تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وپاچهانو ته د رسول الله (ص ) رسالې يا ليکونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

وپاچهانو او آمرانو ته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  رسالې يا ليکونه

 

اوس چي په جزيرة العرب کي تر ډيري اندازې د مسلمانانو تسلط او سيطره زيات سوه او د اسلام شان او شوکت لوړ سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دې ته فارغه سو چي خپل دعوت تر جزيرة العرب دباندي وباسي ځکه دغه دين يواځي د عربو يا د جزيرة العرب دپاره نه دى بلکه د ټول عالَم دپاره دى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شا وخوا و پاچهانو او آمرانو ته د ليک او رسالو د لېږلو إراده وکړه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسالو د لېږلو او ليکلو إراده وکړه .

 

ځينو اصحاب کرامو ورته و ويل چي پاچهان هغه ليک او رساله نه قبلوي چي هغه مُهر سوې نه وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د خپل ځان دپاره د سپينو زرو څخه مُهر يا انګشترۍ جوړه کړه چي پر هغه ليکل سوي وه (محمّد رسول الله) چي دغه ليکنه په درو ليکو کي وه تر ټولو کښته ليکه (محمّد) او د منځ ليکه (رسول) او لوړه ليکه (الله) وه.   


البته رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو رسالو د لېږلو دپاره داسي قاصدان اختيار کړه چي هغو هغه د دوى د ورتګ د ملکو په باره کي معلومات او پخوانئ معرفت درلودى او د هغو ژبه يې زده وه، اوس نو د دغو رسالو د لېږلو په وخت او تاريخ کي لږ اختلاف سته څوک وايي د دغو رسالو د لېږلو شروع د حديبيې تر صلحي وروسته د هجرت د شپږم کال په آخر کي وه، څوک وايي د هجرت د اووم کال په شروع کي ولېږل سوې، چي د دغو دوو قولو په منځ کي فقط يوه مياشت يا تر هغه هم لږ فرق راځي. 


او څوک وايي چي د دغو رسالو لېږل تر عمرة القضاء وروسته يعني: د هجرت د اوم کال په آخرکي وه، خو په حقيقت کي دغه ليکونه په يوه ورځ يا يوه مياشت کي نه وه بلکه په مختلفو تاريخو لېږل سوي دي چي ځيني يې د هجرت په اووم کال کي وه او ځيني يې د هجرت په اتم کال کي وه چي په دې حساب ټول قولونه صحي دي، په هر صورت زه به د دغو رسالو يا ليکونو عبارت او مضمون، حالات او واقعات درته بيان کم.
(البته د رسالو د لېږلو ترتيب د تاريخ په حساب نه دى مراعت سوى).


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته