تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم هجرت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 3, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۷ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هجرت

 

کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو نقشه د رأيو په اتفاق تصويب سوه د الله جل جلاله  د طرفه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته جبريل عليه السلام  راغلی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې د قريشو دغه د غدر په عمل خبرکړى او ورته ويې ويل: چي الله جل جلاله  د هجرت اجازه درته وکړه او د هجرت وخت يې هم در معلوم کړى او ويل: الله جل جلاله  فرمايي: نن شپه پر هغه خپل بستر مه بيدېږه کوم چي ته پر بيدېدې، اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت دپاره تياري او آمادګي نيسي نو د دغې ورځي په غرمه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  وکور ته د هجرت د نقشې جوړولو دپاره ورغلى، حضرتِ عائشه رضی الله عنها  وايي: موږ په غرمه کي د ابوبکر رضی الله عنه  په کور کي ناست ؤ چي يو چا و ابوبکر رضی الله عنه  ته و ويل: هغه دى رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي مول يې وهلى يا مخ يې پټ کړى دى راغلى، دا داسي وخت ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هيڅکله په دغه وخت کي زموږ کور ته نه راتلى، هو رسول الله صلی الله علیه وسلم  همېشه د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  وکور ته ورتلى، مګر په داسي وخت کي چي غرمه او شديده ګرمي دي وي نه ورتلى، حضرتِ عائشه رضی الله عنها  وايي: عادتًا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغسي وخت کي زموږ کور ته نه راتلى نو ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: زما مور او پلار دي تر ده قربان وي په دې وخت کي نه دى راغلى مګر د يوه مهم کار دپاره.


حضرتِ عائشه رضی الله عنها  وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  راغلى او وکور ته يې د داخلېدلو اجازه وغوښتل اجازه ورکول سوه او کور ته را داخل سو، د ابوبکر رضی الله عنه  سره په کور کي اسماء او عائشه رضي الله عنهما  چي د ابوبکر رضی الله عنه  لوڼي دي ور سره وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: دغه څوک چي ستا سره دي دباندي يې وباسه [د هجرت کار دومره په پټه سره کېدى چي و ابوبکر رضی الله عنه  ته وايي لوڼي دي  دباندي وباسه، سره د دې چي اسماء او عائشه دواړي مسلماناني دي بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  وايي: دباندي دي ووزي] ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! زما مور او پلار دي تر تا قربان وي دا ستا کورنۍ ده څه نه پيښيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا ابا بکر! ما ته د هجرت اجازه وسوه، ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله ملګرتيا؟ يعني: زه دي په دې سفرکي  ملګرى يم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: هو يا ابا بکر! ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په ژړا سو او ډير شديد يې وژړل، دا د خوشالۍ ژړا وه، حضرت عائشه رضی الله عنها  وايي: ما تر دغه ورځي د مخه څوک نه ؤ ليدلى چي د خوشالۍ څخه دي ژاړي عادتاً انسان د غمه ژاړي، مګر ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په دغه ورځ د خوشالۍ څخه ژړل او د خوشالۍ سبب يې دا ؤ چي په هجرت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى دى، دلته د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په کورکي د هجرت دپاره پوره نقشه جوړه او وخت تعين سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل کور ته ولاړى او د شپې د را تګ په انتظار دى، خو هلته يو کار ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  بايد تر هجرت د مخه عملي کړى واى چي هغه د امانتو کار ؤ، څنګه د امانتو کار؟ هغه داسي:
 څرنګه  چي په هغه وخت کي بانکونه نه وه نوکه به يو چا قيمتي شيان درلودل او دئ به په سفر تلى يا به يې د هغه شي د ساتلو دپاره ځاى نه درلودى نو به يې دغه قيمتي شيان د يوه داسي شخص سره د امانت پر ډول اېښوول چي په هغه چا به يې اعتبار او باور درلودى او دغه امانتونه تر هر چا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ډير پراته وه ځکه چي دئ صلی الله علیه وسلم  صادق الامين ؤ.


 او دغه امانتونه کفارو ورته ايښوول حال دا چي دغو کفارو آزارونه  هم ورکول، د ده صلی الله علیه وسلم سره يې عقيدوي مخالفتونه هم درلودل خو د امانتو په باره کي يې تر هر چا پر ده صلی الله علیه وسلم  ډير باور او اعتماد درلودى، نو ځکه  د رسول الله سره ډير قېمتي شيان د امانت پر قسم پراته وه، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د هجرت اجازه وسوه او دئ صلی الله علیه وسلم  نه غواړي چي دغه امانتونه ضائع سي هر شئ بايد و خپل مالک ته ورسيږي، نو يې دغه امانتونه و حضرت علي رضی الله عنه  ته ور وښوول، چي دغه شئ د فلاني او دا شئ د فلاني دى، د ټولو امانتو مالکان يې ور وښوول او ويل: زما تر تګ وروسته به دغه امانتونه و خپلو خاوندانو ته ورسوې او بيا يې و علي رضی الله عنه  ته و ويل: چي ته به نن شپه زما په بسترکي بيده سې.


مګر د مجرم قريشو مشرانو ټوله ورځ په دې کي تېره کړه چي هغه خپله مجرمانه او خاینانه فيصله کومه چي د دارالندوه په پارلماني غونډه کي سهار تصويب سوې وه په عمل کي اجراءکړي، کوم وخت چي شپه سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپل کورکي دى
او هغه ځوانان چي قريشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو دپاره را ټول کړي وه هغه هم د شپې راغله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرکور را وګرځېدل کور يې محاصره کړى خاصتاً دکور و دروازې ته ډير متوجه دي، دا يې قصد او اراده ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کور څخه را ووزي دوى ټول په يوه وار حمله پر وکړي، د دغو ځوانانو د ډلي د إداره کولو دپاره د قريشو د مشرانو څخه يوولس نفره رئيسان وټاکل سوه، چي د دغه مجرم حرکت څارنه وکړي او د دغو رئيسانو نومونه په داسي ډول سره دي:


1 - ابوجهل بن هشام،

2- حکم بن ابي العاص،

3 - عُقبه بن ابي معيط،

4- نضر بن الحارث،

5 - اُميه بن خلف،

6 - زُمعه بن الاسود،

7 - طُعيمه بن عدي،

8 - ابولهب،

9 - اُبى بن خلف،

10 - نبيه بن الحجاج،

11- د ده ورور منبه بن الحجاج ـ


د مشرک قريشو دا ټينګ يقين ؤ چي دغه مجرمانه عمل مو خامخا کاميابه کيږي تر داسي اندازې چي ابوجهل خبيث په فخر او غرور سره و درېدى او خپلو محاصره کونکو ملګرو ته يې د پسخند پر قسم و ويل: محمّد داسي فکر او خيال کوي: که تاسي د ده متابعت وکړی د عربو او عجمو پاچهان به سى او پسله مرګه به بيا را ژوندي سى او هلته به تاسي لره داسي باغونه وي لکه د شام او ارُدن او که تاسي د ده متابعت و نه کړی په دې دنيا کي به مو حلال کړي او بيا به پسله مرګه را ژوندي سى او هلته به بيا تاسي لره اور وي چي په هغه کي به سوځل کېږى.


ابن اسحاق رحمة الله عليه  وايي: د دغه جُرم د عملي کولو وخت يې تر نيمي شپې وروسته ټاکلى ؤ نو ټول ويښ وه او هغه د صِفر د لحظې په انتظار وه، مګر الله جل جلاله  پرخپله إراده غالب او قادر دى د مځکي او آسمانو امر د ده عزوجل  په قدرت کي دى هرڅه چي د رب العزت سبحانه وتعالی  إراده وي هغه کيږي، دئ جل جلاله  خلك ساتلاى سي خو د ده عزوجل  د عذابه څخه هيڅوک نه خپل ځان او نه بل څوک ساتلاى سي، الله جل جلاله  په دغه شپه هغه کار وکړی چي بيا په وروسته کي و خپل رسول صلی الله علیه وسلم  ته فرمايي:
وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴿٣٠﴾ ـ  [الانفال:30]
يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم هغه وخت ياد کړه چي ستا سره هغو کسانو چي کافران سوي دي چم او فرېب کاوه،  يعني: و تا  ته يې د دې دپاره چم جوړاوه چي تا بندي کړي، يا دي و وژني، يا تا د مکې څخه فراره کړي او دوى دغه مکر او فريب ستا سره په پټه کاوه، خو دغه د دوى د فرېب جزاء الله جل جلاله  ورکوي او الله جل جلاله  د فرېب ښه جزاء ورکونکى دى.
په دغه آيات شريف کي الله جل جلاله  و خپل رسول صلی الله علیه وسلم  ته دغه د دار الندوه د مشورې بيان کړى دى او بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خلاصون اطمينان ورکړى دى.


خير کفار د نيمي شپې په انتظار دي خو د مخه تر وخت يوه د دغو ځوانانو څخه غوښتل چي تر دېواله ور واوړي او دننه کور ته ورسي، په دغه وخت کي دکور د طرفه يوې ښځي ږغ پر وکړی، نفر بيرته را وګرځېدى او بيا دغو ځوانانو په خپل منځ کي سره و ويل: که عرب په دې خبر سي چي موږ پرخپلو ښځو دننه په کورو کي حمله کوو دا به زموږ دپاره ابدي شرم او پيغور وي، دا عيب دى چي په يوه کور کي ښځه وي او موږ ورننوزو، نو موږ به دلې انتظارکوو تر څو چي محمّد صلی الله علیه وسلم  را وزي خو کور ته به نه ورځو، پر دغه خبره يې اتفاق سو نو ځکه دننه کور ته نه ورغله. 


سبحان الله! دا هغه جاهل عرب وه چي ژوندي انسانان يې ښخول او دغه يې دکورو د حرم مراعت او احترام ؤ، غواړي چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم  و وژني مګر کور ته دننه نه ورځي، خو بالمقابل د نن ورځي د هغو کسانو په عمل بشريت شرميږي! چي دوى خپل ځانونه په نړۍ او جهان کي د علم او پوهي استادان بولي او ځانونهد بشر د حقوقو بيرغ پورته کونکي بولي، د ښځو د حقوقو په نارو خو يې د غاړي رګونه وشکېدل او په عين حال کي د دوى په دې هيڅ پروا نه کيږي چي په يوه داسي کور ورننوزي چي هلته بېله ښځو بل هيڅوک هم نه وي او چي زړه يې غواړي هغسي وکړي، کورونه محاصره کړي د کورو خاوندان وتړي او بيا د خپلو شيطاني خواهشاتو د پوره کولو دپاره ښځي بې عفته کړي، دا د نن ورځي د علم او پوهي د پروفيسرانو عمل دى او هغه د بُت پرستو جاهلانو عمل ؤ اوس يې تاسي سره مقايسه کړى.
خير دغه ځوانان د کور د دروازې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راوتلو انتظار کوي،
په دغه خطرناکه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و علي بن ابي طالب رضی الله عنه  ته و ويل: ته زما په بستر کي پرېوزه او دغه زما زرغون حضرمي پټو در باندي  واچوه او بېغمه بيده سه


[دا هغه پټو ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  به همېشه په دغه پټو کي بیدېدی] او ویل: تا ته د دوى څخه داسي شئ نه پيښيږي چي ستا دي نا خوښه وي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دروازه خلاصه کړه او دکوره را و وتى، کفار دکور د دروازې سره ولاړ دي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى و مخ ته او د دوى په منځ کي تېرسو دوى نه ليدى، دا د الله جل جلاله  ساتنه او الْهي معجزه وه چي  دوى نه سواى ليدلاى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راوتلو په وخت کي د سورة يس  دغه آياتونه ويل:﴿ يس ﴿١﴾ وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ ﴿٢﴾ إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿٣﴾ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿٤﴾ ترڅو د الله جل جلاله  و دې قول ته ورسېدى: وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿٩﴾
د دوى په منځ کي تيريږي او دوى يې نه ويني، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه هم کفايت و نه کړى بلکه د مځکي څخه به يې خاوري را اخِستې او  د  هر  يوه پر سر  يې جلا جلا ور اچولې او يوه هم و نه ليدى، الله جل جلاله  په دغه طريقه سره د کفارو د ليدلو څخه پټ کړى.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپله کوره څخه را و وتى او د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  کور ته ورغلى او ځوانان هلته دکور و مخ ته د صِفر  د  لحظې په انتظار ولاړ  دي.


 بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  د کور د شا د دروازې يا دربچې څخه و وتل او د يمن پرطرف رهي سوه، که څه هم مدينه منوره د مکې مکرمې د شمال و طرف ته واقع ده خو دوى د جنوب پر طرف حرکت وکړی، دا په دې سبب چي د هجرت کارونه په ډير پټ او په سِرِي ډول سره وسي او پر قريشو لار ورکه سي نو خود د جنوب او يمن پر طرف رهي سوه.


هلته هغه محاصره کونکي ځوانان د ناکامۍ د وخت انتظار کوي، شپه ډېره تېره سوه د ځوانانو پر چهرو کرار کرار د نا اميدۍ او ناکامۍ علامې ښکاره کيږي، په دغه وخت کي يو سړئ راغلى چي د دوى د ملګرو څخه نه ؤ او وې ليدل چي ځوانان  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دکور د دروازې سره ولاړ دي، سړي پوښتنه وکړه چي د څه شي انتظارکوى؟ ځوانانو ويل:د محمّد صلی الله علیه وسلم . سړي ويل: خراب او برباد سواست په والله هغه ستاسي و مخ  ته تېر سو او ستاسي پر سرو يې خاوري هم در واچولې او په خپل کار پسي ولاړى، دوى ويل: په والله موږ نه دى ليدلى او د خپلو سرو څخه د خاورو په ايسته کولو مشغوله سوه، خو بيا هم ځوانانو د دروازې تر چاکو ورته وکتل وې ليدل چي هغه دى په بستر کي يو څوک پروت دى ويل: والله دا محمّد دى چي بيده دى او نور هم انتظار ورته کوو، د دې امکان ؤ چي دغه ځوانان د دغه بستر پر نفر حمله وکړي ځکه د دوى دا يقين ؤ چي دا محمّد صلی الله علیه وسلم  دى.


حال دا چه په دغه بسترکي حضرت علي رضی الله عنه  پروت ؤ او هغه خپل ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره فدايي کړى ؤ، ځکه په دغه بسترکي بيدېدل لوى خطر دى او دا کار لويه قرباني او فدا کاري ده، نو خود و علي رضی الله عنه  ته په اسلام کي اول فِدايي ويل کيږي ځکه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په عوض او بدل کي يې خپل ځان و مرګ ته سپارلى ؤ، دئ د هغه چا په بستر کي پروت دى چي د هغه د وژلو حکم د قريشو ظالمو مشرانو او مشرِک پارلمان صادرکړى دى، په دغسي بستر کي پرېوتل لويه فداکاري او قرباني ده.
څه وخت چي تېر سو ځوانانو نور صبر نه سواى کولاى دروازه يې وټکول او آخر يې په زور خلاصه کړه، دننه چي ورغله علي رضی الله عنه  مخ لڅ کړی ځوانان په حيرت کي پاته سوه چي دا خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه دی نو یې د على رضی الله عنه  څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه، هغه ويل: زه نه يم په خبر دلته نسته، ځوانانو کور وپلټى او رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  يې نه کړى پيدا، په مکه مکرمه کي  ډير ژر خبر نشر سو چي محمّد صلی الله علیه وسلم  هجرت کړى دى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته