تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (اوولسمه برخه/ ق)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 17, 2024
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(اوولسمه برخه)
(ق)


قبله: هغه طرف کومي خواته چي لمونځ ادا کېږي.


قتل: داسي عمل چي روح له تنه جلا کړي، ددې پنځه ډولونه دي:


قتل عمد: په تېره او دې ته ورته شیانو باندي یو څوک قصدًا وژل.


قتل شبه عمد: په داسي شي سره قصداً وژل چي تېره یا تېره ته ورته نه وي.


قتل خطا: په خطا سره وژل ددې مثال داسي دی؛ لکه څوک چي پر یوه سړي باندي د ښکار ګمان وکړي نو په غشي سره ئې ووژني.


قتل شبه خطا: چي دخطاء پر ځای وي؛ لکه یو سړی چي په خوب کي پر بل سړي ور واوړي او هغه مړ سي.


قتل بالسبب: هغه قتل ته ویل کېږي چي دیوه سړي په قتل کي سبب جوړ سي، لکه یو سړی چي په لاره کي څاه وکاږي بل سړی په هغه کي ولوېږي مړ سي؛ نو دا قتل بالسبب بلل کېږي.


قدرت: دیوه ژوندي کس له پاره دیو کار کول او نه کولو امکان.


قرآن: هغه الهي کلام دئ چي په عربي ژبه کي پرحضرت محمد صلي الله علیه وسلم باندي را نازل سوی دئ او تر موږه په تواتر رارسېدلی دئ.

 

قِران: په یوه احرام سره حج اوعمره کول.


قریش: دعربو مشهوره قبیله چي د نذر بن کنانه اولادونه دي.


قرینه: چي پر مقصود بېله وضع دلالت وکړي.


قصاص: د مجرم څخه دهغه دجرم مثلي بدله اخستل، لکه: دقتل په بدله کي قتل.


قصر: د شرعي سفر په وخت کي څلورکعتیزه لمونځ دوه رکعته کول.


قضا: (راګرځول) کوم شي چي واجب وي دهغه خپله ادا کول، حقوق الله وي اوکه حقوق العباد وي لکه: د وخت په تېرېدو سره دهغه وخت لمونځ راګرځول.


قطعي: داسي یقیني دلیل چي دمخالف اړخ هیڅ امکان نه يې.


قُلَّه: منګی، د شوافعو په اند دوه منګي اوبه ډېري اوبه بلل کېږي دا دوه منګي پنځه سوه عراقي سیره کېږي، چي دیوه منګي اندازه په اوسني کیلو ګرام ۹۸کیلو ګرامه او ۴۱۵ګرامه کېږي.


قهقه: په زوره خندا چي نژدې کس ئې هم واوري دا اودس هم ماتوي او لمونځ هم فاسدوي.


قیاس: دیوه ګډ علت په وجه دیوې منصوصي یا اجماعي مسئلې حکم پر غیر منصوصي مسئلې باندي فټول، لکه: شرابو دحراموالی حکم پر چرسو او تاریاقو باندي کول.


قیام اللیل: تهجد ته وايي.

 

 www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته