تازه سرليکونه
عادي پوښتنه؛ جالب جوابونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 20, 2023
  0

عادي پوښتنه؛ جالب جوابونه

 

لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

له څلورو کسانو مي یوه پوښتنه وکړه ټولو مختلف او جالب جوابونه راکړه:

د بازارد کثافاتو په کچره دانۍ کي اخته وو د خاورو او امبارو څخه ئې پلاستکي کڅوړي خالي کولې او فارسل ته يې اچولې، ورڅخه ومي پوښتل ژوند څنګه دئ؟ په غریبه او خواره خوله يې د لوی الله شکر ووایه او وې ویل، چي په دې ساعت نه ارزو، ډیر ښه ژوند لرم، له ده څخه په پنځوس مترۍ کي مي د یوه شناخته چي په میلنونو افغانیوکاروبارکوی دوکان وو، هغه ته ورغلم د مجلس په جریان کي مي پوښتنه وکړه، چي ژوند څنګه دئ؟ سر ئې په غرور راپوته کړی او راته وې ویل چي دا اوس ژوند دئ؟ کارو بار نسته ډیر مي فکر خراب دئ په ژوند نه پوهیږم او پسي زیاته يي کړه، چي په الله قسم چي یوه ورځ کار نه وي، داسي فکر راته پیدا سي چي له ولوږي به مړ سم، کله چي له ده څخه رخصت سوم د هغه دوست پوښتني ته ورغلم چي د څو کلونو راهيسي د فلج په ناروغي اخته وو، تر روغبړ وروسته مي همدا پوښتنه ځني وکړه څنګه دی ژوند؟ راته وې ویل، چي هغه الله لره دي حمد وي چي انسانان ئې په هر حال کي خوشحاله ساتلي دي، پر دغه معیوبه حال ځکه شکر کاږم چي که اوس جوړ وای خو ظالم، غل ناروا اوقاتل وای څه به مي انجام وای. کله چي دده له کوره راووتلم په کوڅه کي پر هغه ځوان پیښ سوم چي په ښار کي د سپورټ کلب لري او ښه تن دروسته ځوان دئ د ژوند په باب مي پوښتنه ځني وکړه، چي څنګه دی ژوند؟ راته وې ویل، چي هر څه سم دي خو ټول عمر په دې فکر راباندي تېږي چي مریض نه سم د ناروغۍ څخه ډیر بیریږم، ځکه په بدن جوړولو مي زیات مصرف کړی دئ، که مریض سوم د ټول عمر خواري به مي عبث سي ډیر خوابدي یم په هیڅ شی نه پوهیږم.

 

 www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته