تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مانزیکرت یا ملاذکرد د جګړې ۹۵۰ مه کلیزه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 15, 2021
  0

د مانزیکرت یا ملاذکرد د جګړې ۹۵۰ مه کلیزه


ژباړه: شیر احمد اغا/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دقيقاً ۹۵۰ کاله مخکي په همدغه میاشت (فبروري) کي هغه شیبې، کومي چي په وروستیو کي د انساني تاریخ په خاص ډول د اسلام په تاریخ کي په يوه ترټولو تاریخي او فیصله کونکې جګړې سره پای ته ورسېد، شروع سوې.

 

د مانزکریت جګړه له یوه پلوه د شا او خوا ۵۰۰۰۰ (بزنطیني) عسکرو چي د روم د امپراطوری له طرفه وه؛ او شا او خوا ۲۵۰۰۰ مسلمانو عسکرو کوم چي مشر یې د سلجوکیانو (سلطان الپ ارسلان) وو؛ ترمنځ وه. د مانزیکرت ځمکه د اوسني ترکیې په ختیځ کي ده چي مخکي د (اناټولیا) په نامه سره مشهوره وه او اوس ملاذکرد بلل کیږي.

 

د سلطان الپ ارسلان د ډېر ښه پلان او تدبیر له امله؛ ده داخلي جګړو او ده رومیانو ده خپلمنځي اختلافاتو سره سره مسلمانانو یوه برخلیک ټاکونکې جګړه وګټله. د هغه وخت د روم امپراطور پخپله هم بندي نیول سوی وو، چي دا ده نړی په تاریخ کي یوازینی ځل وو چي یو رومی امپراطور ده مسلمانانو سره په جګړه کي بندي نیول کيږي. دی په وروسته کي ازاد او بیرته (قسطنطنیه) ته چي اوسنی (استانبول) دی، ولیږل سو چيري چي ده په داخلي جګړو کي ماتي وخوړه او لږ وخت وروسته په ډېر ناوړه مرګ باندي ومړ.

 

دغه جګړه ده لاندي دلایلو په سبب برخلیک ټاکونکې وه:

 

۱: دغي جګړې د اناټولیا ( چي په وروسته کي په ترکیه مشهوره سوه) و نیولو او د سلجوقيانو وه واک ته رسیدلو ته لاره هواره کړه.

 

۲: دغه جګړه د عثماني خلافت یو هر اړخیزه پیلامه وه؛ سلجوقيان لومړني ترکي ستر ځواک مسلمانان وه کومو چي خپلي پلرني ځایونه چي منځنی آسيا وه پرېښودل او د ختیځ پر لور یې حرکت وکړ.

 

۳: دغه جګړه د (بزنطیني) د امپراطورۍ  ده زوال اعلان وو.

 

۴: دغي جګړې د سلجوقي او ټولي نړۍ ده مسلمانانو  روحیه تقویه کړل.

 

نوټ: اصلاً دغه جګړه د ۱۰۷۱ ميلادي کال په اګسټ کي سوې وه مګر داچي د وی ترمنځ د خبرو د حل لپاره استازو تګ راتګ وکړ، نو پدې توګه جګړه د (فبروري) په میاشت کي شروع سوه.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته