تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د جزيرة العرب څخه د يهودو ايستل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د جزيرة العرب څخه د يهودو ايستل

 

د يهودو ټوله منطقې فتحه سوې او يهود بيا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وخت او زمانه کي په جزيرة العرب کي پاته وه، د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د خلافت په دوره کي هم يهود موجود وه څو د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  د خلافت په وختو کي په خيبرکي يو مسلمان سړئ د يهودو د طرفه و وژل سو. 


و دغي قصې ته ښه متوجه سى چي د يوه مسلمان سړي وينه یواځي د هغه وخت  و حاکمانو او آمرانو ته نه بلكه په هر وخت کي یې د مسلمانانو وآمرانو ته څومره اهميت درلودى، د يوه مسلمان د وژلو په سبب وکفارو ته په کومه اندازه جزاء ورکول کېدل؟ خو تاسي یې د نن ورځي د حاکمانو او آمرانو د حالاتو سره مقايسه کړى! دغه د عدل ترازو او حکم به تاسي ته پرېږدم، آیا د مسلمان تر ویني بل ارزانه شئ سته؟


حضرت عمر رضی الله عنه  په دغه باره کي تحقيقات شروع کړه خو يهود هيڅ حال نه وايي او نه اقرارکوي، يو مسلمان نفر په خيبرکي د يهودو د طرفه وژل سوى دى خو يهود حال نه وايي چي چا وژلى دى، حضرت عمر رضی الله عنه  ورته و ويل:که قاتل په لاس را نه کړی تاسي ټول فراره کوم، خو يهود پر خپل انکار ټينګ وه او قاتل يې نه ورښاوه، نو حضرت عمر رضی الله عنه  ټول يهود فراره کړه، د خيبر يهود، د فـدک يهود،د وادي القرْى يهود د يوه مسلمان سړي د وژلو په سبب ټول فراره کړل سوه، بالکل د جزيرة العرب څخه وايستل سوه، په ټوله جزيره کي نور يهود نه سوه پاته بېله د تيماء د يهودو څخه، دا ولي پاته سوه؟ ځکه د تيماء يهود په جزيه اوسېدل مال او ملک د دوى ؤ او دوى مسلمانانو ته جزيه ور کول، خو د هغه نورو يهودو سره اول جنګ وسو او بيا په صلحه پاته سوه، د هيڅ مځکي او جايداد مالکان نه وه فقط نوکران او خدمتګاران وه او د هغو اختيار د مسلمانانو په لاس ؤ هر وخت چي يې ايستل کولاى يې سواى مګر د جزيې يهودو ته امان ؤ. 


نو ځکه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  د يوه مسلمان د وژل کېدلو په سبب هغه نور يهود ټول و شړل او يواځي د تيماء يهود په جزيرة العرب کي پاته سوه، دا د جزيرة العرب څخه د يهودو د ايستلو سِـر او سبب ؤ. 


پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو د يهودو ټوله منطقې فتحه کړې نو د يهودو د منطقو څخه بيرته د مدينې منورې پر طرف رهي  سوه، که ګوري په لار کي د غطفان قبيله هغه چي عُیینه بن حِصن يې رئيس ؤ ولاړه ده، د دوى لا تر اوسه و مسلمانانو ته اميد سته او غواړي چي پر مسلمانانو حمله وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي عُیینه اوس هم موږ نه پرېږدي او لا را پسې دى نو يې لښکر امرکړی چي د عُیینه پر طرف درځى، د  مسلمانانو لښکر د عُیینه پر طرف ور رهي سو، د الله جل جلاله  کارونه دي عُیینه چي د مسلمانانو د لښکر حرکت د ده پر طرف ولیدی په زړه يې بېره ننوتل او په تېښته يې شروع وکړه، ځکه دئ پوهېدى چي د مسلمانانو دغه کوچنئ لښکر په خيبر کي پر لسو زرو نفرو غالبه سو حال دا چي هغه په قلاوو کي هم وه، نو عُیینه د ځان دپاره فِرار تر قَرار بهتر وليدى او د لښکره سره وتښتېدى، دا هم هغه الْهي نصرت دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره وعده سوى ؤ. 


اوس به هغه حالات درته بيان سي چي د مکې مکرمې مشرکانو تهد خيبر د فتحي حالات څنګه ورسېدل؟


يو نفر چي نوم يې حَجاج او مشرک ؤ د خيبر د فتحي په وخت کي د دغې منطقې په شا وخوا کي موجود ؤ، کوم وخت چي يې د خيبر د فتحه کېدلو واورېدل او د اسلام کاميابۍ ور ښکاره سوې نو يې د اسلام سره علاقه پيدا سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى مسلمان سو، خو په دغه وخت کي يې مکې مکرمې ته د تللو إراده هم وه، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل:

 

يا رسولَ الله! زما ډير مالونه په مکه مکرمه کي د خلکو سره پاته دي غواړم چي ولاړ سم او هغه خپل مالونه را ټول کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: ولاړسه او خپل مالونه دي د خلکو څخه واخله، حَجاج ويل: بېله درواغ ويلو مالونه نه سم را ټولولاى، ويل: وې وايه، نو دغه حجاج هغه اول نفر دى چي د خيبر د منطقې څخه مکې مکرمې ته ځي او قريش هم د خَبَرُو په انتظار دي چي و محمّد صلی الله علیه وسلم  ته به په خيبر کي څه پېښه سوې وي، ځکه د دوى خيال نه بلکه يقين ؤ چي  يهود پر مسلمانانو غالبه کيږي، ځکه يهود لس زره د جنګ نفر لري او بيا په قلاوو کي دي، نو څوک پر غالبه کېدلاى سي؟ خير حجاج رهي سو او مکې مکرمې ته ورسېدى او هلته قريش پر را ټول سوه ويل: هـا! ژر وايه د خیبر څخه دي څه خبر را وړى دى؟


حجاج ويل: محمّد صلی الله علیه وسلم  د خپله لښکره سره ماته وخوړه او دئ بندي ونيول سو، ژر ده چي تاسي ته به يې راولي، قريش ډير خوشاله سوه،  مهمانۍ او مبارکۍ شروع سوې، عباس بن عبدالمطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا چي دلته حاضر ؤ او د حجاج خبري يې واورېدې د ډيري خوابدۍ څخه غځار او بېهوښه سو، زړه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ؤ چي هغه څنګه بندي نيول کيږي نو غځار سو خلکو چي را پورته کړی د تګ يا تللو نه ؤ، خلکو واخستى او خپل کور ته يې ورساوه.

 
حجاج و قريشو ته و ويل:
د دغه زيري په مقابل کي هغه زما مالونه چي ستاسي سره دي هغه راکړى،  څرنګه چي د حجاج مالونه د تجارانو او نورو خلکو سره پاشلي وه، ويل مالونه مي راکړی چي ولاړ سم په خيبرکي بندي مسلمانان را نيسم او بيا يې په عربو کي خرڅ کړم، قريشو ويل: هو د دغه زيري په مقابل کي په هرڅه ارزې،


 حجاج وايي: زما ټول مالونه يې په درو ورځوکي را ټول کړه، زما خيال نه ؤ چي په مياشت يې سره يو ځاى کم مګر د هغه زيري په بدل کي زما مالونه په درې ورځي را ټول سوه او د دغو ورځو په شروع کي عباس رضی الله عنه  ته شديده مريضي پېښه سوه، تر داسي اندازې چي د ولاړو نه دى او ډير غمجن دى، اوس غواړي چي د دغه خبر ښه تاکيد وکړي نو ويل: تاسي يو وار بيا دغه حجاج راته راولى، حجاج ورغلى او عباس رضی الله عنه  ورته وايي: ته دغه قصه يو وار بيا په ښه تفصيل سره راته بيان که، حجاج ويل: دغه ناست نفر دباندي وباسه، نفر وايستل سوه حجاج و ويل: يا عباس! والله محمّد صلی الله علیه وسلم  په خير دى يهودو ته يې ماته ورکړه د هغو قلاوي يې فتحه کړې او د يهودو د پاچا لور يې په نکاح کړه ټوله قصه يې په تفصيل سره  ورته وکړه، د عباس مريضي ورکه سوه، يو دم جوړ سو ځکه عصبي مريضي وه د پخوا په شان جوړ روغ سړئ سو، غواړي چي دباندي ور ووزي مګر حجاج ورته و ويل:

 

يا عباس! خواهش کوم دباندي مه وزه، قريش اوس زما مالونه را ټولوي، کوم وخت چي دي وليدل چي زه د مکې مکرمې څخه ولاړم بيا ور ووزه او قريش خبرکه، عباس رضی الله عنه  ويل: هو دا دي حق دى فقط درې ورځي انتظار درته کوم او بيا قريش خبروم، حجاج ويل صحي ده، حجاج خپل مالونه په درو ورځو کي سره را ټول کړه او بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى، پسله درو ورځو څخه عباس رضی الله عنه  هغه خپل ښه کالي واغوستل ځان يې ښه پاک او خوشبويه کړی او قريشو ته ور و وتى، په دغه پاک او سپېځلي شکل پر کعبه شريفه طواف کوي، څرنګه چي بېله حجاجه څخه تر اوسه بل څوک مکې مکرمې ته نه دى راغلى نو د خيبر صحي او واقِعِي خبرونه هم  نه دى را رسېدلى،  قريش په هغه خپله خوشالي کي دي، اوس چي يې عباس په دغه فېشن او ښه لباس کي وليدى ويل: 


اِيه يا عباس! دا د مصيبت سره مقابله ده؟ يعني: د غم په وخت کي داسي ځان تيارول! دا خپل ځان ته دلاساينه او تسلّْى ورکوې؟ 
عباس رضی الله عنه  و ويل: يا والله داسي نه ده، قريشو ويل: نو دا درې ورځي چيري وې؟ عباس رضی الله عنه  ويل: حجاج تاسي خطايستلاست اصلاً قصه داسي او داسي ده، د قريشو و زړه ته نه لويږي نو انتظار کوي چي يو څوک راسي، پسله پنځه ورځي هغه واقِعِي خبرونه را ورسېدل او قريش وارخطا سوه، پوه سوه چي اسلام ورځ په ورځ کاميابه کيږي او د اسلام دين لوړيږي.   

 

    (دا د خيبر قصه وه). 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو ته مدينې منورې ته د بيرته تګ په وخت کي دغه يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه چي اوس به درته بيان سي، هغه داسي: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان بيرته مدينې منورې ته تله، پر لاري يې ټوله شپه تګ وکړی او د شپې په آخره کي د لاري په يوه حصه کي بيده سوه، تر بيدېدلو د مخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و بلال رضی الله عنه  ته و ويل: يا بلال! ته بيداره اوسه چي د سهار لمانځه ته مو راويښ کړې، بلال رضی الله عنه  ويل: ښه دى يا رسولَ الله! بلال رضی الله عنه  ناست دى او خپل اوښ ته يې تکيه کړې ده، د الله جل جلاله  کارونه دي د بلال رضی الله عنه  هم په ناستي سترګي پټي سوې او بيده سو، د لمر تر راختلو پوري هيڅوک نه سوه را ويښ څو د لمر حرارت را ويښ کړه، اول هغه څوک چي را ويښ سو هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ نو ويل: يا بلال! څه درته پېښه سوه؟ بلال رضی الله عنه  ويل: يا رسولَ الله! هغه را ته پېښه سوه چي تا ته پېښه سوې وه، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو سره د دغي شېلې څخه و وتى  لږ مخ ته ولاړى او هلته يې په خلکو د سهار لمونځ آداء کړى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيرته مدينې منورې ته کاميابه او فاتح ورسېدى.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

سرته