تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د څېړني او پراختیا لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2023
  0

لیکنه: نوید احمد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د څېړني او پراختیا لنډه پېژندنه

 

څېړنه او پراختیا یا Research and development (R&D) د تولیداتو د نوښت او نوي تولیداتو او خدماتو د ارایه کولو په موخه د شرکتونو څېړنیز فعالیتونه دي. د یو شرکت د پرمختګ لومړنی پړاو او قدم همدغه څېړنه او پراختیا ده. یعني اول یو شرکت په مارکیټ کي د تولیداتو پوره تحقیق او څېړنه کوي، د خپلو داخلي او خارجي رقیبانو تولیداتو په دقت سره تر نظر باسي، مشخصات او ځانګړتیاوي ګوري، د مشتریانو تقاضا، د تولید کېدو موده، د تولید مصرف او تمام شد محاسبه کوي، وروسته د خپلو موجوده تولیداتو او خدماتو د پراختیا او نوي کولو او پکښي د لازم او جالب تغیر راوستلو پرېکړه کوي. ترڅو بازار ته داسي تولید/خدمت عرضه کړي چي د مشتریانو توجه جلب کړي. د څېړني او پراختیا بنیادي هدف مارکیټ ته نوي تولیدات او خدمات عرضه کول او خپل شرکت راپورته کول او پراخول دي.


دا تعبیر (تحقیق او انکشاف) هم په دولتي او هم په شخصي اداره کي نوښت راولي او کولای سي تر خپلو رقیبانو ډير مخته سي. بیله تحقیق او انکشاف څخه یو شرکت بقاء نسي پیدا کولای، او یا به د نورو لارو څخه کار اخلي لکه د نورو شرکتو سره ادغام، انحلال، د ذخیره سوو تولیداتو خرڅلاو وغیره.


په څېړنه او پراختیا سره بعضي وخت فوراً ګټه نه ترلاسه کیږي بلکي د اوږدمهاله ګټي یو پلان دی. شرکتونه د څېړني او پراختیا په نامه د شرکت په تشکیل کی یو جلا مدیریت یا څانګه خلاصوي، بستونه پکښي ایجادوي، ددې لپاره مصارف ترسره کوي او خطر قبلوي، ځکه ځيني وخت کیدلای سي د څېړنی او پراختیا د لاري عواید حاصل نسي. همدا وجه ده چي ځيني شرکتونه د څېړني او پراختیا مصرف پر دوهم جهت اچوي یا د مصرف په وجه او یا د مسلکي کارمندانو د نه شتون په وجه.


د نوي تولیداتو په اړه د مارکیټ تحقیق او انکشاف موخي


- ترڅو نوښت وسي او ښه بازار پیدا سي.


- د مشتریانو اړتیاوي تشخیص سي.


- د رقیبانو څخه رقابت یوسي.


- زاړه او نه خرڅېدونکي توکي په نوي او خرڅېدونکو توکو بدل سي


- یوه نوې اختراع وسي.


د ځينو څېړنو په نتیجه کي اختراعات هم رامنځ ته کیږي


کال ۲۰۲۰ میلادي کي د نړۍ مشهورو شرکتونو په لاندي ډول پر څېړنه او انکشاف مصارف کړي دي


د امازون د سوپر مارکیټونو شرکت: 42.7  ملیارده ډالره.


الفابیټ د ټکنالوجۍ شرکت: 27.6 ملیارده ډالره.


هواوي د موبایل شرکت: 22  ملیارده ډالره.


مایکروسافټ د کمپیوټر سفاټ ویر شرکت: 19.3 ملیارده ډالره.


سمسنګ د موبایلونو شرکت: 18.8 ملیارده ډالره.


ایپل د ایفون د تولیداتو شرکت: 18.8 ملیارده ډالره.


فیسبوک ټولنیزو رسنۍ شرکت: 18.5 ملیارده ډالره.


او داسي ګڼ شمېر نورو شرکتونو په میلیاردونو او میلونونو ډالر پر څېړنه او پراختیا مصرف کړي ترڅو پخپلو تولیداتو او محصولاتو کي نوښتونه وکړي او تر خپلو رقیبانو مخته سي.


امازون شرکت د ۴۲،۷ ملیاردو ډالرو په نتیجه کي ۲۲۴۴ اختراعات وکړل او پخپله نامه یې ثبت کړل.


دا چي د دقیقي څېړني په نتیجه کي د کار په ساحه کي پراختیا او پرمختګ رامنځ ته کیږي ځکه نو د نړۍ دولتونه څېړني او پراختیا ته په لوړه کچه بودیجه ځانګړې کوي  ترڅو په هره برخه کي پرمختګ وکړي.


 دولتي او خصوصي شرکتونه کولای سي چي د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونو سره یو تفاهمنامه لاسلیک کړي او د اقتصاد پوهنځیو هغه محصلین چي د لسانس، ماسترۍ او دوکتورا د پروګرامونو څخه فارغه کیږي د یو اندازه حق الزحمې په مقابل کي خپلي علمي څېړني او مقالې د اړوند شرکت پر تولیداتو، محصولاتو او خدماتو باندي ولیکي. ددې لاري به هم اړوند شرکت ته د خپلو تولیداتو په اړه یو ګټوره څېړنه په لاس ورسي او هم به محصلین د څېړني په برخه کي عملي ډګر ته داخل سي چي په نتیجه کي به هم دولت او هم مقابل لوري نفعه او د کار زمینه تر لاسه کړي.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته