تازه سرليکونه
د (زه ولي مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عيسايي راهبه امنه ولي مسلمانه شوه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 17, 2022
  0

ژباړه اوغورچاڼ: عبدالغفارجُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


امنه یوه بپتسمه  ورکونکې نجلۍ وه، دښځودحقوقویوه بنیادپرسته وه،بله دنده يې داوه چي خبریاله هم وه، پخپله علاقه کي يې ډېرانعامونه ګټلی دي، دډېرصلاحیت خاونده وه، یوه ورځ يې کمپیوټرخراب شوچي همداددې دمسلمانیدوسبب هم وګرځیدی،په ۱۹۷۵ کال کي دلومړي ځل لپاره دې دکالج په ټولګۍ کي کمپوټر استعمالاوه، داواوکلاهوماښارته ولاړه چي دخپل کاروبارلیدنه وکړی اویاهغه سمبال کړي، له دوواونیوڅخه وروسته چي راغله ددې کمپیوټرپه غلطۍ سره دتیترکلاس (Theater Class) لپاره ثبت شوی ؤداپه دې سره خواشینې شول،دخپل خاوندپه مشوره سره داوخپل استاذته ولاړه چي مسئله حل کړي، اویایوه چاره ددې وکړي، استاذيې ورته وویل چي همکاري به ورسره وکړي، کله چي داوټولګۍ ته ولاړه حیرانه شوه چي ټولګۍ دعربوډکه ده، وکورته راغله اوپریکړه يې وکړه چي بیابه وټولګۍ ته نه ځي،دې به ویل((زه نه غواړم چي داوښانوځغلونکواوچټلوپه منځ کي نه کښینم)) دوې ورځي وتړلې دروازې ته ورغله اخروټولګۍ ته تلل داځکه چي داراهبه وه اودايې له ځان لپاره موقع وبلله چي کيدای شي عرب عیسایان کړم، کله به دې په ټولګۍ کي وعربوته ویل ((که چيری تاسی پرحضرت عیسی علیه السلام ایمان رانه وړی چي هغه ستاسودګناهونوکفاره دی نوتاسی به تل په دوږخ کي یاست))وبل لورته عربوهیڅ نه ویل خاموشه به وه، امنې کوښښ وکړچي دوی وعیسائیت ته واړوي اومرتديې کړي خوداونه شول اوس امنې بل تدبیروکړ هغه داچي ((زه به ددوی مقدس کتاب قرآن کریم ولولم ترڅودوی ته يې ثابته کړم چي اسلام یوددرواغودین دی اومحمدصلی الله علیه وسلم یودرواغجن نبی دی)) نعوذبالله،یوه شاګرددې په غوښتنه وامنې ته قرآن کریم اوبل اسلامي کتاب ورکړ، یونیم کال امنې دقرآن کریم اونورو۱۵ اسلامي کتابونومطالعه وکړل،ځینی داسی ایاتونه يې ورڅخه لیکلی وه چي دې به داښودل چي داسلام دین حق دین نه دی، په غیرمعمولي ډول سره دلومړي ځل لپاره ددې خاوندپه څه بدلونوپوه شو، هغه داچي هره شنبه اوجمعه به دوی وشرابخانې ته تلل اوشراب به يې څیښل، خواوس امنه نه شراب څیښي، نه شراب خانې ته ځي، اوپه بیل وطاق کي ژوندکوي، امنه وایی: (( ماداسی فکرنه کاوه چي زه دي اسلام قبول کړم خوداسلام دمطالعې سره مي په دماغ اوعقل کي انقلاب راغی نوځکه اسلام زمادټولوناخوالوحل دی)) داسلام مطالعه شروع ده،یوه ورځ یومسلمان چي شیخ عبدالعزیزنومیدی له نوردروکسانوسره دامنې دکوردروازه وټکوله، اوویل يې چي زه خبرشوی یم چي تاسی اسلام قبلوي، دې ورته وویل زه یوه عیسایی یم اوماخپل ټول وخت وعیسائیت ته وقف کړیدی، اوزه داسلام په هکله یوڅه پوښتني لرم، مادشیخ عبدالعزیزڅخه پوښتنی وکړې زماوهرې پوښتنې ته يې قناعت بخښونکي ځوابونه راکړل، زمادهرې پوښتنې سیاق اوسباق يې هم معلوماوه،په هیڅ پوښتنه يې وماته بداو(بې عقله) نه دي ویلي، پراسلام باندی زمااعتراضونه ختم شول، اخرمي دشیخ عبدالعزیزپه مخکي دمئی دمیاشتی پر۲۱ په ۱۹۷۷ کال کي دشهادت کلمه وویله اوپه اسلام مشرفه شوم.


اوس زماداسلام ۲۴ کاله کيږي په لومړي ځل کي زماکورنۍ زماسره په پوره نفرت اوکرکې کي وه، دوی غوښتل چي ماووژني، خوالحمدلله اوس مي دکورنۍ زیات غړي په اسلام مشرفه شوی دي.


داسلام قبلول زمالپاره په لومړیوکي ستونځمن کاروو داځکه چي له دوستانو، ملګرو، موراوپلاره څخه بیله شوم دوی توجه نه راته کوله، له اقتصادي ستونځوسره هم مخ شوم داهرڅه وماته الله جل جلاله اسانه کړل اوتیرشول، داصرف اسلام ؤ، ماوملګروته ویل چي نوربه ګفې شفې نه وي،زماموردانه منل چي مااسلام قبول کړیدی موربه مي ویل چي امنه په جذباتوکي ده، یاکيدای شی اعصابويې کارپری ایښی وي، نوغوښتل يې چي ماپه (Mental Health Institution) کي داخله کړي، پلارمي بیاتردې حده په احساساتوکي شوچي توپک يې ډک کړ او غوښتل يې ماووژني، پلاربه مي ویل((زه نه غواړم چي زمالورددوږخ په تل کي وي، تراسلام يې وژل ښه دي.))


کله چي ماپه لومړۍ ځل باندی حجاب وکړاوخپلی دندي ته ولاړمه نوهغوی جواب کړم، خوهرڅه چي وه ماقرباني ورکړه، داسلام لپاره مي هرڅه دلاسه ورکړه، داچي مااوزماخاوندډيره مینه سره درلوده اوموږدوه ماشومان درلودل نوځکه خبره وطلاق ته ودریدل زه تراولادوهم تیره شوم، په محکمه کي قاضی راته وویل یابه له اسلامه تیریږې اویابه له ماشومانوڅخه، که اسلام نه پریږدې نو د ماشومانوروزنه به ستاپه غاړه وي، ۲۰ دقیقې وخت يې  راکړچي زه بایدپریکړه وکړم، زه دتل لپاره دماشومانوڅخه بیله شوم، اوله ځانه سره مي وویل چي الله جل جلاله مي ښه ساتونکي دی، اوهرڅه مي پرالله جل جلاله وسپارل،داچي ماشومان پرماډېرګران وه نومي خپل دوسیه دکلوریډاومحکمې ته یووړل هلته داپریکړه وشوه چي دمذهب په بدلون سره ماشومان له موره نشی جلاکيدلای، زموږپه کورنۍکي زمااناچي تر۱۰۰ کلونوڅخه زیاته وه په اسلام مشرفه شول، اوداسلام راوړلووروسته وفات شوه، له دې څخه وروسته زماهغه پلارچي زه يې وژلم هغه مسلمان شو، زمادپلارپه مسلمانیدوسره مي دامیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمربن خطاب رضی الله عنه کيسه رایاده شوه.بیامي مورمسلمانه شوه، ۱۶ کاله وروسته مي لومړی خاوندمسلمان شو، زوړخاوندمي راته وویل چي ما۱۶ کاله ته څارلې اوس پوه شوم چي ته حق يې ماوبخښه، ماورته وویل مامخکي لابخښلی يې.


ماخذ : ماولي اسلام قبول کړ؟(۸)


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته