تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ د اوسني ژوند په اړه د رسول الله ص وړاندوینه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2021
  0

زموږ د اوسني ژوند په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندوینه


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

وَعَنْ ثَوْبَانَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: «يُوشِكُ الْأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الْأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا "، فَقَالَ قَائِلٌ: وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: " بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ، وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ، وَلَيَنْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ، وَلَيَقْذِفَنَّ فِي قُلُوبِكُمُ الْوَهْنَ "، قَالَ قَائِلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: " حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ» . رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ، والْبَيْهَقِيُّ فِي (دَلَائِلِ النُّبُوَّةِ)


ژباړه: ثوبان رضي الله عنه  روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نیژدې دی چي خلګ به پر تاسو باندي داسي راټول سي لکه خوړونکي چي پر خپلي کاسې باندي راټولیږي. یوچا وویل: یارسول الله آیا زموږ د لږوالي له کبله داسي کیږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه  پدې وخت کي تاسو ډېر یاست خو داسي سپک یاست .

لکه :د سیل پوتل (خاشې‌)، الله پاک به ستاسو هیبت ستاسو د دښمنانو د زړونو څخه ایسته کړي او ستاسو زړونو ته به وهن (سستی) ور واچوي، یو چا پوښتنه وکړه : وهن څشی دی یارسول الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دنیا سره محبت او د مرګ څخه بد وړل.


اوس همداسي وخت دی چي د نړۍ تقریبا ټوله کفار پر مسلمانانو باندي راټول سویدي او په هرځای کي مسلمانان وژني او ځپي خو مسلمانان یې په مقابل کي ډېر بې غیرته سویدي، زړونو ته یې بې غیرتۍ نفوذ کړی دی، د دنیا په عیش او عشرت کي ډوب دي او د مرګ څخه وېریږي نو ځکه دښمنان یې ورباندي دلاوره سوي دي او هیڅ په عار یې نه راوړي. 

 

ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته