تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اداري كار‌پوه سره د يوه مسلمان عالم مباحثه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 27, 2020
  0

له يوه غير مسلم مشهور اداري كار‌پوه سره د يوه مسلمان عالم مباحثه

 

ژباړه: محمد نبي الدین/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مشهور عرب عالم شیخ محمد حسن الددو په خپله یوه مرکه کښي  وایي چي د یوه مسلکي اداري شخص سره مي ملاقات وسو، نوموړي چي د دوکتورا تر کچي ئې په تجارتي مدیریت کي تعلیم کړی وو، په اقتصاد وزارت کي د وزیر مشاور وو او د یوه صالح دوست په مېلمستیا کي مو ملاقات سره وسو. ټولو مېلمنو خپل تعرف وکړی او وروسته ما د نوموړي څخه پوښتنه وکړه، چي زه د مدیریت (Management) اړوند يو څو پوښتني کولای سم؟ ویل: هو

 

شيخ: ايا ممكنه ده چي يوه مؤسسه دي له ادارې او مديريت پرته د ډېر وخت لپاره کاميابه پاته سي؟
اداري: هيڅ کله نه، هره مؤسسه بايد اداره او مديريت ولري.

 

شيخ: ايا دا نړۍ يوه مؤسسه ده که نه؟
اداري: هو، لويه مؤسسه ده.


شيخ: دا لويه مؤسسه (ټول کائنات) څوک اداره کوي؟
اداري: !؟ (حيران سو فکر يې وکي خو څه يې و نه ويل)


شيخ: دا مؤسسه يوازي هغه څوک اداره کولای سي، چا چي پيدا کړې ده.
اداري: سمه ده.

 

شيخ: ايا ممکنه ده چي په يوه کاميابه مؤسسه کي دي دوې مساوي ادارې وجود ولري، چي د هغو دواړو پر سر دي بله پورته اداره نه وي؟
اداري: نه، د ادارې له اصولو څخه يو اصل دا دی چي بايد يوازي او يوازي يوه تنظيمي مرجع ولري او دا هيڅ ممکنه نه ده چي څو مساوي مسؤولين دي په يوه مؤسسه کي وي او پر سر دي يې يو مدير نه وي.


شيخ: لَوْ كَانَ فِيهِمَآ ءَالِهَةٌ إِلَّا ٱللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ  ﴿٢٢﴾ الأنبيَاء
ژباړه: كه په هغه (ځمكه او اسمان) كې له الله تعالی پرته نور معبودان وای؛ نو دواړه به وران سوي وای.

 

شيخ: ايا ممکنه ده چي په سر کي لويه اداره (تر ټولو لوړ مدير) په هره لويه او وړه خبره کي د مؤسسې د ټولو منسوبينو سره وګوري؟
اداري: هيڅلکه نه، بلکي د ليکونو له لاري ورسره تعامل کوي (يا بله هره اسانه لار).


شيخ: همدا رسولان دي.

 

شيخ: که دغه ادارې يو فرمان صادر کړ چي کاري وخت د سهار پر اتو بجو پيليږي او څه موده وروسته يې بل فرمان صادر کړ چي له نن څخه وروسته کاري وخت د سهار پر اووه بجو پيليږي، نو په اول فرمان سره کارمندان عمل کوي که په وروستي فرمان سره؟

اداري: په وروستي فرمان سره: ځکه اول فرمان په همدې وروستي تعديل او تغير سره باطل سو.


شيخ: دا اول فرمان مسيحيت وو او دا وروستی فرمان اسلام دی.
اداري: !؟.. ولي ادارې دغه کاري وخت تغير کړ؟


شيخ: تاسو ولي ژمني او دوبني وختونه بدلوی را بدلوئ؟
اداري: د کار مندانو د مصلحت په خاطر.


شيخ: د شريعت تغير هم کارمندانو (بندګانو) د مصلحت په خاطر کيږي.
اداري: هغه څنګه؟


شيخ: ايا ته پوهيږي چي په نړۍ کي لومړنۍ کورنۍ د آدم عليه السلام کورنۍ وه؟
اداري: هو.


شيخ: که د آدم عليه الصلاة والسلام په شريعت کي د خور سره نکاح حرامه وای نو دا نړۍ به دومره پراخه سوې وای؟
اداري: نه.


شيخ: ايا ممکنه ده چي د آدم عليه الصلاة والسلام شريعت (د خوندو سره د نکاح د جواز شريعت) دي پاته سي؟ ايا ته غواړې چي له خپلي خور سره نکاح وکړې؟
اداري: نه.


شيخ: نړۍ ترقي او پر مختګ کړی دی، شريعت هم بايد ترقي ورسره وکړي.

اداري په همدې ناسته کي مسلمان سو.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته