تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستا د لاس تیلیفون
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 4, 2016
  0
لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
موبایل نعمت دی:
 
 په دې كښي شك نسته، چي ټليفون ددې عصر نوې او پر مختللې اختراع ده او د ورځني ضرورت د پوره كولو او دعوت لپاره يوه ښه وسيله ده؛ خو نن ورځ وينو، چي ټليفون د نوي نسل ذهنونه خپل طرف ته ډېر كش كړي دي او ښه په كثرت سره په مصروف دي که څه هم ځيني خلک يې د ورځني مشكل د حل لپاره کاروي؛ خو زيات خلک يې د شوق لپاره کاروي او يا هم غواړي، چي ځان د نورو سره سم كړي.
 
ددې نعمت د ناشکرۍ پایلي:
 
 په تاسف سره بايد ووايم، چي نن ورځ دا وسيله او نعمت ډېر خلک د خير د كارونو لپاره نه، بلكي د شر او فساد لپاره کاروي. په اكثرو ټليفونونو كښي كامره، بلوتوت او نور پروګرامونه او وسائل شتون لري، چي د ګټي تر څنګ تاوانونه هم لري. استعمال يې زده كړي او مهارت ته اړتيا لري نو په ګټه او تاوان يې بايد هر څوک ځان خبر كړي او كه په غلطه استعمال سي نو الله جل جلاله  مه كړه چي د انسان ژوند، كوراو آخرت به ورتباه کړي. 
 
اورېدلي به مو وي، چي د همدې ټليفون په خاطر خلکو خپلي ښځي طلاقي كړي دي او د عزت خاوندان په بې عزته سوي دي؛ حتى د خلکو په منځ كي د دښمنۍ او عداوت سبب ګرځېدلی دی.
 
 
په مجلسونو، كار ځايونو او كورونو كښي، چي دوه تنه سره يو ځای سي د يوه او بل ټليفون ته د بلوتوت له لاري ناكاره او بد اخلاقه عكسونه، عكاسۍ غزلي يا نور غير اخلاقي شيان استوي او ځیني ضعيف الايمانه خلکو؛ خو په بازارونو كښي دوكانونه ورته خلاص كړي دي او دا يوازي د وخت ضايع كول نه بلكي په اسلامي ټولنه كښي د فواحشو او بد اخلاقيو د خپرولو يو مهم سبب هم دی او كوم خلک چي دا بېكاره عمل او كار خوښوي دوی ته به الله جل جلاله  ډېر سخت او دردوونكی عذاب وركړي الله  جل جلاله داسي فرمايي: 
 
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. (سورة النور: ١٩)
 
ژباړه: باور وکړئ هغه کسان،چي په مؤمنانو کي د فحشاء خپرېدل خوښوي، د هغو لپاره په دنيا او اخرت کي دردوونکی عذاب دی. الله جل جلاله  پوهيږي اوتاسونه پوهيږئ.
 
كله کله د كم عمره هلكانو په لاسونو كښي کامره اوبلوتوت لرونکي ټليفونونه وي، دغه کسان که د بېكاره هلكانو سره كښيني نو هغوی يې بدو کړنو ته هڅوي. 
 
د مشرانو مسؤلیت:
 
دا هر مسلمان ته معلومه ده، چي كشران د راتلونکي تاوان او ضرر ډېر  نسي سنجولای، له همدې امله د مفسدينو پر نقش قدم روانیږي؛ نو والدينو ته په كار ده، چي خپل اولادونه تر څارني لاندي ونيسي او اداره يې كړي. په حديث شريف كي راځي: 
 
كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ. (رواه البخاري)
 ژباړه: ستاسو هر يو چوپان دی او هر يو د خپل رعيت مسؤل دی. 
 
او الله  جل جلاله  په قران کریم كښي فرمايي:
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ . (سورة التحريم: ٦)
 
ژباړه: اې مؤمنانو! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل د جهنم له (هغه) اور څخه وساتئ، چي پېلوځي يې انسانان اوډبري دي.
 
نن ورځ د ځینو نااهلو خلکو په ودونو، ښاديو او مجلسونو كښي د عكسونو اخيستل او عكاسۍ كول دود او رواج ګرځيدلی دی، تر ټولو بده خبره خولا داده چي د ښځو په لاسونو كښي كامرې او ټليفونونه وي او له هري خواڅخه عكسونه اخلي او بيا دا د پرديو ښځو عكسونه او عكاسۍ د پرديو او نامحرمه نارينه وو په مخ كښي کتل كيږي او په پايله كښي د خوابدۍ او عداوت سبب ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 
 
لاَ تُبَاشِرِ الْمَرْأَةُ الْمَرْأَةَ فَتَنْعَتَهَا لِزَوْجِهَا كَأَنَّهُ يَنْظُرُ إِلَيْهَا. (رواه البخاري)
ژباړه: يوه ښځه دي خپل مېړه ته د بلي ښځي داسي بيان نه کوي لکه هغه نارينه، چي هغه ښځه ويني. 
 
په حديث شريف كښي د بيان ( په خوله باندي ويل ) څخه منع راغلې ده د عكس او عكاسۍ خبره خو ډېره ليري او بده ده. كه ښځه خپل عكس په خپله اخلي او يا يې بل څوک ور څخه اخلي او يا د بل چا عكس اخلي نهايي زیات تاوان لري ولي، چي عكس پاتيږي او كه چيري د مفسدينو لاس ته ولوېږي يا الله جل جلاله  دي نه کوي د انټرنټ له لاري نشر سي نو په مليونونو انسانان به يې وويني او هر رنګه چي يې زړه غواړي هغسي يې جوړولای سي؛ نو له هغه څه څخه بايد لاس واخلو، چي دين او دنيا را خرابوي او هیڅ ګټه هم نه راته لري:
 
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم قَالَ « مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لاَ يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلاَلَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لاَ يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا ». رواه مسلم
 
ابوهريره  رضی الله عنه  روايت کوي، چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: څوک چي خلک يوه ښه کار ته راوبولي د دغه دعوت کوونکي لپاره هم هغومره اجر او ثواب دی لکه د کوونکي چي دی بېله دې، چي د کوونکي ثواب او اجر کم سي. او څوک چي خلک ګمراهۍ(بدو کارونو) ته راوبولي  نو دده هم هغومره ګناه سوه لکه د هغه کوونکي چي څومره ګناه ده بېله دې، چي د هغه کوونکي له ګناه څخه څه شی کم سي.
 
بل لوی زیان:
 
ځيني خلکو د ټليفون د زنګ پر ځای سرود يا موسیقي وراچولې وي، کله چي زنګ ورته راسي خپله خو په ګناه اخته دی نور مسلمانان هم په غير ارادي توګه په ګناه اخته کړي. رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
 
(لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ... رواه البخاري)
 
ژباړه: زما په امت کي به حتمي داسي قومونه پیداسي، چي حِر، ورېښم، شراب او معازف (سازونه)به حلال ګڼي.
 
علماء کرام وايي چي معازف د لهو (موسيقي)  الات دي نه يوازي دا چي ګناه لري بلكي د نورو د ازار او ځوروني سبب هم کيږي؛ ځکه چي د ټليفون د زنګ وهلو پر وخت شا او خوا خلک هم هغه زنګ اوري او د همدې بې ځايه زنګونو او غزلو څخه نن ورځ زموږ مسجدونه هم په امن نه دي؛نو دا شيطاني عمل او د كفارو شعار ږغول په تېره بيا په مسجد کي؛ خو تر بد بد تر دی.
 
ګټور استعمال:
 
ټليفون د الله  جل جلاله  يو لوي نعمت دی نه دا چي يوازي زموږ ورځنۍ اړتیاوي په حليږي بلكي موږ كولای سو د ټليفون په ذريعه د خپل مبارك دين دعوت او تبليغ هم وكړو؛ ځکه الله جل جلاله  موږ د خپل قدرت او علم مطابق په دعوت كولو باندي مکلف كړي يو او كوم خلک چي نور خلک خير ته رابولي او د شر له كارونو څخه يې منع كوي هم هغه خلک به كاميابه وي الله  جل جلاله  په قران کریم كښي داسي فرمايي:
 
ولْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. (آل عمران: ١٠٤)
 
كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ. (آل عمران: ١١٠)
 
 او نن ورځ الحمد لله د هر مسلمان ورور او خور دا په وس پوره ده، چي خپل ټليفون ته د قران کريم تلاوت، د علماوو نصیحتونه، اسلامي ترانې او نور ګټور معلومات ور واچوي خپله هم ګټه ځني واخلي او نورو ته يي هم هديه كړي تر څو ځان په خير الامت كښي داخل كړي دا يوازي دا نه، چي خپله اسلامي دنده او وظيفه به تر سره كړي بلكي ډېر لوی اجر او ثواب به هم تر لاسه كړي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته