تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (شپاړلسمه برخه/ ف)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 29, 2024
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تععلیم الاسلام ویب پاڼه


اسان فقهي اصطلاحات 
(شپاړلسمه برخه)
 (ف)


فاجر: په عامه فسق کول.


فاسد: کومه سودا یا معامله چي دخپل اصل په اعتبار صحیح وي؛ خو دیو وصف په اعتبار صحیح نه وي، دمثال په ډول یو سړی دیو شرکت څخه موټر په کرایه واخلي، خو نه وي معلومه چي کوم موټر نو دا اجاره فاسده ده.


فاقد الطهورین: داسي سړی چي دپاکې ترلاسه کولو له پاره نه اوبه وي او نه د تیمم له پاره خاوره.


فتوی: دشرعي احکامو په اړه دپوښتني جواب.


فدیه: دمسلمانانو لخوا یو کافر دپېسو په مقابل کي پرېښودل، دیوه مسلمان په بدله کي یو کافر خوشې کول.


فرائض:هغه علم ته وايي چي دمیراث ویشل په کښي کي زده کېږي.


فرض عین: هغه عمل چي کول ئې پر هر یوه لازمي وي، دیو څو افرادو په کولو سره نه ساقطېږي لکه: پنځه وخته لمونځ.


فریضه: فرض یا فریضه هغه کار ته ویل کېږي، چي کول ئې لازمي وي او په قطعي دلیل سره ثابت وي.


فرض علي الکفایة: هغه عمل چي کول ئې پر ټولو مسلمانانو فرض وي، خو دیو څو په کولو سره دنورو څخه ساقطېږی لکه: دجنازې لمونځ.


فسخ: یوه معامله ختمول.


فسق: غټه ګناه کول، پر کوچنۍ ګناه اصرار کول.


فقه: شرعي وعملي احکام د دلائلو سره زده کول.


فقیر: دیوچا سره چي ډېر لږ مال وي، د زکات نصاب ته نه رسېږي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته