تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د عمر بن الخطاب رضی الله عنه اسلام
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 30, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۹ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د عمر بن الخطاب رضی الله عنه اسلام

 

بيا هم د مسلمانانو په دغه ضعيفه او مظلوم حال کي چي څوک يې په هجرت او څوک يې په عذابونو او آزارو کي ژوند تېروي يو بل نور او روښنايي و ځلېدل چي تر هغه اول نور او روښنايي يې ځلا زياته او ډيره وه چي هغه د عمر بن الخطابرضی الله عنه اسلام ؤ. 

حضرتِ عمر بن الخطاب رضی الله عنه  د بعثت د شپږم کال د ذي الحجه په مياشت کي د حضرت حمزه رضی الله عنه  تر اسلام را وړلو درې ورځي وروسته په اسلام مشرفه سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده د اسلام را وړلو دعاء کړې وه. 

امام ترمذي د عبدالله بن عمر رضی الله عنه  څخه روايت کوي او امام طبراني د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  او انس رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل:

» اللَّهُمَّ أَعِزَّ الإِسْلامَ بِأَحَبِّ الرَّجُلَيْنِ إِلَيْكَ : بِعُمَرَ بن الْخَطَّابِ ، أَوْ بِأَبِي جَهْلِ بن هِشَامٍ «.
يعني: الْهي په دغه دوو نفرو کي چي هر يو و تا ته خوښ وي چي یو یې عمر بن الخطاب دى او بل یې ابوجهل بن هشام دى په هغه سره اسلام معززه کړې. 

نو د دغو دوو څخه په الْهي دربار کي عمر بن الخطاب رضی الله عنه  خوښ ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء د ده په باره کي قبوله سوه. 

 

لکه څرنګه چي د مخه درته و ويل سوه چي په قريشو کي هغه څوک چي د مسلمانانو سره یې ډېر عداوت او دښمني درلودل یا په بل عبارت د مسلمانانو هغه ډير شديد دښمن عمر بن الخطاب ؤ، مګر په عين وخت کي پوه، عاقل، هوښيار، خطيب، قوي او قوال سړئ هم ؤ، د همت او عزم خاوند ؤ، د هر کار إراده چي به يې وکړه هغه به يې تر آخره رساوه او همدارنګه عمرو بن هشام چي ابو الحکم ورته ويل کېده او په مسلمانانو کي يې نوم ابوجهل ؤ هغه هم د مسلمانانو ډېر شدید دښمن او د عزم خاوند، خطيب او د قريشو د مشرانو څخه ؤ، معلومه خبره ده چي په مسلمانانو کي د دغسي چا وجود لکه عمر بن الخطاب یا عمرو بن الهشام و اسلام ته ډيره مرسته او کومک رسولای سوای، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعاء کول چي الْهي په يوه د عمرينو اسلام معززه کړې، که يو د دوى څخه مسلمان سي اسلام په قوي  کيږي. 

ځکه اسلام تر دغه وخته په خپل ابتدايي او د شروع په حالت کي ؤ ، و يوه د غسي شديد او عزم درلودونکي سړي ته يې ضرورت درلودى، مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء د عمر بن الخطاب رضی الله عنه  په نصيب سوه او د حضرتِ عمر رضی الله عنه  د اسلام را وړلو په ټولو رواياتو کي چي  وګورې دا معلوميږي چي د ده و زړه ته د اسلام ننوتل په تدريج سره وه، د مخه تر دې چي د ده رضی الله عنه  د اسلام را وړلو  قصه بيان کړو دا ښه او بهتره ده چي د ده رضی الله عنه  هغه د ننه عواطفو او مشاعرو ته يو څه اشاره وکړو. 

 

حضرتِ عمر رضی الله عنه  د طبيعت په تېزۍ او تُندۍ سره مشهور او معروف ؤ، قهرمن او شديد سړئ ؤ او ډير ځله مسلمانانو د ده څخه قِسم قسم آزارونه ليدلي دي او دا معلومه ده چي د ده په د ننه زړه کي ضِد او نقيض مشاعر موجود وه، د يوه طرفه يي د هغو عاداتو او تقاليدو احترام کاوه کوم چي د ده پلرو او نيکه ګانو ور پرې ايښي وه او د بله طرفه يې ځان و هغه لهو او لعب، خواهشاتو او شهواتو ته ور ايله کړى ؤ کوم چي ده او د ده ماحول عادت ور سره درلودى، خو بالمقابل د مسلمانانو لمونځ او دا چي دوى د خپلي عقيدې په لار کي دغه سخت آزارونه قبلوي ښه ورته ايسېدل او بيا د ده په عاقل زړه کي شک او تردد ؤ چي ممکن دغه شئ چي اسلام و هغه ته بلنه کوي تر دغه نورو کارو ښه او بهتر وي، په فکر او دماغ کي به يې دغه ضِد افکار پرله اوښتل او بيا به خاموشه سوه، خو د ده د اسلام په باره کي چي روايتونه سره را ټول کړو خلاصه يې داسي را وزي: 

يوه شپه ده غوښتل چي ترکور د باندي شپه تېره کړي نو حرم شريف ته ورغلى او د کعبې شريفي په پوښ ننوتى، هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ولاړ ؤ او لمونځ يې کاوه، په لمانځه کي يې سورة الحاقه شروع کړى، عمر رضی الله عنه  و قرآن مجيد ته غوږ ونيوى او د هغه ترکيب او تأليف يې ډير خوښ سو، نو وايي: ما د خپله ځانه سره و ويل: لکه څرنګه چي قريش وايي په والله دئ شاعر دى، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه وخت کي دغه آياتونه تلاوت کړه:

إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ (۴۰) وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تُؤْمِنُونَ (۴۱)

يعني: بېشکه خامخا دغه قرآن د مکرم عزتمن رسول قول دى او دا قول د کوم شاعر قول نه دى، تاسي ډير لږ ايمان راوړى (بلکه نه مومنان کېږى) 

 

عمر رضی الله عنه  وايي ما د ځان سره و ويل: چي شاعر نه دى نو کاهن دى او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آيات تلاوت کړى:

وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ (۴۲)
 او دغه قرآن د کاهن قول نه دى لکه تاسي چي ګمان کوى، تاسي لږ پند اخلى (بلکه هيڅ پند نه اخلى) 

تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ (۴۳) 
دغه قرآن د رب العالمين د طرفه نازل سوى دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم سورة تر آخره و وايه، عمررضی الله عنه  وايي: يو څه تر تاثير لاندي سوم اسلام مي و زړه ته را نژدې سو. 

دا هغه د اسلام تخم ؤ چي د حضرتِ عمررضی الله عنه  په زړه کي کښېښوول سو مګر هغه د جاهليت آثار او تقليدي قوميت، د پلرو او نيکه ګانو د دين لوى والى، بيا هم پر دغه حقيقت چي د ده پر زړه يې ږغ کاوه غالبه ؤ، بيا هم په خپل عمل کي د اسلام ضِد او د مسلمانانو دښمن ؤ، د هغه خپل زړه په پټ شعور لا نه ؤ قانع، خو بيا هم چي د ده په دباندني ژوند کي هغه اول نرم والى په ده کي وليدل سو، هغه و حبشې ته د مسلمانانو د هجرت په وخت کي ؤ. 

 

مسلمانانو خو يوه په بل پسي هجرت کاوه، نو د مسلمانانو څخه يوه ښځه وه چي اُمِ عبدالله ورته ويل کېده دغي ښځي غوښته چي هجرت وکړي، نو يې د خپل زوى عبدالله سره داسي اتفاق وکړی چي ته جلا رهي سه او زه به جلا رهي سم او د فلاني غره تر شا به سره يو ځاى سو او بيا به په ګډه سره ځو، مسلمانانو هجرت په پټه کاوه ځکه کفارو هجرت ته هم نه پرېښوول، نو عبدالله تر مور د مخه د هغه وعده سوي غره شا ته ولاړى او اُمِ عبدالله د شپې نا وخته پر خره سپره سوه د لاري د ضرورت شيان ور سره دي پسي را رهي سوه، د مکې مکرمې څخه چي و وتل عمر بن الخطاب په مخه ورغلى، وې ليدل چي ښځه د سفر دپاره تياره او آماده ده، ويل: يا اُم عبدالله! چيري ځې ؟ مسلمانان خو د سفرکولو څخه منعه دي. 

ښځي ورته و ويل: يا عمر! آزارونه مو را کړل، مځکه مو را باندي تنګه کړه، پرې مو ږدى چي درڅخه ولاړ سو نه تاسي موږ غواړى نه موږ تاسي غواړو نو مي پرېږده چي هجرت درڅخه وکړم، تا ته څه تاوان رسيږي که دي پرېښوولم او ولاړم، عمررضی الله عنه  
د دغو خبرو په اورېدلو سره نرم سو او ښځي ته يې و ويل: دا نو جلا والى دى يا اُم عبدالله؟ (اُمِ عبدالله او عمررضی الله عنه  په نسب سره نژدې او شريک وه) ښځي و ويل: هــو! فراق او جدايي ده، عمر رضی الله عنه  و ويل: په مخه دي ښه او سلامتيا دي ملګرې سه. 
د اول وار دپاره عمر نرميږي او څه نه وايي، ښځه په تعجب کي سوه او ولاړل، پر هغه وعده سوي ځاى د خپل زوى سره يو ځاى سوه، زوى يې پوښتنه ځني وکړه چي چا خو و نه ليدې؟ ښځي ويل يا! بل چا نه يم ليدلې يواځي عمر وليدم، زوى يې ويل عمــــــــــــــر؟ 

دا لوى مصيبت دى او ته يې څنګه پرېښوولې؟ ښځي قصه ورته وکړه او ويل تر دغه سوال او جواب زيات شئ نه دى پېښ سوى او په آخر کي يې دا هم راته و ويل: په مخه دي ښه سه، زوى يې ورته و ويل: مور! ستا لکه چي د دغي جملې د ويلو په سبب د ده و اسلام ته اميد پيدا سوى دى؟ ښځي ويل: هو داسي را ته معلوميږي، عبدالله و ويل: والله د خَطاب خر به د شهادت کلمې و وايي خو عمر به يې و نه وايي. 

 

دا هغه اوله نرمي وه چي د عمررضی الله عنه  څخه ښکاره سوه مګر دغه نرمي مَيل و اسلام ته نه ؤ بلکه دا فقط د دغي ښځي سره نرمي وه، عمررضی الله عنه  چي کور ته راغلى په چرت او فکر کي دى چي دغه تفرقه او د قوم پاشل ولي پېښيږي؟ دغه ښځه د ده د قوم څخه ده او حبشې ته هجرت کوي، د دې ټولو مصائبو او مشکلاتو سبب څه شي دى؟ 

پسله فکره و دې نتيجې ته ورسېدى چي د دغو ټولو اختلافاتو سبب محمّد صلی الله علیه وسلم دى، 
نو يې نيت او عزم وکړی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و وژني که څه هم دئ د هغه په بدله کي و وژل سي مهمه نه ده مکه خو به د دغه مشکلاتو څخه خلاصه کړم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو إراده يې د ځان سره پخه کړه، سهار يې توره واخستل او د کوره څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو په نيت و وتى، په لار کي يوه صحابي وليدى چي نوم يې نعيم بن عبدالله ؤ او په پټه مسلمان سوى ؤ، د ده په اسلام  څوک نه وه خبر، کوم وخت چي دغه نعيم وليدل چي د عمر د مخ څخه د شر علامې را پورته کيږي توره ور سره ده او د جنګ دپاره تيار دى ويل: د خيره يا عمر! چيري ځې؟ عمر رضی الله عنه  ويل: غواړم چي دغه نفر و وژنم کوم چي زموږ قوم يې سره متفرق کړى او پاشلى دى، زموږ پلرونه بيعقلان بولي او زموږ آلهه په بده سره يادوي، نعيم د دې خبرو په اوريدلو سره و بېرېدى ځکه عمر جبّار، شديد او قهرمن سړﺉ دى، د يوه شي إراده چي وکړي هغه تر سره کوي. 

 

نعيم غواړي چي عمر د دغه کاره څخه را وګرځوي، نو يې ورته و ويل: که ته محمّد و وژنې آيا ته به د عبدالمطلب د اولادې څخه خلاص سې؟ عمر ويل: داسي را معلوميږي چي ته هم د خپله دينه څخه اوښتى يې او ويل: که څه هم د عبدالمطلب اولاده ما و وژني زه دغه کار کوم، نعيم وليدل چي عمر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو ټينګ عزم او إراده کړې ده حتّْی خپل مرګ يې هم فرض کړى او منلى دى، هو! هلته داسي نور خلك هم وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهید کولو تقاضاء او آرزو يې درلودل، مګر دا کار يې نه سواى کولاى ځکه هغه د عبدالمطلب د اولادې څخه پرخپل مرګ بېرېدل.

 

 هر چا ته دا معلومه وه چي د عبدالمطلب کورنۍ بيا هغه سړئ بېله مرګه نه پرېږدي مګر عمر چي دا کارکوي د خپل ځان مرګ يې فرض کړى دى، نعيم فکر وکړی چي يوه داسي حيله جوړه کړي چي لږ تر لږه دومره وخت پيدا کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم يا اصحاب کرامو ته خبر ورکړي، نو يې عمررضی الله عنه  ته و ويل: چي داسي ده ته يې بايد اول د خپلي کورنۍ څخه را  شروع کړې (اصلاً د نعيم مقصد دا دى چي عمر په يوه بل کار مشغوله کړي او دئ و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسوي) عمر ويل: مقصد دي څوک دى؟ نعيم ويل: خور دي: فاطمه بنت الخطاب او د دې مېړه د دينه اوښتي  دي او هغه دين يې پرې اېښى دى چي ته پر هغه دین يې، عمر نه ؤ خبر چي خور او اخښى يې مسلمانان سوي دي، ځکه اسلام ته دعوت پټ او سِرِي ؤ، اسلام نه ؤ پټ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره سره اسلام بياناوه او په  ښکاره سره يې عبادت کاوه، مګر ځيني کسان چي و اسلام ته داخلېدل يا داخل سوي وه هغو خپل اسلام نه ښکاره کاوه، هر چا د خپل اجتماعي حال او مقام سره عمل کاوه، چا په پټه ايمان راوړى چا په ښکاره، فاطمه بنت الخطاب رضی الله عنها  د عمر خور د هغي جملې څخه وه چي خپل اسلام يې پټ ساتلى ؤ، نو ځکه عمررضی الله عنه  د نعيم څخه پوښتنه وکړه چي آيا زما خور خپل دين پرې اېښى دى؟ نعيم ويل هـو، عمررضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طرفه را وګرځېدى د اخښي او خور دکور پر طرف رهي سو. 

 

د فاطمې رضی الله عنها  مېړه د عمر بن الخطاب اخښی سعيد بن زيد بن عمرو بن نُفَيل دى دغه سعيد د هغه زيد زوى دى چي د مخه يې بيان درته وسو چي مُوَحِِّد، حنيف او د ابراهيم علیه السلام  پر دين ؤ او سعيد بن زیدرضی الله عنه  د اولو مسلمانانو څخه دى او د هغه عشرۀ مبشره څخه دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنت زېرى ورکړى دى. 

په دغه وخت کي چي عمررضی الله عنه  د خپلي خور فاطمې کور ته ورځي سعيدرضی الله عنه  د فاطمې خاوند هم په کور کي دى، خَباب بن الارترضی الله عنه  هم د دوى سره دى او قرآن مجيد ورته وايي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم و هغو کسانو ته چي نوي په اسلام مشرفه کېدل هغه کسان ور استول چي مخ کي يې  ايمان را وړى ؤ چي قرآن او اسلام ور وښيي، نو دوى درې نفره ناست دي قرآن کريم وايي چي عمر کور ته ور داخل سو او دننه په خونه کي يې د قرآن مجيد د ويلو آواز واورېدى، پوره يې نه اوري فقط يوه همهمه او ږوږ اوري، غوږ يې ور ته ونيوى بيا هم نه پر بېليږي نو يې دروازه ور پوري وهل (عمر جبّار) تاسي فکرکوى چي د عمر به څومره قوت او طاقت ؤ؟ 

عمر په بدن ډير لوى سړئ ؤ، د هغو ډيرو غټو خلكو څخه ؤ ډير لوى او قوي بدن يې ؤ، کوم وخت چي به پرآس سپور سو پښې يې مځکي ته رسېدې، د ده په مثل غټ سړئ په ټولو مسلمانانو کي نه ؤ بېله خالد بن وليدرضی الله عنه  څخه، د دوى دوو د غټ واله په باره کي وايي: کوم وخت چي به ډير مسلمانان سره يو ځاى سوه د ټولو د منځ څخه به خالد او عمر رضی الله عنهما  معلومېدل، د عمررضی الله عنه  ډير لوى او برداره ځيګر ؤ د ده په ليدلو څوک بېرېدى، هيبت او دبدبه يې درلودل، 

دغه جبّار عمر دروازه ور پوري وهل خور يې وبېرېدل ژر يې خَبابرضی الله عنه  په پستو کي پټ کړی (پستو) په پښتو کي و هغه کوچنۍ خوني ته وايي چي د استوګني د خوني په آخرکي د ګدام يا مخزن په شکل سره وي او په عربي کي(مَخدَع) ورته ويل کيږي، خبابرضی الله عنه  يې هلته پټ کړی، فاطمې رضی الله عنها  هغه د قرآن مجيد ورقه پټه کړه او بيا يې دروازه ور خلاصه کړه، عمر ورننوتى او ويل: تاسي څه شي وايه؟ هغو ويل: هيڅ شئ نه ؤ موږ په خپل منځ کي خبري سره کولې، عمر ويل: يا! ما يو څه واورېدل آيا دا هغه د محمّد خبري وې؟ سعيد ويل: يا عمر! که حق بېله ستا د دين څخه په بل دين کي ؤ؟ عمر پر سعيدرضی الله عنه  ناري کړه: اَصبأتَ؟ آيا د دينه اوښتى يې؟ سعيد و ويل: بَل اَسلَمتُ، يا! بلکه مسلمان سوى يم، عمر هغه خپل اخښى سعيد را چپه کړی او وهي يې، د عمر خور فاطمې رضی الله عنها  عمر ځني را پورته کړی او خپل خاوند خلاصوي، عمر خپله خور فاطمه هم پرمخ په چپلاخه يا څپېړه و وهل، د هغې د خولې څخه ويني را ايله سوې، عمر جبّار او شديد دى رحم او شفقت يې هېر دي خور يې په ژړا سوه او ويل: هو موږ مسلمانان سوي يو پر الله او د هغه پر رسول مو ايمان راوړى دى:   ﴿ اَشهَدُ اَن لاَ الهَ الا الله وَاَشهَدُ اَنَ محمّداً رسولُ الله﴾. 

 

عمر نا اميده سو او وې ليدل چي خور يې ژاړي او د خولې څخه يې ويني بهيږي وشرمېدى او پرخپل عمل پښېمانه سو، په زړه کي يې رحم او شفقت پيدا سو چي څنګه خپله خور وهي او دا هم اول وار ؤ چي خور يې و وهل نو يې په نرمه لهجه ورته و ويل: هغه ورقه چي تاسي ويل هغه را ښکاره کړی چي زه يې و وايم، خور يې ويل: يا! نه يې درښکاره کوم، عمر ويل: قسم په لات او عزْى په بد نيت لاس نه ور وړم فقط رايې کړه چي ويې ګورم او تاوان هم نه ور رسوم، خور يې پوه سوه چي عمر نرم سو نو يې ورته و ويل: يا عمر! دا کلام الله دى او ته مشرک او نجس يې که دي د هغه د ويلو إراده وي يو وار غسل وکړه بيا به يې درکړم چي ويې وايې. 

 

د عمر فکر او چرت په هغه ورقه کي بند سو چي دا به څه شي وي او څه به پکښي ليکلي وي نو د ډيره شوقه څخه موافق سو غسل خانې يا تشناب ته ننوتى او غسل يې وکړی کوم وخت چي را و وتى خور یې هغه ورقه ورکړه چي قرآن مجيد پرليکل سوى ؤ، د حضرتِ عمررضی الله عنه  ليک او لوست زده وه او د ورقي په ويلو يې شروع وکړه په ورقه کي ليکل سوي وه:  ﴿بسم الله الرّحمْن الرحيم﴾.عمر رضی الله عنه  و ويل: الرّحمْن او الرّحیم څومره ښه پاک او طيب، نېک او مبارک نومونه دي، بيا ليکل سوي وه: 

طه‌  ﴿١﴾  مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَىٰ ﴿٢﴾
يعني:اې محمّده! موږ د دې دپاره دا قرآن پرتا نه دى نازل کړى چي ته ځان په محنت او مشقت کي واچوې،
إِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَن يَخْشَىٰ ﴿٣﴾
بلکه موږ د هغه چا دپاره پند او نصيحت نازل کړى دى چي د الله جل جلاله  څخه بيريږي.
تَنزِيلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى ﴿٤﴾. 
نازل سوى دى د هغه چا د طرفه چي پيدا کړي يې دي مځکه او لوړ لوړ آسمانونه. 
الرَّحْمَٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَىٰ﴿۵﴾. 
دغه د مځکو او آسمانو خالق ډير مهربان (رحمان) پرعرش مستولي او غالبه دى.
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَىٰ﴿۶﴾.
خاص ده لره دي، يواځي دئ يې مالک دى د هغو شيانو چي په آسمانو کي دي او د هغو شيانو چي په مځکه کي دي او د هغو شيانو چي د مځکي او آسمانو په منځ کي دي او د هغو شيان چي تر مځکه لاندي دي دغه ټول موجودات په پیداکولو، په ملکيت په فرمان بردارۍ کي يواځي د ده جل جلاله   دي بل هيڅوک نه دى ور سره شريک.
وَإِن تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى ﴿۷﴾. 
اوکه په خبرو يا ذکر کولو سره جَهَر په زورَوالى کوې، دې ته ضرورت نسته، ځکه چي بېشکه دغه الله خبر او عالم دى په پټه خبره او تر هغې هم په پټه چي د زړه حال دى (الله عزوجل  ته په زوره خبري،کراري خبري، پټ د زړه حال ټول يو شئ دي، په ټولو حالاتو عالم او خبر دى) 
اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ﴿۸﴾. 
(الله) نسته بل معبود بر حق مګر يواځي هم دئ دى، خاص ده لره دي ښه نومونه او صفتونه. دغه د سورة طْهْ آياتونه وايي ترڅو دې آيات شريف ته ورسېدى چي الله عزوجل  فرمايي: وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَىٰ﴿۹﴾.
بېشکه چي زه الله يم، بېله ما څخه بل هيڅوک د عبادت وړ او لائق نسته، نو زما عبادت کوه او زما د يادولو دپاره لمونځ آداء کوه. 

إِذْ رَأَىٰ نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى ﴿۱۰﴾. 
بېشکه چي قيامت را تلونکى دى زه إراده لرم چي د هغه د راتګ وخت پټ او مخفي وساتم. 
فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَىٰ﴿ ۱۱ ﴾. 
دپاره د دې چي هر چا ته د هغو عملو جزا ورکړل سي چي دوى يې کوي. 
داسي آيـاتونه دي چي ټـول د الله جل جلاله  او د قـيامت په باره کي خبري کوي، حضرتِ عمررضی الله عنه  د دغو آياتو په تلاوت سره نرم سو د کلام الله تر تاثير لاندي راغلى د مسلمانېدلو إراده يې سوه نو يې و ويل: دا څومره ښه او مکرم کلام دى محمّد صلی الله علیه وسلم را وښوى چي ور سم. 

 

خباب بن الارترضی الله عنه  خو پټ ؤ او دا خبري اوري، دلته چي عمررضی الله عنه  دا خبره وکړه خباب بن الاَرَت رضی الله عنه  را وغورځېدى ويل: زيرى درکوم يا عمر! زه دا آرزو لرم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې د شپې دعاء ستا دپاره سي هغه چي ويې فرمايل: الْهي په عمر بن الخطاب يا ابوجهل بن هشام سره اسلام معززه کړې او درځه رسول الله صلی الله علیه وسلمبه زه در وښيم، نو يې عمررضی الله عنه  د أرقم بن ابى الأرقم وکور ته را رهي کړى، هغه کور چي د مسلمانانو د اجتماع او تعليم ځاى ؤ، کوم وخت چي د أرقم کور ته ورسېدل، د عمررضی الله عنه  سره تر اوسه هغه توره ور سره وه او د جنګ دپاره آماده معلوميږي او هلته بيا هغه نعيم و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ور وړى ؤ چي عمر ستا د وژلو په نيت را رهي دى.

 

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند


www.taleemulislam.net

 

 

سرته