تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله (ص) د محبت نخښي
 
  April 22, 2015
  0
لیکنه:  مولوي محبوب شاه   ساجد

 پر ټولو مومنانو باندي د الله جل جلاله  څخه وروسته  د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم  مينه او محبت کول فرض دي . داسي مينه او محبت  چي د الله جل جلاله  د ټولو مخلوقاتو څخه بايد زياته وي ، يو مسلمان بايد د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د خپلو والدينو، اولادونو، ښځي ، مالونو، تر خپل ځان او تر ټولو کائناتوزيات محبت ولري ،  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د ټولو ذکر سوو شيانوزيات محبت کول  د الله عزوجل  غوښتنه او دکامل ايمان مهمه برخه ده. 

 


         يو مسلمان بايد تر خپل ځان  زيات د  حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره محبت ولري . په يو حديث شريف کي راځي چي حضرت عمر رضي الله عنه وويل : 

 

يَا رَسُولَ اللهِ لأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِلاَّ مِنْ نَفْسِي فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : لاَ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْكَ مِنْ نَفْسِكَ فَقَالَ لَهُ عُمَرُ ، فَإِنَّهُ الآنَ وَاللَّهِ لأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ نَفْسِي فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم الآنَ يَا عُمَرُ.  (صحيح البخاري)  

 

  ژباړه :اې د الله جل جلاله   رسوله صلی الله علیه وسلم  ! ته ماته د خپل ځان څخه پرته د هرشي څخه زيات ګران يې  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما نفس د هغه په (بلاکيف)لاس کي دئ  تر هغه به د پوره ايمان خاوند نه سې تر څو چي زه درته تر خپل ځان ګران نه سم ، حضرت عمر رضي الله عنه  بيا ورته  وويل  : ته اوس ماته تر خپل ځان هم ګران يې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته  وويل  :  اوس دي ايمان سم سو  اې عمره  رضي الله عنه .

 

               د پور تني  روايت  څخه  دا  خبره  ښکاره  سوه  چي د الله  جل جلاله   څخه  وروسته   رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هر شي او هر چا مقدم  دئ  او  دا د کامل ايمان غوښتنه ده.

 

           علامه بدرالدين عيني  رحمة الله علیه  ددي حديث په شرح کي داسي ليکي :  ستا  ايمان تر هغه پوري کامل نه دى تر څو چي  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره تر خپل ځان هم زياته مينه  ونه  لرې (عمده القاري جلد ٢٣ صفحه ١٦٩) 

 

 
           د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  سره  تر خپلو والدينو او  اولادو  څخه هم زيات محبت کول فرض دي  ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي :فوالذي نفسي بيده لايؤمن احدکم حتي اکون احب اليه من والده وولده (صحيح البخاري )

 

 
          ژباړه: زما دي په  هغه  ذات  قسم  وي چي  زما  نفس  د هغه په لاس کي دئ هيڅ يو ستاسي څخه تر هغه پوري مؤمن کېدلاي نه سي تر څو چي زه  ده ته  د ده تر  اولاد او والدينو زيات محبوب نه سم.   

 

 
      رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره تر خپل اهل ، مال  او  تر ټولو خلګو محبت کول فرض دي  رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : لايومن عبد حتي اکون احب اليه من اهله وماله والناس اجمعين:. (صحيح مسلم) 

 

 
ژباړه: يو بنده تر هغه پوري مؤمن کېدلاى نه  سي ترڅو چي زه ده ته تر خپل اهل  ، تر خپل  مال  او  ټولو خلګو څخه زيات محبوب نه سم .

 

  امام نووي  رحمة الله علیه  ددې حديث په شرح  کي  ليکلي دي :

 

 

  د  انسانانو  خپل  منځي  محبت  کول   درې  ډوله  دى :

 

 

  ١ _ د مشرتابه  او لوۍ والي  په  وجه    لکه  اولاد چي د پلار او شاګرد چي  د استاد سره مينه کوي .

 

 
٢_ د ميني او  زړه  سو ي په وجه   لکه پلار چي يې  داولادونو او  لويان  يې د کوچنيانو سره کو ي.

 

 
٣_ د خپلو همزولانو  او هم  فکرو تر منځ  محبت کول دي  .

 

  نبي کريم صلی الله علیه وسلم  په  خپل  محبت کي د محبت  دغه دري  واړه  ډولونه  سره  جمع کړي دي.  (شرح نووي علي مسلم)

 

  همدا راز  يو څوک  د يو چا سره  د هغه د ښو اخلاقو په خاطر محبت کوي ، يو څوک د يو چا سره د هغه د حسن په خاطر محبت کوي ، يو څوک د يو چا سره  د سخا‌ء ، شجاعت ، تقوا،  صبر، زغم  ، رحم دلۍ ، خواخوږۍ          او  نو رو ښو صفاتو په  خاطر محبت کوي چي  دا  صفتونه  هم ټول  په سرور کائنات کي را جمع دي .

 

             نو پدي اساس کوم کسان چي دالله عزوجل  څخه وروسته   دالله جل جلاله  د رسول  صلی الله علیه وسلم  او جهاد څخه زيات نورو  شيانو سره محبت کوي هغوى دالله جل جلاله  د سخت عذاب مستحق دي  لکه الله جل جلاله  چي فرمايي: قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ. سورت التوبه، ایت ۲۴

 

 
 ژباړه : ووايه اې محمد  صلی الله علیه وسلم  ! که ستاسي پلرونه  ، ستاسي زامن ، ستاسي وروڼه ، ستاسي ميرمني ، ستاسي خپلوان او هغه مالونه ، چي تاسي ګټلي دي او هغه سوداګري ، چي تاسي يې پر ناچله کېدو بېرېږى او ستاسي د خوښۍ وړکورونه  که تر الله  جل جلاله  او د هغه تر رسول  صلی الله علیه وسلم  او جهاد تاسوته خوښ وي نو تاسي انتظار وکړئ  څو د الله  جل جلاله  امر راسي ، الله  فاسق قوم  ته لاره نه ښيي . 

 

                حافظ ابن کثر رحمة الله علیه  ددې ايت په تفسيرکي داسي ليکلي دي : که چيري دغه شيان تاسو ته تر الله جل جلاله  ، د هغه تر رسول صلی الله علیه وسلم  او دهغه په لارکي د جهاد څخه زيات محبوب وي نو تاسي ددې خبري انتظاروکئ  چي  پر تاسي به  د الله  جل جلاله  د طرفه  مختلف عذابونه را نازل سي (تفسرابن کثير).

 

            امام مجاهد او  امام حسن رحمة الله علیهما د الله  جل جلاله  ددې ارشاد (حتي ياتي الله بامره)په تفسير کي فرمايلي دي : چي ددې څخه دنيا او اخرت دواړو عذابونه  مراد دي (تفسيرقرطبي ج ٨ صفحه ٩٥-٩٦)

 

 
علامه زمخشري رحمة الله علیه  فرمايي چي دا ډېر بېرونکى ايت دئ (.تفسيرالکشاف ج ٢ صفحه ١٨١)

 


 

 
امام قرطبي  رحمة الله علیه  فرمايي : چي دغه ايت دالله جل جلاله  او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم  سره د
 
 محبت کولو پر فرضيت باندي دلالت کوي او دا محبت د هرشي پر محبت باندي مقدم دئ . (تفسير قرطبئ جلد ٨ صفحه ٩٥) 
 
 
د جناب  رسول  الله صلی الله علیه وسلم  سره د محبت کولو فايدې :
  
١_ د  رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره محبت کول د ايمان د خوندو سبب دئ ، ځکه  رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: ثلاث من کن فيه وجد حلاوة اﻻيمان ان يکون الله ورسوله احب اليه مماا سوا هماوان يحب المرء لايحبه الا لله ،وان يکره ان يعود في الکفرکما يکره ان يقدف في النار (متفق عليه او الفاظ د بخاري دي ) ژباړه: په چاکي چي درې شيان پيدا سي هغه به د ايمان په خوند پوه سي
 

١_ الله جل جلاله  او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم  تر ټولو شيانو ورته ګران وي .
 
٢_ د هر چا سره  مينه يوازي دالله جل جلاله  دپاره کوي .
 
٣_  دويم ځلي کفر  دومره ورته سخت  وي لکه يو څوک چي په اور کي  اچول کېږي  .
 
 
د ايمان د خوند څخه مطلب علماوو  دا ښوولى دئ ، چي کچيري يو څوک دالله جل جلاله  او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم  سره تر بل هر چا او هرشي زياته مينه ولري نوهغه ته به دالله جل جلاله  او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم  تابعداري ډېر خوند ورکوي ، عبادات به په ډېر شوق او خوند سره کوي ددين په خاطر به تکليفونه برداشتوي او خپل  ځان ،مال او اولاد به د الله جل جلاله  په لار کي بېله ځنډه  قربانوي .
  
٢_ څوک چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره محبت کوي هغه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په اخرت کي يو ځاى وي، دحضرت انس  رضي الله عنه څخه روايت دئ چي يو سړى و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او ورته وې ويل : چي يا  رسول الله صلی الله علیه وسلم  قيامت څه وخت دئ ؟   رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وويل : چي تا د قيامت د ورځي لپاره څه امادګي نيولې ده ؟  هغه صحابي  ورته وويل : چي  نوره امادګي  خومي نه ده نيولې خو د الله  جل جلاله   او  دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم  سره ډېره مينه لرم  نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وويل :(فانک مع من احببت) (صحيح مسلم ) 
 
يعني ته به د قيامت په  ورځ  دهغه  چا سره يوځاى سې چي ورسره مينه  لرې، حضرت انس  رضي الله عنه وايي چي موږ  د اسلام  راوړلو څخه وروسته په  بل هيڅ  شي دومره  نه وو خوشحاله سوي څومره  چي د  رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دې خبره باندي خوشحاله سوو.
 
حضرانس  رضي الله عنه  زياتوي  چي الله  جل جلاله   دهغه  د رسول د  ابوبکر او حضرت عمر رضي الله عنه  سره زياته مينه لرم او اميد لرم  چي په  اخرت کي به د  رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قول مطابق د هغو   سره يوځاى يم ، که څه  هم د هغو په پرتله نېک اعمال نه لرم. 
 
د پورتني  روايت  او  نورو رواياتو څخه  دا خبره ښکاره سوه چي يو څوک د حضرت  رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره حقيقي محبت لري  نو هغه به په اخرت کي دسرورکائنات سره يوځاى وي  او همداراز  د الله جل جلاله  د دوستانو  سره  مينه  درلودل  هم  دهغو سره په اخرت کي د يوځاى والي سبب دئ .
 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دمحبت نخښي :
  
علماوو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره  د محبت کولو ډېري نخـښي  بيان کړي دي چي  لنډيز  يې دا دی:. 
 
 
١_په دنيا  او اخرت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دليدلو  هيله  لرل 
 
٢-  د حضرت  رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه خپل ځان ، مال ، اولاد ټوله قربانول .
 
٣- د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټولو اوامرو تعميل  او دهغه د ټولو نواهيو څخه په کلکه ځان ساتل.
 
٤- د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ټولو سنتو باندي عمل کول  او په مقابل کي يې د بدعت  څخه ځان ساتل .
 
٥- د سول الله صلی الله علیه وسلم  پر شريعت  باندي  عمل کول  او د اسلامي شريعت  څخه په کلکه دفاع کول .
  
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حقوق:
 
 ١- پر  رسول الله صلی الله علیه وسلم  باندي د ايمان راوړلو څخه وروسته د هغه کامل  اطاعت کول .
 
٢-  د ژوند په ټولو چارو کي د حضرت  رسول الله صلی الله علیه وسلم  کامل متابعت کول.
 
٣- د حضرت  رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره تر الله عزوجل  را وروسته  تر هر چا  او  هرشي  زيات محبت کول .
 
٤- دحضرت  رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سنتو باندي کامل عمل کول .
 
٥- پر  رسول الله صلی الله علیه وسلم  باندي زيات  درود  ويل .
 
٦- د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره وسيله غوښتل (د اذان په دعاء کي)
 
٧-  د  رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاکو بي بي ګانو درناوى کول .
 
٨-  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اهل بيتو سره  محبت کول .
 
٩- د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صحابه کرامو  سره  محبت درلودل ، نوپه دې اساس د ټولو مسلمانانو لپاره ضروري  ده  چي د حضرت  رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره حقيقي محبت  ولري  او  دهغه  سره  د محبت  درواغجني دعوې ونه کړي .
 
 پاملرنه !د ا خبره هم  د يادوني  وړ  ده  چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   او دهغه  د اهل بيتو سره په  محبت کي بايد د اسلامي شريعت  د اعتدال دلاري څخه څوک وانه وړي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته