تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحيح نيت له امله ثواب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 21, 2020
  0

د صحيح نيت له امله ثواب

 

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام /تعلیم الاسلام ویب پاڼه.


عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: مَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَعَمِلَهَا كُتِبَتْ لَهُ عَشْرًا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ وَمَنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا لَمْ تُكْتَبْ وَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ .(رواه مسلم ص : ۷۸ ج:۱) 


ژباړه :   له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : څوک چي د يوې نېکۍ اراده وکړي، بيا يې و نه کړي، د هغه لپاره يوه نېکۍ ليکل کېږي او  څوک چي د نېکۍ اراده وکړي، بيا يې وکړي، د هغه لپاره لس نېکۍ ليکل کېږي تر ( ۷۰۰ ) اوه سوه چنده پوري . 


او څوک چي د بدۍ اراده وکړي، بيا يې و نه کړي، هغه بدي نه ليکل کېږي، که يې وکړي، هغه ( يوه ) بدي ليکل کېږي !!
ځينو عالمانو فرمايلي دي : چي ډېر ځله وړوکی عبادت وي، نيت يې غټ کړي او ډېر ځله لوی عمل وي، خو نيت يې وړوکی کړي !!


 صحابه کرام (رضي الله عنهم) ځکه دومره لويي مرتبې ته و رسېدل چي د دوی نيتونه په اعلی درجه ښه وو . 


۱.     يوه عالم فرمايلي دي : نيت تر عبادت مخکي وکړه ! او تر څو چي ته د خير نيت لرې ! نو ته په خير او ثواب کي مصروف يې !!

 

۲.     يوه بل عالم فرمايلي دي  : الله پاک له انسان څخه د ده نيت او اراده غواړي . ( يعني د عبادتونو ډېروالی نه غواړي چي په هغو کي نيت گډوډ وي، بلکي صحيح نيت غواړي، که څه هم عبادت کم وي ) .

 
۳.    يوه بل عالم فرمايلي دي : د زړه روغتيا په ښو کارو سره کېږي او د کارو ښه کېدل د نيت په سمېدلو سره کېږي .


۴.   يوه عالم فرمايلي دي : نيت زده کړئ ! ځکه نيت تر عبادت ډېر مؤثر دی .


۵.  يوه بل عالم ويلي دي : خير ټول په سم نيت کي را غونډ شوی او دا ( د ښه نيت ) خير ستا بس دی، که څه هم ته نه يې ورباندي ستړی شوی !!


يعني په سم نيت کي ډېر خير او ثوابونه شته، سره د دې چي په نيت سړی نه ستړی کېږي . 

 

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين 


taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته