تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اهل باطل پر دوه ډوله دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 15, 2023
  0

اهل باطل پر دوه ډوله دي 


لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


يو ډول هغه دي چي حق ورڅخه ورک وي خو د حق پسې ګرځي هر چيري يې چي پيدا کړي تابع يې جوړيږي او مني يې لکه هغه کافران چي د اسلام دعوت ورته نه وي رسېدلی کله چي دعوت ورته ورسيږي دستي يې قبول کړي او اسلام راوړي يا په مسلمانانو کي هغه ګناهکار او سر ناخلاصي خلګ چي د ناپوهۍ له کبله يې لاره ورکه کړې وي؛ خو کله چي يې څوک د تقوی او پر هيزګارۍ لاري ته دعوت کړي دستي يې دعوت قبول کړي او ځان پر لاره باندي برابر کړي.


بل ډول هغه اهل باطل دي چي د حق په وړاندي مقابله کوي اوس نو يا حق ورته معلوم وي؛ خو د تعصب او حسد له وجهي حق ته غاړه نه ايږدي؛ لکه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي د مکې ځيني قريش يا يهود چي حق ورته پوره معلوم وو؛ خو د حسد او تعصب له کبله يې انکار ورڅخه کوی او يا په باطل کي دومره غوټه سوي وي چي د حق خبره يې بيخي زړه ته نه تېريږي؛ لکه په هره زمانه کي اهل هوی، بدعتيان او خوارج چي خپل ټول کړه وړه حق بولي او د ځان په وړاندي د هيچا پر دليل غوږ نه نيسي ځکه چي دوی د حق غوښتونکي نه دي بلکي د ځان غوښتونکي دي په داسي حال کي چي دوی هم پر حق برابر نه دي او له بده مرغه چي خپلي ټولي کړني د دين په نوم ترسره کوي.

 

www.taleemulislam.net
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته