تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ډيرو قسمونو کفاره څنګه اداء کم؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 28, 2020
  0
مسلسله شمېره (2973)
 
پوښتنه: که يو كس ډیر قسمونه اخستي وي اندازه یي نه وي ورته معلومه اوس کفاره د څو قسمو لپاره ورکړي؟ 
 
جواب: حامداً و مصلیاً
که یو کس ډیر قسمونه اخستي وي او بیا ئې قسمونه مات کړي وي نو پر دغه کس د هر قسم لپاره جلا کفاره لازمه او ضروري ده د احتیاط له مخي او د امام محمد (رحمه الله تعالی) په قول ددغه کس لپاره یوه کفاره کفایت کوي او د قسمو اندازه به دغه کس په خپل غالب ګمان سره معلوموي چي څوداني دي؟
والله اعلم بالصواب
----------------------------------------------
۱: وفي البغیة : کفارات الایمان اذا اکثرت تداخلت، ویخرج بالکفارة الواحدة عن عهدة الجمیع وقال شهاب الائمة : هذا قول محمد قال صاحب الاصل هو المختارعندي.
۲: فتاوی حقانیة: ج۵/ص۳۹
۳:فتاوی دارالعلوم د یو بند : ج۱۲ / ص۶۶.
------------------------
 
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
المجیب:حبیب الرحمن المتخصص فی الفقه بجامعة الخیر الاسلامیة بکندهار
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته