالت دئ، چي ښځه دي هم مور وي او هم دي دبل نوکري وکړي .که خپله وظيفه (مورکېدل ) تر سره کوي يعنی د اولاد روزنه  نو نوکري به څنګه کوي او که نوکري ته ځي او د اولاد د خدمت لپاره بله خادمه نيسي يايې کوم ارګان ته ليږي.آيا دابه د اولاد په حق کې ظلم نه وي چي اولاد دخپلي مور له مهرباني غيږي څخه جلاکوي ؟ د نر او ښځي دواړو  وتل له کوره څخه د پيسوګټلولپاره يوطرفه هدف دئ يعني يواځي ماديات ايا دژوندهدف يوازي د مادياتو په لاس راوړل دي ؟ دا کور اوژوند نو څه مفهوم لري؟ که دپيسو ګټل وي خو دژوند برابرولو لپاره نه دژوند بربادولو لپاره د ښځي دحقوقو او مساواتو داعيان  د کور کار او داولاد روزني او پالني ته دنده نه وايي په داسې حال کې چي نن ورځ په نړۍ کې د انسانانو د تعليمي روزني لپاره بې شمېره مدرسې ، مکاتب ، پوهنتونونه اونور علمي مراکز او د ليليې لوی انتظامات او مصارف په نظر کې نيول سوي دي .آيا دانسان ابتدايي بدني روزني ته هم دنده نه وايي ؟ هو د مظلومي ښځي حقوق ،آزادي اومساوات همدې ته وايې ؟ 

 

  مسلمانه ښځه نن په کفري نړۍ کي اسلامي حجاب ته نه پرېږدي دانوآزادي سوه؟دانودښځي حق سو؟ ښځه په لوی لاس  يوتجارتي سمبول ګرځوي خپل خراب جنس دښځي په تصوير خرڅوي ... دانو دښځي حقوق سول ؟ مظلومي ښځي په نظامي اډو کي شپې سبا کوي هلته ډېرکرته ورباندې جبري جنسي تجاوز کيږي آيا دا د نر او ښځي مساوات دي ؟ خالق تعالی موتباه کړه پدې درواغجنو ډرامو آيا تاسي ته دا خلک دومره کورمغزه ښکاري؟

 

  مسلمانوخويندو ! پام کوئ چي د دې شيطاني حلقو دتبليغاتو ترتأثيرلاندي رانسئ ستاسي دا ايماني دنده ده چي خپل حجاب وساتئ له بېګانه خلکوسره رابطه مه کوى ستاسو همدا سنګردى .پام چي سنګرموخوشي نه کړى د ژوند ترپايه دکفري تبليغاتو په وړاندي خپل مبارزه جاري وساتئ .بياهم په ډېرتأکيد سره درته وايم چي خپل دعفت اوعزت سنګر مووساتی ځکه نن ورځ تاسي په خپله حال وينئ چي څه ډول فتنې رارواني دي .

 

 
 د سړو او ښځو تر منځ ځنی فرقونه او د ښځو امتيازونه:

 

  اسلام د ځينو دينی واجباتو لکه : دلمانځه قضايې (دحيض اونفاس په دوران کې ) ،دمهرمالي مسوليت ،دکورنۍ نفقه او د هغه سرپرستي ،قضاوت ،دحکومت رهبري ،دخدای  جل جلاله  په لاره کي جهاد ، په قتل اوجنايي مسائلو کې ګواهی ورکول او حدودو  د اجراء څخه معاف سوي دي .ځکه چي غالباً ښځي د جناياتو له ليدلو بد وړي ،دويني دتوئيدلو دليدو طاقت هم نلري په همدې خاطر دقتل اوجنايت په باره کې دښځي شهادت چندان مطلوب نه دئ . ځيني فرقونه چي دښځي اونر ترمنځ موجود دي :مخکې موهم اشاره ورته وکړه چي اصلاً نر اوښځه دواړه دبشر جوړه ده . ولي دنر اوښځي ترمنځ ځيني فطري توپيرونه سته چي دهمدې فطری توپيرونو اونورو حکمتونوپه نظر کې نيولو سره په ځينو حقوقي اونورو مسايلو کي فرق سته .    

 

 

 
۱- د ګواهۍ اداکول : په حقوقي او مدني مسايلو کي لکه : پلورل اوپېرودل ،اجاره ، معاشرت اونورو کي د دوو ښځو شهادت له يو نفر سره مساوي دئ الله جل جلاله  فرمايي: وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى. (البقره الاية 282).
 
 
ديوه نر په نسبت دوې ښځي ځکه تعين سوي دي چي ښځي په مالي او اجتماعي چارو کي کمه تجربه لري اودغه ډول مسائل يې ډېر  سر ته نه وي رسولي . نوپه هغه مسايلو کي چي تجربه کمه وي دهيري امکان هلته ډېر وي الله  جل جلاله  فرمايي: أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى (البقره 282)
 
 
ژباړه: دا ځکه که د يوې هېرېږي هغه بله به يې ور يادوي. 
 
 
دښځي ګواهي په قتل او جنايت کي په دې دليل منع ده چي ښځه د وينو ،زخم او دقتل د ليدو توان نه لري.بل داچي ښځه چي کله بدخبر يا بده پېښه و ويني دحمل دلري کېدو سبب يې هم کېږي .   
 
 
۲- د ميراث برخه : قرآنکريم دميراث دقانون له مخي دنرپه نسبت ښځي ته نيمه حصه ټاکلې الله  جل جلاله  فرمايي:يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن
 
 
((ژباړه :الله جل جلاله  تاسوته ستاسو داولادونو دميراث اړوند توصيه کوي نارينه ته د دوو ښځو ونډه ورکول کيږي . يعنی دکوم ميت په اولاده کښي چي هلک اونجلی دواړه وي نوهغوی ته  دميراث ورکولو قاعده داده چي يو هلک ته به د دوو ښځوحصه ورکول کېږي دښځي لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل سوې چي ښځه مهر اخلي اوهم دکور د مالي مصارفو مسئوليت نه لري د ميراث قضيه په مالي او دژوند په مصارفو پوري اړه لري ښځه دکورنۍ د نفقۍ او مالي خرڅ هيڅ مسوليت نلري اوټوله دارايي اومال پس انداز کولای سي .
  
۳- دهغه ښځی ديت چي سهواً قتل سي : د ښځي ديت چي سهواً يې څوک قتل کړي د نر په نسبت نيمايي دئ ځکه کوم زيان چي د نر په قتل رامنځ ته کېږي ډېر زيات دى نظر ښځي ته  ځکه چي ديت يوه مالي مسئله ده او نر د کور د مالي خرڅ  مسئول وي خوځيني علماء بيا د نر او ښځي ديت مساوي بولي . 
 
 
۴- دحکومت مشري : اسلام ښځه د اسلامي امت دسرپرستی له ستر مسئوليت څخه معاف کړې ده حديث شريف: هغه ملت چي دحکومت امور او رهبري ښځي ته وسپاري هغه ملت به کامياب نسي  (بخاری، ترمذی او نسائی ) .
 
همدارنګه د قضا مقام هم يو دروند مسئوليت دئ  بايد لدې مقام څخه ښځي لري وساتل سي .هغه دوښمنۍ چي دقضاوت څخه راپيداکيږي محکوم اومجرم که دانتقام لاس پورته کړي شايد ښځه يې ومني او معاف يې کړي . 
 
 
۵- د کورنۍ د مديريت دنده د نر لپاره ده : اسلام د کورنۍ مديريت (قوامت ) چي د رهبری اومشرۍ په معنی ده نر ته سپارلی الله  جل جلاله  فرمايي:
 
 
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ .(النساء ۳۴)  
ژباړه: نارينه د ښځو د چارو سمبالونکي دي دا ځکه چي الله جل جلاله  په دوى کي ځينوته پر ځينو يعني نروته پرښځو د استعداد له مخي فضيلت ورکړى دى او هم د دى کبله چي نارينه د خپلو مالونوڅخه خرڅ کوي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۳ ګڼه
 
 
یادونه: د خوندو د دیني زده کړي په اړه په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي د (نېکمرغه مېرمن) په نامه مستقله څانګه شتون لري، پر مخ صفحه باندي يې په پورته څانګو کي کتلای سی.
 

 نوري لیکني:

د ښځو حقوق په اسلام کي

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته