تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره (۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 11, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
( نهمه برخه) 


د انسان قدر او قیمت 


عن عمرو بن الاحوص رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم فی حجة الوداع للناس ای یوم هذا قالوا یوم حج الاکبر قال: فإنّ دماءَكُم و أموالَكم عَليكم حرامٌ كَحُرمة يومِكم هذا (ترمذی)


ژباړه: عمرو بن الاحوص رضی الله عنه فرمایي، چي رسول صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کي خلکو ته و فرمایل: دا کومه ورځ ده؟ صحابه و ورته وویل: دا د حج اکبر ورځ ده، نو نبي صلی الله علیه وسلم وویل: بېشکه ستاسو وینه او مال یو پر بل باندي داسي حرام دي، لکه د دغي ورځي حرمت. 


یعني، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله اخری خطبه کي تر قیامت پوري و ټولو انسانانو ته وصیت وکړ؛ لکه څنګه چي بیت الله، د حرم میاشتي او عرفات ورځ محترم دي. بې احترامي ئې حرامه ده او تاوان ور رسول حرام دي، همداسي د یو مسلمان آبرو، عزت، ځان او مال محترم دي. په ناحقه تاوان ور رسول حرام دي.


د مسلمان د ځان، مال او عزت حراموالی


عن ابی هریرة رضی الله عنه قال ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: كُلُّ المُسْلِمِ عَلَى المُسْلِمِ حَرَامٌ: دَمُهُ وَمَالُهُ وعِرْضُهُ (ابن ماجه)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: پر یوه مسلمان باندي د بل مسلمان وینه، مال او عزت حرام دئ.


مطلب، هغه مسلمان چي کلیمه وایي، د هر ځای که وي، په هره ژبه که خبري کوي او که د هر نسل وي و الله جل شانه ته محترم دئ. ځان، مال، آبرو او عزت ته ئې تاوان رسول حرام دي.


په وینه تویولو کي ونډه اخیستل


عن ابی هریرة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال: لَوْ اجتمع أَهْلَ السَّمَاءِ وَأَهْلَ الْأَرْضِ علی قتل مُؤْمِنٍ لَكَبَّهُمْ اللَّهُ فِي النَّارِ 
ژباړه: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دئ: که د ځمکي او آسمان والا ټول د یوه مسلمان په وژنه کي شریک سي، نو الله تعالی به هغوی ټول پړمخي و دوږخ ته واچوي.


یعني، د یوه مسلمان وژل دومره لویه ګناه ده، که د قتل په دې ګناه کي ټول ځمکي او آسمان والا شریک وي، ټول سره یو ځای سي او یو مسلمان په ناحقه سره ووژني، نو الله جل شانه به  دا ټول ددې وژني په سزا کي و جهنم ته واچوي.


اوس فکر وکړئ! څومره لویه ګناه ده!


الله تعالی دي ټول مسلمانان په دین پوه کړي او د هر ډول فتنې او فساد څخه دي ئې وساتي. خصوصاً د ویني تویوني او وژنو څخه. آمین
که د یو چا څخه یو شی په پیسو واخیستل سي، په شریعت او عرف کي ودې ته بیع  او شراء (رانیول او خرڅول) وایي، که چیري په اجره، کرایه یا معاوضه یو شی استعمال سي په شریعت او عرف کي دې ته اجاره وایي او که بغېر له کومي معاوضي او کرایې د څه وخت لپاره وکارول سي، بېرته ئې ورکړي ودې ته عاریت وایي. دا ټول صورتونه روا دي.


د یو چا څخه د یو شي د اخیستلو یو شکل دا هم دئ، چي د هغه د خوښۍ او مرضي بغیر، په زوره او ظلم سره یو شی اخلي، په شریعت کي دې ته غصب وایي. دا حرام او سخت ترینه ګناه ده. ددې په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 


عَنْ عبدالله ابن عمر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَخَذَ مِنْ الْأَرْضِ شَيْئًا  بِغَيْرِ حَقِّهِ خُسِفَ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِلَى سَبْعِ أَرَضِينَ (رواه بخاری)


ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: که یو څوک یو اندازه ځمکه غصب کړي، نو د قیامت په ورځ به تر اوومي ځمکي پوري ننه ایستل سي.


فائده: دا مضمون د رسول صلی الله علیه وسلم څخه د یو دوو الفاظو په تغیر سره متعددو صحابه و را نقل کړی دئ. 


 د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرو حاصل دادئ: که یو چا د بل کس یوه کوچنۍ ټوټه ځمکه هم غصب کړه، نو د قیامت په ورځ به په هغه ځمکه ننویستل کيږي.


 یوه عبرتناکه واقعه


ددې حدیث په تړاو په مسلم شریف او صحیح بخاري کي د ځمکي د غصب په هکله یوه خورا عبرتناکه واقعه روایت سوې ده؛ د حضرت معاویه رضی الله عنه په وخت کي، د مدینې حاکم مروان په عدالت کي د حضرت سعید بن زید رضی الله عنه په خلاف یوه دعوه وکړه، چي سعید رضی الله عنه زما فلانۍ ځمکه ګرځولې ده. دی په دې دعوه سره خورا غمجن سو. و مروان ته ئې وویل: زه به ددې ښځي ځمکه ګرځوم او غصب به کوم!!! 


(په داسي انداز سره ئې وویل، چي مروان لا ځني متأثره سو)


ویل ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په دې اړوند د سخت عذاب اورېدلي دي. 


مروان ورته وویل: زه ستا څخه په دې باره کي هیڅ ثبوت نه غواړم.


تردې وروسته حضرت سعید رضی الله عنه په غمجن زړه بده دعا ورته وکړه: یا الله! ته پوهېږې! که دې ښځي پر ما غلطه دعوه کړې وي، نو د سترګو نور ځني واخلې او دا ځمکه ئې قبر کړې.


(ددې واقعې راوي حضرت عروه وایي: بیا همداسي وسول، ما پخپله داښځه ولیده، چي د عمر په اخیر کي ړنده سوه او دې ښځي به ویل چي د حضرت سعید رضی الله عنه دعا زما حال داسي کړ او بیا یوه ورځ دا په هغه ځمکه کي روانه وه، ناڅاپه و غټ ډب ته ولوېده او هلته مړه سوه او هغه ئې قبر سو) صحیح بخاري او مسلم شریف

 

نوربیا... 

مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته