تازه سرليکونه
د (تابعین او تبع تابعین) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حسن بصری (رح)ژوند لیک
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  December 14, 2020
  0

حسن بصری (رح)ژوند لیک


لیکنه  محب الله ذاکر /  تعلیم الا سلام ویب پاڼه 

 

 د دغه مشهور زاهد او با عمله  عالم  اوتابعي نوم حسن ، دپلار نوم يې يسار او اسم کنيه يې ابوسعيد دی ،د حسن بصري (رح)مبارکه مور چې خيره نوميده  دام المومنين ام سلمه رضي الله عنها وينځه وه،حسن بصري(رح) د عمر فاروق (رض)د خلافت په دوره کې زيږيدلی دی چې د ده له زيږيدنې څخه دوه کاله وروسته  حضرت عمر فاروق (رض)په شهادت ورسيد.حسن بصري(رح) د وادي القری په سيمه کې لوېېده او د حضرت عثمان (رض)عنه خطبو ته به حاضريده ،کله چې عثمان ذي النورين (رض)د خوارجو له  خوا محاصره شو، دی په دغه موده کې څوارلس کلن ځوان و.

 

حسن بصري (رح)  دام المؤمنين ام سلمه (رضه الله تعالی عنها)په مبارک کور کې د امهات المومنين په ګاونډ کې له هغوی څخه  دالله(ج)په فضل سره برکت تر لاسه کي او په دغه مبارک کورکې لوي سو ، نبوي روزنه يې ترلاسه کړه اوپه همدې توګه يې له  لاندې سترو اصحابو کرامو څخه زده کړه وکړه مظلوم شهيد حضرت عثمان ذي النورين ، حضرت علي کرم الله وجهه، ابوموسی الاشعري ، ابوبکره، عمران بن حصين ،عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس (رض)او داسې نور.  بلا ل بن ابي برده چې يو جليل القدر تابعي دی  وايي:  قسم دی، ما ډير اصحاب کرام ليدلي دي، ما بل هيڅوک داسې نه دي ليدلي چې د محمد (ص)د اصحابو سره ډير ورته  والی ولري ماسیوا له حسن بصري نه.په يوه  روايت کې راغلي دي چې له انس بن مالک (رض) څخه چې لوی او جليل القدر صحابي دی، د يوې مسئلې په هکله  پوښتنه وسوه ،ده په ځواب کې ورته وويل:

 

ورسئ زمونږ  له مولا  حسن بصري(رح) نه پوښتنه وکړئ ، دوی ورته وويل: چې ای ابوحمزه مونږ له تاڅخه پوښتنه کوو او ته راته وايې چې زمونږ له مولا حسن څخه پوښتنه وکړئ ، ده بيا ورته وويل هو ورسئ ! زمونږ له  مولا حسن څخه پوښتنه وکړئ ځکه چې ده هم علم زده کړی اومونږ هم،  خو د ده پياد دی اوز مونږ څخه هيرسوی دی.يونس او حميد الطويل دواړه داسې څرګندونه کوي چې  مونږ ډير فقهاء ليدلي دي خو مونږ له حسن بصري (رح) څخه ماسیوا بل څوک زيات د پوره مروت والا پوهان نه دي ليدلي.عوف وايي چې ما داسې شخص نه دی ليدلی چې د جنت د لارو په هکله له حسن بصري (رح) څخه زيات پوهه وي.حضرت قتاده (رض)وايي چې حسن بصري (رح)په حلالو اوحرامو له ټولو زيات فقيه وو.


شجاعت او زړورتيا


وايي چې حسن بصري(رح) ډيرحق ويونکی، ډير زړور او بهادر شخصيت وه د الله تعالی د دين په باره کې له هيچا څخه نه بيريدي اونه  يې د چا پروا ساتله.امام ذهبي (رح)د ده په اړه وايي : حسن بصري (رح) ښکلی اوغنم رنګه شکل درلودي،  او بلې خوا ته يې هيبت درلود او د نامتو زړورانو او بهادرانو له جملې څخه شميرل کيدي. حسن بصري (رح)عمر بن عبد العزيز (رح)  ته يو ليک ور وليږه: وروسته له حمد او ثناء څخه  يې داسې پکښې ليکلي وه: اې د مسلمانانو اميره! ځان پوهه کړه چې دا دنيا د اوسيدو ځای ندی بلکې  آدم عليه السلام د سزا په توګه دنيا ته راکښته سوی دي، که څوک په ثواب نه پوهيږي بايد پوه سي چې دا دنيا د ثواب ګټلو ځاې دی او هغه څوک چې په مجازاتو نه پوهيږي نو هغه دې پوه سي چې دا د مجازاتو د ګټلو ځای دی ، دنيا داسې ځانګړتيا لري چې چا يې درناوی  اوقدروکي،  هغه شرموي، چا چې راټوله کړه هغه بيوزله کوي، او هره شيبه پکښې  بې شمېره مړه کيږي، نو غوره توښه له دنيا څخه دا ده چې له دي څخه پرهیز وسي او پدې دنيا کې مالدار هغه څوک دی چې دنيا نه لري.

 

اې د مسلمانانو اميره! دنيا لکه زهر داسې ده چې خلک يې د روغتيا په نيت خوري، خو  له همدې وجې مري. اې د مسلمانانو اميره! په دنيا کې داسې اوسه لکه زخمي، چې د ځينو شيانو له خوړلو د دې لپاره پرهیز کوي چې وروسته بيا تل په پښېمانه نه سي، او د ترخو درملو په خوړلو صبر کوي چې بيا ټول عمر په عذاب نسي، ای د مسلمانانو اميره! د فضيلت خاوندان په دنيا کې په ډير تواضع او خاکسارۍ تګ کوي، په لباس کې له اقتصاده کار اخلي، تل د حق خبرې کوي، حلاله روزي خوري، په وچه او لنده (بحر) دواړو کې له الله  (ج)څخه يورکم بيريږي، په خوشحالي او خفګان دواړو کې يې دعاګانې يو رکم وي، که چيرې د الله (ج)له خوا يې د مرګ نيټه ټاکل سوي نه وای نو د ګناهونو له بيرې او ثوابونو ته د ليوالتيا له امله به د ددوی ارواوې په بدن کې د لږوخت لپاره پاته وای، يعنې دوی به ژر ځانونه شهادت ته رسولې وای، دوی الله تعالې ډير لوې ګڼې او مخلوق يې تر سترګو کوچنی معلومیږي، نو له دنيا څخه  ځان ژغوري او په لږ څه يي اکتفا کول.

 

حسن بصري  (رح) وايي:  ای انسانه! له ظلم څخه په کلکه توګه ځان وساته، ځکه چې ظلم ا وتيری د قيامت د ورځې د تيارو لامل ګرځي،هرومرو به د قيامت په ورځ  ځينې خلک دغرونو په اندازه نيکۍ له ځان سره راوړي ،ترهغه به حسنات  ځني اخستل کيږي چې هيڅ به هم ورسره پاتې نه سي او مفلس به پاته سي اوبيا به دوزخ ته ولاړ سي، په کال 103هـ ق کې عمربن هبيره فزاري د يزيد په زمانه کې د هغه لخوا دعراق د والي په توګه وټاکل شو او دا په داسې حال کې چې خراسان هم له عراق پورې وتړل شو،ده حسن بصري،(رح)محمدبن سيرين او امام شعبي رحمهم الله تعالی عليهم درې واړه خپل دربارته را وبلل  او ورته ويې ويل:ګورئ يزيد د الله (ج)له لورې خليفه شو او الله (ج)په خلکو باندې د خليفه په توګه مقرر کړ او د هغه طاعت يې پرخلکو واجب کړی دی او دا دی چې زه يې هم د والي په توګه ټاکلی يم د تاسې څه رايه ده؟ 

 

بيعت ورسره کوې که نه؟نو په ځواب کې امام شعبي او ابن سيرين رحمهم الله تعالی عليهم داسې وينا اوځواب ورکړ چې يوڅه اندازه تقيه اوځان ساتنه پکښې موجوده وه.ابن هبيره (رح)حسن بصري (رح)ته مخ را وګرځاوه چې ستا څه نظردی؟حسن بصري(رح) ځواب ورکي چې د يزيد په باره کې له الله (ج)څخه بيره وکړه له يزيد څخه بيره مکوه ،ځکه چې الله (ج)به دې له يزيد څخه وساتي او يزيد دې له الله (ج)څخه نه سي ساتلی،ډير ژر ده چې الله به ملک الموت درته راوليږي او له خپل تخت څخه به دې لرې کړي ، له دې پراخه قصر څخه به دې  وباسي اوهغه تنګ ګورته به دې ورننه باسي چې هلته يواځې نيک عمل ګټه رسوي او بس.ای ابن هبيره (رح)! که ته د الله (ج)نافرماني غوره کړې نو دا سلطنت خو الله (ج)د دين او د هغه د بنده ګانو د نصرت لپاره مقرر کړی دی، نو دالله په دين او بندګانو باندې د سلطنت په زور سورلي مکوه ځکه چې (لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق) دالله (ج)په معصيت کې د مخلوق طاعت نسته دی.په پاي کې ابن هبيره(رح) درې واړو ته جايزه ورکړه خو حسن بصري ته يې له ټولو زياته جايزه ورکړه، له همدې امله امام شعبي (رح) ابن سيرين (رح)ته وويل : 

 

(سفسفنا له فسفسف لنا)  کمزورې خبره مو وکړه، نو هغه هم راته په سپکه وکتل.د يزيد په وړاندې د ده له شجاعت ډک موقفونه ، د ده په شجاعت باندې پوره نښې دي چې په عامو مجالسو کې به يې د ده سرکښي اوطغيان بيانوه او د ده  په بدو کړنو به يې په کامل صراحت سره نيوکه کوله. حسن بصري (رح)وايي: ما داسې خلک ليدلي دي چې هرڅومره دنيا به ورته راغله هيڅ نه په خوشحاله کيدل اوکه دنيا به يې له لاسه ووتله هيڅ به ورباندې نه پريشانه کيدل، دا ځکه چې دنيا د دوی په سترګو کې له خاور څخه هم  سپکه او بې ارزښته وه.اوس راسئ زمونږ حالت د دنيا په هکله وګورئ چې څه مو حال دی؟په بل ځای کې داسې وايي: ما داسې خلک  ليدلي چې دنيا د دوی له نظره له خاورو څخه هم بې ارزښته وه ما داسې خلک ليدلي چې شپه به ورباندې راغله يواځې دومره شی به ورسره وه، چې د ده ګوزاره به ورباندې کيده او داسې به يې ويل چې دا خواړه زه ټول په خپل نس کې نه اچوم هرومرو يوه برخه به يې د الله (ج)په لارکې مصرفوم نو بيا به يې د خپل مال يوه برخه د الله (ج)په لارکې مصرف کړه دا په داسې حال کې چې دی به ورته له هغه څخه زيات محتاج وو.


وفات


حسن بصري (رح)د هجرت په يوسل او لسم کال د جمعې په شپه وفات سو چې عمر يې تقریبا ۸۹ کاله وو او ځينې روايات وايې چې ۸۶ کاله وو، کله چې د جمعې لمونځ ادا سو او خلک خواره واره سول نو د ده جنازه ويستل شوه، ډير خلک يې پر جنازه راټول سول او ګڼه ګوڼه دومره زياته سوه آن تردې چې د ده پر جنازې د مشغولتيا لامله د بصرې په جامع جومات کې د مازيګر جمع ونه شو. 


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته