تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غیبت اورېدلو په وخت کي باید څه وسي؟
 
  October 12, 2014
  0
  ليکوونکي: نوراحمد نوري

په عام ډول باندي د خلګو دا عادت دى، که د هغوس په مخ کي د چا بدۍ بيانېږي، نو يا خو به د غيبت کوونکۍ سره په مجلس کي داخلېږي او يا به چپ پاته کېږي حال دا چي دا د شريعت موافق طريقه نه ده.
 د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: من اغتيب عنده أخوه المسلم فلم ينصره وهو يستطيع نصره أدركه إثمه في الدنيا والآخرة. (الترغيب و الترهيب:ج٣.ص٣٣٤.)

ژباړه: د چا په وړاندي چي د هغه د مسلمان ورور غيبت کېږي او هغه د طاقت سره (د هغه د دفاع  کولو) د هغه مسلمان ورور مرسته نه کوي نو دغه سړى ته به (د خپل مسلمان ورور د طرف څخه د دفاع نه کولو په سبب) د دنيا او آخرت گناه وي.

د دې حديث څخه معلومېږي چي د غيبت په اورېدلو سره چپوالی غوره کول گناه ده. حتى اﻻمکان په خپل مسلمان ورور باندي  د ښه اعتماد په خاطر د هغه د صفايي کولو اهتمام پکار دى، او دا اهتمام کول ډېر د اجر او ثواب باعث دى. نبي کريم صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمايلي دي چي کوم سړى چي د خپل وس مطابق د مغتاب سړى د طرف څخه صفايي وکړل نو الله تعالى به په دنيا او آخرت کي د هغه مرسته کوي.(الترغيب: ج٣، ص٣٣٥.)
 

امام عزالى رحمة الله عليه په احياء العلوم کي ليکلي دي کله چي څوک د چا چغلگري يا غيبت واوري نو په هغه باندي د شپږو خبرو التزام ضرور دى:

١. د چغلگر په شکايت هيڅکله هم باور و نه کړي، ځکه دغه د خبرو کولو شرعاً فاسق دى.
٢. چغلگر په دغه غلط کار خبر کړى...
٣. د چغلگر دغه کار د زړه د اخلاصه بد وگڼئ، او په دې وجه د هغه څخه د ناخوښی اظهار وکړئ.
۴. د چا چي چغلگري وسي په هغه باندي دي څوک نه بد گومان کېږي.
٥. چغلگر چي کومه خبره تاسو ته در ورسوي د هغه په باره کي تحقيق او څېړنه مه کوئ.
٦. د چغلگر کار دي بل چاته نه بيانوي ځکه بيا خپله د چغلگری په درجه کي راځي. احياء العلوم:٣/٩٤. 

ماخذ: د الله جل جلاله څخه شرم وکړئ
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته