تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نفس اړوند یو څوخبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 28, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱. د خپلو خواهشاتو سره مبارزه کوئ ! چي پر نفس تسلط او ولکه پیدا کړئ.


۲. تر ټولو لویه پر هېزګاري، د نفسي خواهشاتو سره مخالفت کول دي.


٣. حقيقي لویي پر ځان تسلط او واک لرل دي.


۴. د توان تر بریده د درخواست کولو څخه پرهېز وکړه!.


۵. دژوند معنی تکلیف ګالل.


۶. امین او سالم سړی تر هغه د نفس سره په جنګ وي چي دفرمان منلو ته یې تياروي.


۷. کله چي بې اعتمادي شروع سي، صمیمیت له منځه ځي.


۸. نیک اعمال د لوړ همت څخه پیدا کیږي.


۹. پرنفس تسلط يوازي هغه ازادي ده، چي د یادولو وړ ده.


۱۰. نه معلومیږي چي څومره قدر اعتماد پر خپل نفس، پرنورو شیانو د اعتماد باعث کیږي.


۱۱. د ټولو بریالیتوبونو پای اول دعا، بیا پرخپل ځان تکیه او  اعتماد دي .


۱۲. پر خپل ځان نه اعتماد، د نورو په منګولوکي را بندېدل دي.


۱۳، د خپل نفس سره مبارزه کول جهاد دئ.


۱۴. د ژوند اساس پر ځان اعتماد دئ.


۱۵، ستا ترټولو خطرناکه دښمن ستا نفس دئ چي ستا د دوو بغلو په منځ کي اوسيږي.


۱۶. دنفس د فرمان څخه پرهېز وکړه! .


۱۷. د شهواتو پر سر د نفس سره وجنګېږه ! چي زړه دي حکمت ونیسي.


۱۸. تر ټولو بېچاره انسان هغه دئ، چي د خپل نفس د اصلاح کولو څخه عاجزه وي.


۱۹. پر خپل ځان اعتماد د بریالیتوب اول راز دئ.


۲۰. محکمي د امید څخه زیږېدلې ده.


۲۱. آمید پر خپل ځان اعتماد ته وده ورکوي.


۲۲. څوک چي خپل ځان تر هغه اندازه چي دي دی بالا بولي، هیڅکله به د کمال و سرحد ته ونه رسیږي.


۲۳، وقار او عزت، انسان ته پر خپل ځان اعتماد وربخښي.


۲۴. پر خپل ځان اعتماد د انسان سرمایه (شتمني ده)


۲۵، څوک چي پر خپل ځان اعتماد لري، بې له شکه او تردیده و خلکو لارښونکې جوړېدلای سي.


ماخذ : سپېڅلي خبري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته