تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دروژې سنتونه او مستحبات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2023
  0

دروژې سنتونه او مستحبات

 


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مستحب څخه مراد د روژې پوره ثواب حاصلول دي .


يعني :که يو څوک غواړي چي د روژې پوره پوره ثوابونه حاصل کړي نو مستحبات دي مراعات کړي.


١. پیشلمئ كول :د يوې یا دوو گولو په خوړلو یا په یوه گلاس اوبو څیښلو سره د پېشلمي سنت ادا کیږي.


که چیري د چا خوراك ياڅیښاك ته اشتها نه کېدل، نو هغه ته په کار ده چي يو دوې گولې ډودۍ، یا خرماوي و خوري یا لږ تر لږه یو غړپ اوبه وڅیښي تر څو دپېشلمي سنت ادا سي.


عن عبدالله بن عمر - رضي الله عنهما- قال: قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم)تسحروا ولو بجرعة من ماء )


ترجمه: حضرت عبد الله بن عمر -رضي الله عنهما- څخه روایت دي چي نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: تاسو پېشلمي وکړي که څه هم د اوبو په یوه غړپ سره وي. پېشلمي په خواږه شي.


سره کول مستحب دي، یا دا چي د پېشلمي د خوراك سره یو خوږ شي هم وي.


( عن ابي هريرة رضي الله عنه : ان رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قال: نعم سحور المومن التمر.


ترجمه: د حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دي چي نبي کریم(صلی الله عليه وسلم)  وفرمایل چې د مومن لپاره تر ټولو ښه د پېشلمي خوراك خرما ده.


۲. پېشلمئ ناوخته كول مستحب دى :

او ځیني فقهاء وایي سنت دي (که څه هم په آخري وخت کي یو غړپ اوبه و چیښي پېشلمي ځنډول ترهغه وخته پوري مستحب دي ترڅو چي دده یقین یا زیات گمان دا وي چې تراوسه لا شپه پاته ده.


يعني: په يقيني ډول یا د غالب گمان مطابق د صبح صادق دسپېدو د راختلو څخه تر مخه د پيشلمي څخه فارغ کېدل په کار دي.


که چیري په وخت کي شك واقع سي نو بیا پیشلمئ كول مکروه دي. 


٣. د روژې د نيت الفاظ په ژبه سره ويل د مشائخ کرامو سنت او مستحسن دی.


د نیت لپاره دي دغه الفاظ ووايي( و بصوم غد نويت من شهر رمضان )ترجمه: نيت مي دي. د رمضان د میاشتي د سبا دروژې، یا دي په خپله ژبه داسي ووایي: زه سبا روژه نسیم.


۴.کله چي لمر ولويږي نو په روژه مات کي ژروالي كول افضل دي.


مستحب دا دي چي د ماښام تر لمانځه مخکي روژه مات وسي، د وریځي او دوړو په ورځ ژروالی نه دي په کار . بلکه تر هغه به انتظار کوي تر څو چي پوره اطمینان ورته حاصل سي.


۵. په خرما سره روژه ماتول: 

یو مستحب دي او د طاق شميربل مستحب دي یعني: چي د خرما شمېر یوه، درې، پنځه وي.

او که خرمانه وه نو بیا په یو بل خوږ شي سره روژه ماتول هم مستحب دي او که بیا خوږ شي نه وو نو په اوبو سره روژه ماتول هم مستحب دی. 


ځیني خلک په مالگه سره روژه ماتول سنت بولي او هغه غټ ثواب گني دا عقیده غلطه ده.

 

۶. د روژه مات پر وخت دا دعاء ويل سنت ده.

اللهم لك صمت وبك آمنت وعليك توكلت و على رزقك أفطرت و صوم الغد من شهر رمضان نویت فاغفر لي ماقدمت وما أخرت)


ترجمه : اې الله! ما ستا لپاره روژه ونیول او پر تاباندي مي ایمان راوړي دي او پر تا باندي مي توکل کړی دي، او ستا په رزق سره مي روژه ماته کړه، او د رمضان د میاشتي د سبا د روژې نیت می وکړي، نو ته زما وروستئ او مخکنئ گناهونه را وبخښې.


يا دې یوازي دغه لاندي الفاظ ووایي.


اللهم لك صمت و على رزقك أفطرت)

څخه ماسوا نور الفاظ هم نقل سوي دی.


۷. مستحب دادي چي د روژه مات په وخت کي د دنيا او اخرت لپاره چي هر څه غواړي وه دي غواړي.


 او د روژه مات وروسته دي دغه دعاء ووایي.


(ذهب الظمؤ وابتلت العروق وثبت الأجر انشاء الله )


ترجمه : تنده ختمه سول، رگونه تر او تازه سول او اجر ثابت سوانشاء الله تعالی.


۸ .مومن روژه نيونکي ته د روژه مات لپاره څه برابرول.


که چیري يو مومن ته روژه مات ورکړي نو روژه مات ورکولو والا نه هم د روژه نيونکي په اندازه ثواب ورکول کیږي که څه هم په روژه مات کي یې یو گلاس شیدې یا یوه خرما یا یوگلاس اوبه ورکړي وي. 

۹. د گناهونو څخه د خپلو اعضاؤ ساتل:


روژه نيونکي لپاره د خپل اعضاو يعني :غوږو، سترگو،ژبي ،لاسو، او پښو ساتنه، د غلطو کارونو څخه لکه درواغ ،غیبت، چغلگري، ناحقه قسم اخيستل، د شهوت په نظر کتل، فحش ویل، ظلم کول، د مسلمان سره دښمني کول، ریاکاري کول او داسي نورو څخه ځان ساتل مستحب دي.


که څه هم د ټولو گناهونو څخه ځان ساتل هر وخت واجب دي. لیکن د روژه نيونکو لپاره نور هم ټینگار پکار دي .


۱۰.د روژې په حال کښي مسواک وهل مستحب دي:


 په دغه وختو کښی مسواك وهل سنت دي.


 ۱.لکه کله چي د خولې بوي تغير وکړي. 


۲.کله د خوب څخه راپورته سي.


۳ د هر عبادت په وخت کی لکه د اودس تازه کولو پر مهال، د لمانځه کولو پر مهال، د قرآن شریف د تلاوت پرمهال، د درس او ښووني پر مهال او داسي نورو حالاتو او وختونو کښي د مسواك پر وهلو باندي ټینگار سوي دي. 


د روژې مبارکي په مياشت کښي د نورو ورځو په نسبت ډیر عبادات او خیراتونه کول مستحب دي.


۱۱. د روژې د نيت حكم

د روژې نيت کول د هري روژې د صحيح کولو لپاره شرط دی. 


نو که چیري یو څوك د روژې د نیت څخه ماسوا د سپېدو څخه بیا تر لمر لويدو پوري ټوله ورځ خوراك څیښاك او جماع ونه کړي نو هغه روژه نيونکي نه بلل کیږي .

ماخذ :دروژې فضائل او احکام 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته