تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د صفوان بن اميه اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۶۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د صفوان بن اميه اسلام

 

که څه هم صفوان بن اميه د هغو کسانو څخه نه ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي د ده د وژلو امر کړى وي خو بيا هم دئ په دې صفت چي د قريشو د مشرانو څخه يو مشر ؤ پر خپل ځان و بېرېدى او د مکې مکرمې څخه وتښتېدى، کوم وخت چي د صفوان ښځي چي مسلمانه سوې وه وليدل چي عِکرمه په امان سو نو و عمير بن وهب الجُمُحي رضی الله عنه  ته ورغله او د صفوان د أمان په باره کي يې خبري ور سره وکړې، عمير بن وهب رضی الله عنه  د صفوان د ښځي په ملګرتيا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او د صفوان دپاره يې امان ځني وغوښتى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو!که صفوان مسلمان سو امان ورکوم، دوى ويل:

 

يا رسولَ الله! صفوان د ضـد او عناد خاوند دى که مسلمان نه سي امان ورکوې؟ ويل هـو! را دي سي څلور مياشتي امان ورکوم، عمير بن وهب و ويل:

يا رسولَ الله! د صفوان د امان دپاره يوه علامه راکه چي دئ په قانع کم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپله مبارکه لنګوټه يا پټکئ هغه چي د مکې مکرمې د فتحي په ورځ يې تړلې وه ورکړه، ويل: دغه زما د امان علامه ده، عمير بن وهب رضی الله عنه  پسي ولاړى صفوان يې هم په جده کي پيدا کړى، صفوان هم غوښته چي په کښتۍ کي سپور سي او يمن ته ولاړ سي، خو عمير بن وهب رضی الله عنه  ورته و ويل: راځه که څه هم پر هغه خپل کفر او شرک پاته يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  څلور مياشتي امان درکوي مګر ښه خبره دا ده چي اوس مسلمان سې، صفوان ويل: يا! د مسلمانېدلو إراده  مي نسته خو دغه امان مي قبول دى، نو صفوان پر هغه خپل شرک ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د امان په سبب مکې مکرمې ته راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: ما ته دوې مياشتي وخت راکه چي د اسلام په باره کي فکر وکم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څلور مياشتي اختيار لرې، بيا يې د حُنين په غزاءکي که څه هم مشرک ؤ اشتراک وکړی چي دغه غزاء د مکې  مکرمې تر فتحي لږ وروسته پېښه سوه، چي بیان به یې وروسته درته وسي. 
مګر صفوان د امان د مو دې تر ختمېدلو د مخه مسلمان سو.


دا د قريشو سرداران وه او دا يې و اسلام ته د داخلېدلو حالات وه.


اوس چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مکه مکرمه چي د ده ښار، وطن او د زېږېدلو ځاى ؤ فتحه او تسليم سوه، په انصارو کي دا بېره پيدا سوه چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلې پاته نه سي، نو انصارو په خپل منځ کي سره و ويل: آيا دا فکر نه کوى چي الله جل جلاله  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ده وطن او ښار ور فتحه کړی چي دلې دي و اوسيږي؟

 

په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صفا پر غونډۍ ولاړ ؤ او دعاء يې کول، کوم وخت چي د دعاء څخه فارغه سو ويل: تاسي څه سره ويل؟ دوى ويل: څه مو نه ويل يا رسولَ الله! بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: په کومه موضوع کي چي مو خبري کولې را ته و واياست، انصارو هغه خپل حال ورته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: معاذ الله ژوند مي هم ستاسي سره دى او مرګ  مي هم ستاسي سره دى.  


رسول الله صلی الله علیه وسلم  نولس ورځي په مکه مکرمه کي پاته سو چي په دغه موده کي يې و خلکو ته د هدايت او تقوْى، ديني او اسلامي لار ښووني کولې او د دغه ځايه څخه يې د اسلامي دعوت او د شا وخوا د بتانو د ماتولو دپاره ډلي يا سريې لېږلې چي د مکې مکرمې د شا وخوا په قبيلو کي يې ټول موجود بتان مات کړه او په مکه مکرمه کي داسي اعلان وسو: هر څوک چي پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لري په خپل کور کي دي هيڅ بت بېله ماتولو نه پرېږدي او په دغه نولس ورځو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمونځ سفريانه کاوه چي په عربي کي قصر ورته وايي (يعني: څلور رکعتيزه  فرضي لمونځ يې دوه رکعاته کاوه) خو لمنځونه يې نه سره يو ځاى کول چي جمعه ورته ويل کيږي، هغه دا چي د ماپښين او ماځيګر، يا د ماښام او ماخستن لمونځ سره يو ځاى کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمونځ قصر کاوه خو جمعه يې نه ده کړې.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته