تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په لوړ یا ټیټ ږغ آمين ويل
 
  November 24, 2016
  0

ژباړه: مولوي احمد زاهد (کندهاري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


١-  دليل: 
عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ رضی الله عنه  اَنَّ النَّبِىَّ صلی الله علیه وسلم  قَرَاَ غَيْرَ الْمَغْضُوْبِ عَلَيْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّيْنَ فَقَالَ: آمِيْن وَ خَفَضَ بِهِ صَوْتَهُ. (ترمذى، ج:١، ص:٥٨) 

٢- دليل: 
عَنْ اَبِىْ وَائَلٍ  رضی الله عنه قَالَ: کَانَ عُمَرُ وَ عَلِىٌّ  رضی الله عنهما  لَا يَجْهَرَانِ بِبِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ وَلاَ بِالتَّعَوُذِ وَلاَ بِالتَّامِيْنِ.(طحاوى،ج:١، ص:١٣٤) 

٣- دليل: 
قَالَ عَطَاءٌ  رحمه الله  آمِيْنَ دُعَاءٌ. (بخارى، ج:١، ص: ١٠٧)
ژباړه: عطاء  رحمه الله  فرمايي چي آمين دعا ده او د دعا قانون په سورة الاعراف آيت: ٥٥ کي داسي بيان سوى دئ: 
 
(ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً...

د ترجيح وجه: 
 
لکه څنگه چي اعوذ بالله په قرآن کي نه ليکل کېږي همدا ډول آمين هم نه ليکل کېږي، نو دا دواړه د قرآن جزء نه دي او کوم شى چي د قرآن جزء نه وي نو هغه په لمانځه کي کرار ويل کېږي. پاته سوه دا خبره چي که چيري رسول الله  صلی الله علیه وسلم  يو وخت آمين په زوره ويلي وي نو هغه امت ته د تعليم لپاره دئ. 

په زوره د آمين ويلو د دلايلو جوابونه

د غير مقلدينو لومړى دليل:
 
د ابوهريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دئ چي "رفع بها صوته" چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په زوره آمين وايه. (ابو داؤد، ص: ١٣٥. ابن ماجه، صـ: ٦١) 
جواب: 
دا حديث ضعيف دئ ځکه چي د دې په سند کي بشر بن رافع الحارثى ضعيف راوي دئ. (تقريب التهذيب، ج: ١، صـ: ١٢٧. بيروت) 

د غير مقلدينو دوهم دليل: 
عبدالجبار بن وائل د خپل پلار څخه روايت کوي چي ما په نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  پسي لمونځ وکړي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  آمين ووايه ما هغه واؤرېدي او زه د هغه تر شا وم. (نسائي، صـ: ١٤٧) 

جواب: دا حديث هم ضعيف دئ ځکه چي د عبدالجبار بن وائل د خپل پلار څخه اورېدل ثابت نه دئ، ځکه چي امام نووى  رحمه الله  په شرح المهذب ج: ٣، صـ: ١٠٤ کي ليکي چي د حديثو امامانو پر دې خبره متفق دي چي عبدالجبار بن وائل د خپل پلار څخه هيڅ نه دي اورېدلي بلکي د محدثينو لويه ټولۍ دا وايي چي دى د خپل پلار د وفات څخه شپږ مياشتي وروسته پيدا سوى دئ. 

ماخذ: د غیرمقلدینو اعتراضاتو ته جوابونه
 
-----------------------
د وترو درې رکعته کول
تقلید په اسلام کي
لاس تر نامه لاندي نیول
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته