تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که خبره د بيرغ شي نو دا واوره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2022
  0

شاعر : شفاعت ريحان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

که خبره د بيرغ شي نو دا واوره
د دې سپين توغ له تاريخ به خبر نۀ يې؟
تۀ يې لاندې د وزر تر اثر نۀ يې؟
خوندور لکه چې زما په نظر نۀ يې
هو مؤمن يې هو په خټه ازر نۀ يې
خو هډونو کې هم سم برابر نۀ يې
دا بيرغ دين دی، ملت دی او ايمان دی
دا بيرغ د توحيد څلی او نښان دی 

 

که خبره د بيرغ شي نو دا واوره
لولپه د اســ...ــتشهاد شوه ورته زړونه
فـــ...ــدايانو يې په ننګ ځار کړل سرونه
چا پرې وشيندل وريت شوي اندامونه
صدقه ترې د ځوانيو لښکرونه
څۀ به ناز به ځارېدل ترې ګلابونه
دا بيرغ د شهيدانو ويښ وجدان دی
دا بيرغ د جنتي زلمو ارمان دی 

 

که خبره د بيرغ شي نو دا واوره
شيخ، عالم، مفتي، قاضي پرې شهيد شوی
طـــ.....ـــالب جان د بخاري پرې شهيد شوی
محصل د ډاکتري پرې شهيد شوی
هم شاګرد د رياضي پرې شهيد شوی
د بزګر بچی زخمي پرې شهيد شوی
دا بيرغ د وينو سيند دی او روان دی
دا بيرغ د غرور څلی دی ودان دی 

 

که خبره د بيرغ شي نو دا واوره
په زرګونو بورې ميندې يې سلام کړي
زړه يې هر ځل په ليدو باندې ارام کړي
کونډه ناوې يې بې حده احترام کړي
د شهيد لالي په پاتي ياد يې پام کړي
ورور بايللې خور يې هسک په سر د بام کړي
دا بيرغ نه چيرته سپک او نه ارزان دی
دا بيرغ په دې ولس له ځانه ګران دی 

 

که خبره د بيرغ شي نو دا واوره
ملي څۀ معنی؟ ملي چې سل کلن وي؟
مقدس وي او خپلواک وي ارزښتمن وي؟
هسک ولاړ په مرچلونو د دښمن وي؟
خو دا هر څۀ به د دې توغ په لمن وي؟
د هيواد و ملي ګټو ته به ژمن وي؟
دا بيرغ د کوم ګوند نۀ دی، دا افغان دی
دا بيرغ ملي د ټول افغانستان دی 

 

که خبره د بيرغ شي نو دا واوره
دا بيرغ له محمد څخه را پاته
دې بيرغ سرټيټي نه ده کړې چاته
نۀ کفارو د مکې نۀ د کسرا ته
نۀ انګرېز، نۀ روس، ناټو، نۀ امريکا ته
تل په مخه ځي او نۀ راځي و شاته
دا بيرغ شهيد، غازي او قهرمان دی
دا بيرغ خو شفاعته مسلمان دی 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته