تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوی نظام او رسنۍ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2021
  0

نوی نظام او رسنۍ


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د نوي نظام د راتللو سره لکه په نورو برخو کي چي د پام وړ تغييرات راغله د رسنيو په برخه کي هم تغييرات راغله هغه رسنۍ چي د بهرنيو اشغالګرو په پيسو چلېدلې د هغوی د وتلو سره سم دېته مجبوره سوې چي خپلي رسنۍ بندي کړي، هغه رسنۍ چي د بهرنيانو په دستور يې مبتذل او غير اخلاقي نشرات کول د بهرنيانو د وتلو سره بې باداره پاته سوې او نشرات يې د اخلال سره مخامخ سوه او هغه رسنۍ چي د ناپوهۍ او ګمراهۍ له کبله يې په هيواد کي غير اسلامي نشرات کول اوس هغسي نشرات نسي کولای.


کڅه هم ځيني ناپوه او منحرف ژورنالستان اسلامي امارت پدې باندي متهم کوي چي پر رسنيو يې محدوديتونه وضع کړيدي خو خبره داسي ده چي امارت محدوديتونه ندي وضع کړي بلکي اسلامي امارت ددوی څخه د اصلاح او سمون غوښتنه کړې خو پدې خاطر چي ددوی فکرونه د مبتذلو نشراتو سره عادت دي اوس سم او ښه نشرات نسي کولای او ځان مقيد بولي.


يو وخت په فراه ولايت کي ماته د يوې راډيو مسئول ويل: زه دومره د موسيقۍ سره محبت لرم چي ما وصيت کړی که هر وخت زه مړ کېدلم ما ته د نورو شيانو پرځای موسيقي چالانه کړئ او دا يې هم ويل چي زه په نشراتو کي هيڅ ډول شرعي محدوديت نسم منلای، اوس نو دغسي انسان ارومرو ځان مقيد بولي او يو ډول خلق تنګي کوي.


ډېري رسنۍ چي اوس په افغانستان کي بندي سويدي لامل يې د اسلامي امارت راتګ ندی بلکي لامل يې د اشغالګرو وتل دی ځکه دوی د اشغال زېږده وه او د اشغال سره راغلي وې نو طبعا به د اشغال د ختم سره دوی هم ختميږي او يا د ځينو مسيحي دعوتګرو مؤسساتو لخوا يې اکمالات کېدل چي اوس يې هغوی اکمالات نسي کولای نو طبعا به يې فعاليت بنديږي.


هغه رسنۍ چي افغانانو په خپلو پيسو جوړي کړيوې او د افغان ملت لپاره يې نشرات کول اوس هم هماغسي نشرات کوي، د خپلو نشراتو څخه خوشاله دي او په نشرات کي يې يوه ذره خلل او ځنډ ندی راغلی.


خلاصه دا چي درې ډوله رسنۍ اوس يا بندي دي، یا پر بندېدو دي او یا هم ځانونه مقید بولي:


۱ – هغه رسنۍ چي اشغالګرو جوړي کړيوې.


۲ – هغه رسنۍ چي د کفارو لخوا د مسلمانانو پر ضد د نشراتو د کولو لپاره اکمال کېدلې.


۳ – هغه رسنۍ چي مبتذلي وې او غير اسلامي نشرات يې کول او اوس ځانونه نسي اصلاح کولای.


ماخذ : اسلامې مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته