تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر فاروق(رض) شدت او تُندي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2020
  0

د حضرت عُمر فاروق(رض)  شدت او تُندي

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت عُمرفاروق(رض)  د ډير شديد طبيعت خاوند ؤ، چي دغه د ده د طبيعت شدت به وروسته موږ د ده(رض)  په سيرت کي و وينو، کوم وخت چي دئ(رض)  خليفه سو، خلکو به د ده او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په منځ کي مقارنه او موازنه سره کول، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د ډير نرم، حليم او پاسته طبيعت خاوند ؤ، مګر نه د الله(ج)  پر دښمنانو، خو د مسلمانانو سره يې ډيره نرمه، پسته او ملائمه ګذاره کول، تر داسي اندازې چي د مسلمانانو ماشومانو چي به وليدى پسي ځغستل به يې.


عادتاً هلکان چي استاد و ويني ځني ځغلي او پټيږي، مګر هلکانو چي به خليفةَ رسولِ الله(ص)  وليدى پسي ځغستل به يې او ورته ويل به يې: يا أبتي يا أبتي! اې پلاره اې پلاره، او ده (رض)  به يې پر سرو لاس ور تېراوه، دا د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  نرمي او حِلم ؤ.


مګر كوم وخت چي حضرت عُمر فاروق(رض)  د ابوبکر الصدیق(رض)  خلیفه او د مسلمانانو امیر او حاکم وګرځېدی نو د ده د خلافت په اوله هفته کي چي به کوم ځای ته ورغلی هلته که به د اصحاب کرامو مشران هم سره يو ځاى وه يوې او بلي خوا ته به د ده د بيري څخه تښتېدل، خلک د ده(رض)  څخه په بېره کي دي ځني تښتي نه غواړي چي د ده سره مخامخ سي، خلک انتظار باسي او ورته ګوري چي اوس عُمر(رض)  په خپل خلافت کي د خلکو سره څنګه ګذاره او معامله کوي، څو دغه خبر په خپله عُمر فاروق(رض)  ته ورسېدى، چي خلک د ده څخه تښتي او نه غواړي چي د ده سره مخامخ سي، نو يې مؤذن امر کړى چي ږغ وکه (الصّلْوةُ جامعةٌ) او دا خو درته معلومه ده چي د رسول الله(ص)  د وخته څخه دا عادت او رواج ؤ: کوم وخت چي به د يوه مهم کار دپاره د خلکو جمعه کېدل يا را ټولېدل مقصد وه نو به دغه ناره کېده ( الصّلْوةُ جامعةٌ ) او خلک به په دغه ږغ په مسجد نبوي کي سره يو ځاى کېدل.


نو د حضرت عُمر(رض)  په امر د (الصّلْوةُ جامعةٌ) ږغ وسو او خلک په مسجد کي سره راټول سوه، حضرت عُمر(رض)  پر منبر کښېنستى. 


کوم وخت چي به رسول الله(ص)  خطبه ويل د منبر پر هغه لوړه او درېيمه ځينه به درېدى، کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خليفه سو د منبر پر دوهمه ځينه به درېدى او پر هغه ځينه به کښېنستى کوم چه رسول الله(ص)  هلته پښې ايښوولې، دا کار یې د رسول الله(ص)  د مقام د احترام په سبب کاوه، خو کوم وخت چي عُمر فاروق(رض)  خليفه سو پر اوله ځينه و درېدى او پر هغه ځاى به کښېنستى کوم چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پښې ايښوولې چي دا بيا د رسول الله(ص)  او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د مقام سره احترام او ادب ؤ.


نو عُمر(رض)  د منبر پر هغه ځاى کښېنستى کوم چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پښې ايښوولې، کوم وخت چي خلک سره را ټول سوه عُمر(رض)  ولاړ سو او په خطبه ويلو يې شروع وکړه، د الله(ج)  حمد او ثناء يې و ویل، پر رسول الله(ص)  يې درود و وايه او بيا يې و ویل: 


ښه متوجه سى دا د حضرت عُمر فاروق(رض)  منهج او خط مشي ده: 

 

حضرت عُمر فاروق(رض)  و ویل: ما ته خبر را رسېدلى دى چي خلک زما د شدت څخه وارخطا دي، زما د قهر او سختۍ څخه په بېره کي دي او خلک وايي: کوم وخت چي رسول الله(ص)  حيات او په موږ کي موجود ؤ عُمر پر موږ شدت کاوه او د رسول الله(ص)  د وجود څخه نه بېرېدى، كله چي بیا ابوبکر الصّدِّیق زموږ امير ؤ بيا هم ده شدت کاوه، نو اوس چي ټوله امر د ده په لاس کي دى څه به را سره وکي؟ هر چا چي دغه ويلي دي رشتيا يې ويلي دي، مګر کوم وخت چي زه د رسول الله(ص)  سره وم د هغه نوکر او مريئ وم او رسول الله(ص)  په هغه اندازه کريم، رحيم، نرم او مهربانه ؤ چي هيڅوک د هغه و ځاى ته نه سي رسېدلاى، لکه څرنګه چي الله(ج)  د هغه(ص)  په باره کي فرمايي: 


(بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ )[التوبه: 128]
نو ما خپل شدت د هغه(ص)  د نرمۍ سره ایښی ؤ، زه د رسول الله(ص)  په حضور لڅه توره وم څرنګه چي یې غوښته هغسي یې استعمالوله، يا به يې په پوښ کي پټه کړه يا به يې پرېښوولم چي پرې کېدل وکړم، يعني ما خپل شدت د هغه(ص)  په حضور کي اېښى ؤ، که به يې شدت غوښتى پرې به يې ښوولم چي شدت وکړم او که به يې نرمي غوښته منعه به يې کړم، زه تر آخره د رسول الله(ص)  سره پر دغه حال وم، څو د الله(ج)  و ملاقات ته يې رحلت وکړى او الحمد لله هغه زما څخه راضي ؤ او زه په دغه حال ډير بختور او خوشاله يم. 

 


بيا ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د مسلمانانو والي او امير ؤ او هغه هم هغه قسم سړئ ؤ چي هيڅوک د هغه د حِلم او نرمۍ څخه انکار نه سي کولاى او نه يې کوي، نو زه د هغه نوکر او کومکي وم، دغه زما شدت مي د هغه د نرمۍ سره ګډاوه، بيا هم د هغه په حضور لڅه توره وم چي يا مي په پوښ کي پټه کړي يا مي پرېږدي چي پرې کېده وکم، تر هغه وخته د هغه سره پر دغه حال وم څو الله(ج)  وفات کړى او الحمد لله هغه زما څخه راضي ؤ او زه په دغه کار خوښ او بختور يم. 


اې خلکو! اوس زه ستاسي د کارو ولي او متصرف سوم، نو پوه سى چي هغه شدت ضعيفه سو، مګر هو هغه شدت پر ظالمانو او هغو کسانو چي پر مسلمانانو تېرى او تجاوز کوي باقي پاته دى، مګر دينداره، صالحو او مستقيمو خلکو ته تر هر چا نرم يم او هيڅوک نه پرېږدم چي پر چا ظلم يا تېرى وکي، حتّْی چي د ظالم باړخو به پر مځکه کښېږدم او زما قدم به يې پر دغه بل باړخو ور کښېږدم تر څو د حق تابع کيږي، خو زه سره د دغه شدته و اهلِ عفاف او اهلِ کفاف ته (يعني پاک او بې غرضه خلکو ته) خپل باړخو پر مځکه ايږدم. 


او بیا یې و ویل: اې خلکو! ستاسي پر ما حقونه سته چي زه به يې و تاسي ته بيان کم او خپل حقوق په ياد و لرى او زما څخه په هر وخت کي د خپلو حقوقو غوښتنه کوى، ستاسي پر ما دغه حق دى چي ستاسي د مالو او د هغو شيانو څخه چي الله(ج)  يې تاسي ته درکوي د هغو څخه به هيڅ شئ نه د ځان دپاره او نه د خپلي کورنۍ دپاره اخلم، بېله هغه څه څخه چي الله(ج)  در باندي ايښي دي، يعني د مال په اخستلو سره پر تاسي ظلم نه کوم، يا دا چي د غنيمت په مالو کي ستاسي حصه وي هغه درنه کړم. 


او ستاسي بل حق دا دى: که زما لاس ته يو شئ راغلى هغه زما د لاسه نه وزي مګر پر هغه خپل حق (يعني د بيت المال مالونه به عبث نه مصرفيږي، نه به غلا کيږي نه به ضائع کيږي، اختلاس او بې ځایه مصرفونه به نه وي، هره پيسه به و خپل حقدار ته رسيږي او پر خپل ځاى به مصرفيږي) او ستاسي دا حق دى چي ستاسي خرڅ او مصرف به در زياتوم، يعني: تاسي دا فکر و نه کړى چي عُمر شديد، زاهد او متقي دى پر خلکو به هم سختي راولي بلکه ستاسي خرڅ او مصرف در زياتوم، که زهد او تقوْی وي، يا شدت او سختي وي هغه پر خپل ځان راولم مګر ستاسي خرڅ او مصرف پوره در کوم، د جهاد په باره کي يې و ویل: په خزو او سرحدو کي مو ډير نه ځنډوم، يعني: نه مو پرېږدم چي ډيره اوږده موده په جهاد کي تېره کړى او که مي بيا چيري و جهاد ته و لېږلاست هغه وخت بيا زه ستاسي د اولادو پلار يم تر څو چي بيرته خپلو کورو ته راځى، يعني د کورو ساتنه او سر پرستي مو زما وظيفه ده.


که تاسي ما په ښو کارو سره امر نه کړی او د منکَر یا بدو کارو څخه مي منعه نه کړی او نصیحت را ته و نه کړی په ورځ د قیامت به زه و الله(ج)  ته ستاسي شکایت وکړم.

 


دغه د آمريت و اُصولو او قوانينو ته لږ فکر وکى چي حضرت عُمر فاروق (رض) پر خپل ځان لازم کړه، د ملت ساتل، د هغو د کورنيو سر پرستي، د جهاد متابعت او نه پرېښوول، د بيهوده او بيځايه مصارفو څخه د بيت المال د مالو ساتل، دغه ټوله يې په لږو جملو کي د ځان مسئوليت او وظيفه وبلل. 


او ويل: يا عِبادَ الله! اې د الله بندګانو د الله څخه و بېرېږى، پر تاسي زما د شدت په منعه کولو کي زما کومک وکړى، يعني کوښښ وکړى چي خپل ځانونه زما د شدت څخه وساتى، ځکه که څوک غلط او ناوړه کار وکي بيا نو هغه پوه سه او عُمر، او که پر سمه لار مستقيم رهي وي هغه ته هيڅ ضرر نه رسيږي، 

 

نو خود ويل: زما د شدت په منعه کولو کي تاسي زما کومک وکى (یعني د دې دپاره چي زه شدید نه سم تاسي پرسمه لار ځی، هلته بیا زما شدت نسته) او زما سره زما پر خپل ځان د امر بالمعروف او نهى عن المنکر په واسطه کومک وکړى، يعني: په ښو کارو مي امر کوى او له بدو کارو څخه مي منعه کوى او ستاسي په کارو کي چي الله(ج)  زه متصرف کړى يم نصيحت را ته کوى، په آخر کي يې و فرمايل:  {وأقُولُ قَولِي هذَا أستَغفِرُ اللهَ لِى وَلَکُم } 


تاسي ولیده چي د حضرت عُمر فاروق(رض)  دا غوښتنه او آرزو نه وه چي د خلکو آمر او مشر دي وي، بلکه د ده (رض)  سره دا بیره ور سره وه چي دغه پر خلکو آمریت د دې سبب و نه ګرځي چي دﺉ دي د جنت د داخلېدلو څخه را وګرځوي، نن ورځ موږ هم د خپلو اسلامي آمرانو او مشرانو دپاره دغه عُمَري طریقه غواړو، چي دغه د څو ورځو مشري او حکمراني دوی د جنت د داخلېدلو څخه را و نه ګرځوي، بلکه غواړم چي موږ که آمر یو که مامور، که حاکم یو که محکوم یو د بله سره د اسلامي لار ښوونو په سبب ټول جنت ته داخل سو.       


نو حضرت عُمر فاروق (رض) په خپله وينا کي خلکو ته ور وښوول چي شدت اوس هم پاته دى خو یواځي پر بدکاره او ظالمانو خلکو، د متقي او پرهېزګاره، د دينداره او مستقيمو خلکو سره به نرم او ښه ملګرى يم. 


حضرت عُمر فاروق (رض) په يوه بله خطبه کي يوه عجيبه خبره وکړه، حضرت عُمر (رض)  په دې فکر او تشويش کي ؤ چي خلک به و ده ته د ده د شدت په سبب نصيحت نه کوي، د ده څخه به بېريږي او دئ به خپل سر ته پرېږدي، نو يو وخت يې خطبه ويل او د خطبې په منځ کي يې و ویل: اې خلکو! که ما په خپل سر او د خپلي خوښي مطابق امرونه کول تاسي څه واياست؟ 


يعني: که مي دنيوې کارونه شروع کړه او هر څه چي ما غوښته هغسي حکم مي کاوه تاسي څه کوى؟ خلک ټوله چپ وه د بيري څخه هيچا هيڅ ونه ويل، حضرت عُمر (رض) بيا دغه جمله تکرار کړه او ويل: اې خلکو که ما په خپل سر حکمونه کول تاسي څه واياست؟ بيا هم چا جواب ور نه کړى، درېيم وار يې بيا دغه جمله تکرار کړه، يو د اصحاب کرامو څخه ولاړ سو او وې ويل: 


يا اميرَ المؤمنين! په والله که تا و دنيا ته په خپل سر و ویل دغسي، موږ به په خپلو تورو درته و وايو دغسي، (په خپل لاس سره یې د پرېکولو اشاره وکړه) يعني: که تا په خپله خوښه او په خپل سر حکمونه کول، موږ دي په والله سر در پرې کړو. 
دغه سړئ د حضرت عُمر(رض)  د شدته څخه و نه بېرېدى او حق جواب يې ورته و وايه، د نن ورځي د غدارانو او چاپلوسانو څخه نه ؤ چي د حاکم او رئیس د هر حکم په مقابل کي بلې صاحب او بلې صاحب وايي. 


عُمر (رض)  په لوړ آواز پر ناري کړه: څه دي و ویل؟ غواړي چي وې بېروي، هغه صحابي و ویل: که تا پر دنيا په خپل سر حکم کاوه، په والله موږ به په خپلو تورو ستا سر در په هوا کو، عُمر(رض)  و ویل: الحمد لله، زه پر دې بېرېدم چي څوک به نه سي ولاړ، زه پر خپل ځان بېرېدم چي زما د ډير هيبت په سبب به څوک ما نه اصلاح کوي، څوک به د بيري په سبب حق وینا نه راته کوي، سمه لار به نه راښيي، مګر اوس مطمئن او خوشاله سوم. 


نو د حضرت عُمر فاروق (رض) پر دې حرص ؤ او دایې کوښښ ؤ چي د ده په ملت کي داسي څوک موجود وي چي و ده ته نصيحت او لار ښوونه وکړي.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته