تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د خمار یا قیمار په اړه معلومات
 
  August 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٥۵)

نوم: هیواد

د اوسېدو ځای: کندهار افغانستان
                                        
سوال : د خمار( قيمار )  په اړه  که بشپړه  معلومات راکړئ ، نو مهرباني به مو وي ؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

خمار په قطعي دلائلو حرام او لويه ګناه ده ځکه الله تعالى فرمايې: إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ. (۱)

ژباړه: يقيناً شيطان دا غواړي، چي د شرابو او د خمار په ذريعه ستاسو په منځ کي دښمني او بعض پيدا کړي، او تاسو د الله تعالى د ذکر او لمانځه څخه منع کړي. (١).

هره د پيسو معامله يا د پيسو بازي چي په هغه کي يو کس يومخ ګټونکى او بل کس يو مخ بايلونکى کيږي او دا هم معلومه نه وي چي څوک به ګټونکى او څوک به بايلونکى وي و دغه ډول بازۍ او معاملې ته خمار( قمار) ويل کيږي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورت المائده، ايت٩١.
معارف القران: ج۱، ص۵۳۴. طبع ادار المعارف کراچی.

جواب: مولوی عبدالغفار حسيني
الجواب صحیح: مولوی عبدالهادی اغا و مولوی سیدعبدالباری و مولوي رفيع الله
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته