تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د حبشې و مهاجرو مسلمانانو ته د قريشو چم
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۲ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حبشې و مهاجرو مسلمانانو ته د قريشو چم او حيله

 

د مکې مکرمې مشرکان په دې ډير خواشيني او ناراضه وه چي مهاجر مسلمانانو د خپل دين او ځانو د پاره د أمان ځاى پيدا کړى دی، نو غواړي چي هغه مهاجر مسلمانان هم په يوه طريقه سره مکې مکرمې ته راولي ځکه چي هغه مسلمانان د دوى د آزاره څخه فارغه وه او قريش په دې نه وه خوښ چي يو څه مسلمانان بېله تکليفه او بېله آزاره پاته سي نو  قريشو د خپلو سردارانو څخه دوه پوه، قوي او هوښيار نفر اختيار کړه چي دا به حبشې ته ځي او هلته به نجاشي په دې راضي کوي چي دغه مهاجر مسلمانان بېرته و مکې مکرمې ته ولېږي، دغه دوه نفره: يو يې عمرو بن العاص ؤ او بل يې عبدالله بن ابي ربيعه ؤ، دغه دواړه تردغه وخته نه وه مسلمانان سوي، نو قريشو په خپل منځ کي مشوره سره وکړه چي کومه هديه او سوغات بايد نجاشي او د هغه درباريانو ته ولېږو چي هغه په خوشاله سي او دغه زموږ غوښتنه قبوله کړي؟

 

ځينو و ويل: د نجاشي د څرمني څخه جوړ سوي شيان ډير خوښ دي او قريشو هم دغه د څرمني څخه جوړ سوي شيان د شام څخه را وړي وه، ښه ښايسته چرمي شيان يې درلودل، نو يې د دغو چرمي شيانو څخه ډير سوغاتونه د نجاشي او د هغه د وزيرانو او درباريانو د پاره سره يو ځاى کړه.

 

څرنګه چي نجاشي نصراني ؤ او حبشه هم د نصرانيت پر دين وه، نو يې د نصاراوو علماوو ته هم هديې او سوغاتونه ور سره واخستل، دغه دوه نفره د هِديو او سوغاتو سره و حبشې ته ورسېدل، د مخه تردې چي نجاشي ته ورسي د هغه په درباريانو، وزيرانو، او حاضر باشانو يې شروع وکړه، هغو ته يې هديې او سوغاتونه ورکړه، معلومه خبره ده چي هغه هم په دغو سوغاتو ډير خوشاله سوه او بيا يې و دغه درباريانو ته و ويل: دلته په حبشه کي زموږ د قوم خلك اوسيږي چي د مکې څخه يې هجرت را کړى دى او يو نوى دين يې را وړى دى چي نه زموږ په دين دي او نه ستاسي په دين دي، د دې خبرو څخه يې مقصد دا ؤ چي دغه درباريان د مسلمانانو څخه ناراضه او ورته په قهر سي او ويل: موږ غواړو چي د نجاشي سره په دغه باره کي و وينو او خبري ور سره وکړو، درباريانو ويل:

 

هو بالکل کولاى سى، څرنګه چي دغه خلك ستاسي قوم دى تاسي حق لرى چي د هغو په باره کي د نجاشي سره خبري وکړى، درباريانو وعده ور سره وکړه چي د دغه ملاقات په وخت کي به د دوى مرسته هم کوي، څو دغه دوه نفره د قريشو نمايندګان د نجاشي و دربارته ورغله، هغه را وړي سوغاتونه يې و نجاشي ته ورکړه، نجاشي هم ډير په خوشاله سو او بيا دغو دوو نفرو د مهاجرو  مسلمانانو په باره کي خبري شروع کړې، ويل: ايها الملک! زموږ د مَلک او وطن څخه ستا و وطن ته (نعوذبالله) يو څو بيعقل ځوانان راغلي دي چي د خپل قوم د دين څخه اوښتي دي او ستا په دين کي هم نه دي داخل سوي، يو بل نوى دين يې د ځانه څخه جوړ کړى دى چي نه يې موږ پېژنو نه ته، او د دوى د قوم مشرانو چي د دوى پلرونه يا يې اکاګان دي موږ و تا ته د دوى په باره کي را لېږلي يو چي ته يې بيرته و دوى ته ور ولېږې، ځکه هغه خلك د دوى ښه څارنه کولاى سي او د دوى په غلطياوو ښه خبر دي.

 

 درباريانو و ويل: دوى حق او صحي وايي هغه کسان و دوى ته ور تسليم کړه چي خپل وطن او قوم ته يې بوزي، نجاشي و ويل: زه ظلم نه کوم ستاسي خبري مي د هغو په باره کي واورېدې خو غواړم چي د هغو خبري هم واورم بيا وروسته حکم کولاى سم، دلته درباريانو بيا مداخله وکړه ويل: موږ دوى پيژنو، دوى په خپل قوم کي معتبره او د عزت خاوندان دي، دوى حق او رشتيا وايي، نجاشي و ويل: يا! دا ظلم دى چي د يوه طرف په خبرو پر هغه بل طرف حکم وکړم حتماً بايد د هغه بل طرف خبري هم واورم، واقعاً نجاشي عادل ؤ او رسول اللهﷺ مخ کي  د هغه په باره کي مسلمانانو ته فرمايلي وه چي حبشې ته هجرت وکړی هلته يو پاچا دى چي د هغه په مَلک کي ظلم نه کيږي، که څه هم نجاشي مسلمان نه ؤ مګر ظالم هم نه ؤ.

 

نجاشي پردې ټينګار وکړی چي تر هغو حکم نه سم کولاى څو د هغه بل طرف خبري وا نه ورم او په یوه روایت کي راغلي دي: که يو سړئ په داسي حال کي درته راغلى چي يوه سترګه يې د لاسه ورکړې وه او د يوه نفر څخه يې شکايت کاوه چي هغه دغسي را سره وکړه، ته به د ده په فايده حکم نه کوې ترڅو چه هغه بل مقابل نفر و نه وينې، ښايي چي د هغه دواړي سترګي د بينه تللي وي، بيا نو څوک ظالم دى؟ د دې حديث شريف مقصد دا دى چي پرحکم کولو تلوار مه کوه او ځان صحي او پوره په موضوع خبرَوه.

 

نو نجاشي هم پر خپله خبره ټينګ سو او ويل: زه بايد د هغو خبري هم واورم، درباريانو هر څه کوښښ وکړى چي نجاشي د دغو دوو نفرو د غوښتني سره سم حکم وکړي، مګر نجاشي وايي: تر هغو چي زه د مسلمانانو خبري وانه ورم دا امکان نه لري چي حکم وکړم، نجاشي امر وکړی چي مسلمانان راولى، مسلمانانو ته و ويل سوه چي نجاشي غوښتي ياست، نو يې په خپل منځ کي سره و ويل: هرڅه چي پيښيږي خو موږ بايد رشتيا ووايو او د خبرو کولو د پاره يې د رسول اللهﷺ د اکا زوى جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه  خپل مشر وټاکى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته