تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ډېر ولور په خاطر خسر خطاء ایستل
 
  April 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۷۰)

د اوسېدو ځای: کابل افغانستان

سوال :څنګه چي نن ورځ د دنيا رسم او رواج بد سوى دى. نو که چيري کوم کس واده په لس لکه يا پنځه لکه کالداري يا افغانۍ و کړي او ددې توان نه لري چي د خپل واده ولور خلاص کړي . نو له دې کبله خپل خوسر ته ووايي چي ته ماته خپل ميرمن په لاس راکړه پيسې به بيا وروسته درته ادا کړم نو که چيري دده خوسر خپل زوم ته خپل لور په لاس ورکړي او وروسته ووايې چي يوه روپۍ هم نه درکوم او يا که چيري کوم کس ددې لپاره پيسي په غلطه لار پيدا کړي .مثلاً غلا يې کړي ددې حکم څه دى؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

مهر يا ولور د ښځي حق دى، که څوک خپله ښځه راضي کړي او هغه ولور  ور وبخښي ،خسر ته دي يې نه ورکوي غاړي يې نه بنديږي . البته دا چي دى د خسر سره وعده کوي او په نيت کي يې دا وي  چي نه يې درکوم، دا د منافق د علاماتو څخه یوه علامه ده. ددې څخه بايد ځان وساتئ او د غلا مال چي په هرځاى کي مصرفوې حرام دى.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَهَبَ مَالَهَا لِزَوْجِهَا مِنْ صَدَاقٍ دَخَلَ بِهَا زَوْجُهَا أَوْ لَمْ يَدْخُلْ. الفتاوی الهندیه: ج۱، ص۳۱۶، الباب العاشر فی هبة المهر.

(٢): وَاسْتَدَلَّ لَهُ فِي الْبَحْرِ بِمَا فِي مُدَايَنَاتِ الْقُنْيَةِ قَالَتْ لِزَوْجِهَا أَبْرَأْتُك وَلَمْ يَقُلْ قَبِلْت أَوْ كَانَ غَائِبًا فَقَالَتْ أَبْرَأْت زَوْجِي يُبَرَّأُ زَوْجِي إلَّا إذَا رَدَّهُ .شامي: ج٢، ص٣٦٧. مطلب في حط المهر.

(٣): وعن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :  " آية المنافق ثلاث " . زاد مسلم : " وإن صام وصلى وزعم أنه مسلم " . ثم اتفقا : " إذا حدث كذب وإذا وعد أخلف وإذا اؤتمن خان. مشکوة المصابیح : باب الکبائر.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته