تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د ژوند مختلفي قصې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 24, 2021
  0

د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د ژوند مختلفي قصې


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که څوک د داسي چا لیدل غواړي چي سترګي په یخیږي او زړونه په خوشاله کیږي، که څوک غواړي چي انساني عظمت او صداقت په انتهايي اوج  او لوړ والي کي و ویني، نو دې و دغه انسان ته وګوري چي د لباس په یوه حصه کي یې یوویشت پینې وې او دﺉ امیر المؤمنین ؤ، د دغه انسان په یوه لاس کي به قلم او کاغذ ؤ او په بل لاس کي به یې مشواڼۍ وه، د هغو مسلمانانو د کورو دروازې به یې ور ټکولې چي دوی به جهاد ته تللي وه او د هغو ښځو ته به یې ویل چي د کور د دروازې شا ته کښېنه او کوم حال او خبر چي و خپل خاوند ته لېږې هغه را ته و وایه چي زه یې لیکم، ځکه قریبه ده چي پوسته او ډاګ و لېږل سي.


همدارنګه دي و دغه انسان ته وګوري چي هم امیر المؤمنین ؤ او هم یې د هغه وخت د مځکي د مخ و دوو لویو مملکتو روم او فارس ته (چي د هغه وخت روس او امریکا بلل کېده) ماته او شکست ورکړی ؤ بیا به یې هم د دغو تللو خلکو د کورو دروازې ور ټکولې او د هغو و ښځو ته به یې ویل: خپل کار او ضرورت مو را ته و وایاست او که څوک د بازاره څخه د یوه شي د رانیولو ضرورت لري هغه دي را ته و وايي او که نوکر لري هغه نوکر دي راسره کړي چي د بازار سودا یې ور وکړم، ځکه زه بېرېږم چي څوک یې په رانیولو او خرڅولو کي خطا نه باسي او بیا به په داسي حال کي بازار ته رهي سو چي تر شا به د دغو نوکرانو اوږد قطار په پسې ؤ، هلته به امیر المؤمنین په خپله هغه د دوی د ضرورت شیان ور رانیول او په خپل لاس به یې د دوی په ټکریانو او کڅوړو کي ور ایښوول.


اوس نو تاسي و وایاست چي آیا د بشر په تاریخ کي بل دغسي انسان وجود لري چي هم دي امیر المؤمنین وي او هم دي په دغسي بسیط او عادي شکل سره په دغسي عدل او عدالت سره د مځکي پر مخ ژوند کوي؟


یوه ورځ امیر المؤمنین حضرت عمر فاروق(رضي الله عنه)په مدینه منوره کي رهي ؤ چي هلته هلکانو د خرما تر درختو لاندي هغه خرماوي ټولولې چي باد را اچولي وې، هلکانو چي امیر المؤمنین ولیدی بېله یوه هلکه چي پر خپل ځای پاته سو نور هلکان سره وپاشل سوه او لیري ولاړل، کله چي حضرت عمر(رضي الله عنه)ور نژدې سو هلک ورته و ویل: یا امیرَ المؤمنین دا هغه خرماوي دی چي باد را اچولي دي(یعني ما نه دي شکولي) امیر المؤمنین ورته و ویل: ته یې را ښکاره که هغه چي باد را اچولی وي ما ته را معلومیږي، بیا یې هغه خرماوي چي د هلک په لاس کي وې سره واړولې او هلک ته یې و ویل: صدقتَ، هلک خوشاله سو او بیا یې د کوچنیوالي په معصومه لهجه سره امیر المؤمنین ته و ویل: هغه هلکان وینې چي هلته ولاړ دي؟ دوی زما په انتظار کي دي چي زه هلته ورسم او دوی حمله را باندي وکړي دغه زما خرماوي را څخه واخلي، حضرت عمر(رضي الله عنه)و خندل او هلک ته یې و ویل: زما سره راځه چي زه دي ستا د امان ځای ته ورسوم، هلک د امیر المؤمنین تر څنګ رهي سو او امیر المؤمنین یې تر لاس نیولی ؤ څو خپل کورته ورسېدی.


یو انسان چي نوم یې عمر ؤ او د مسلمانانو خلیفه او امام ؤ، الله(جل جلاله)ډیر فتوحات ورکړي وه، د مځکي پاچهان ځني بېرېدل، د ده په پښو کي د مځکي طاغیان او باغیان لغړېدل، مالونه او خزانې یې لکه ولې و مخ ته بهېدل، د دغه امام د لیدني دپاره د عراق څخه یوه ډله را رهي سوې وه چي په دغه ډله کي احنف بن قیس(رضي الله عنه)هم ؤ، دغه ډله په دوبي او د ډیري شدیدي ګرمۍ په وخت کي مدینې منورې ته را ورسېدل، ناڅاپه یې امیر المؤمنین ولیدی چي په دغه ګرمي کي د صدقی د اوښانو څخه د یوه پمن اوښ په علاج مشغوله دی او قطران یا هغه تور بد بویه تېل پوري موږي، کوم وخت چي یې سترګي پر دغه خپلو میلمنو و مښتې او په هغو کي یې احنف بن قیس(رضي الله عنه)چي د یوې لويي قبیلې رئیس او سردار ؤ ولیدی پر ږغ یې کړه: یا احنف! کالي دي ایسته کړه او راسه د امیر المؤمنین سره دغه د صدقې د اوښ په علاج کي کومک وکه، ځکه په دغه اوښ کي د ټول امت، د یتیم او مسکین حق سته.


د دغي ډلي څخه یو نفر چي د دغه کیفیت او حالت څخه په حیرت او تعجب کي ؤ و ویل: الله(جل جلاله)دي و امیر المؤمنین ته مغفرت وکړي د صدقې د مریانو څخه یوه مريي دغه کار کولای سوای (یعني ته ولي ځان په ستړی کوې) حضرت عمر(رضي الله عنه)په جواب کي ورته و ویل: کوم مریی به تر ما او احنف ډیر مریی وي او بیا هم د هغه اوښ په علاج مشغوله ؤ. 


جابر بن عبدالله(رضي الله عنه)وايي: عُمر بن الخطاب(رضي الله عنه)يوه ورځ زما په لاس کي غوښي وليدې، نو يې پوښتنه را څخه وکړه او ويل يا جابر! دا څه شي دي؟ ما ويل غوښي دي اشتهاء مي ورته وسوه رامي نيولې، عُمر(رضي الله عنه)و ويل: هر شي ته چي دي اشتهاء وسي رانيسې يې؟ آيا ته د دې څخه نه بېرېږې چي د قيامت په ورځ در ته و ویل سي: تاسي خپل نعمتونه په دنيوي ژوند کي و خوړل؟ 


اوس نو تاسي فکر وکى: هغه څوک چي په حلالو نعمتو کي پر خپل دين بېريږي، هغه به د سيئاتو يا ګنهو څخه څومره ليري ګرځي، مګر د عُمر(رضي الله عنه)او د ګنهو يې سره څه؟ دئ(رضي الله عنه)هغه څوک ؤ چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په شاهدي سره شيطان د ده څخه لار چپول. 


عُمر(رضي الله عنه)د ډيرو هغو نعمتو څخه ځان محرومه کړى ؤ چي الله(جل جلاله) پر ده نه وه حرام کړي، دا ځکه چي ده خپل ځان د دغه ور کړه سوو نعمتو د شکر د آداء کولو څخه عاجزه بلى، نو يې نه غوښته چي نور دي هم د نورو نعمتو د شکره څخه عاجزه پاته سي.
حضرت عُمر(رضي الله عنه)يواځي دا نه چي پر انسانانو مهربانه او د هغو غمخور ؤ بلکه د ده مهرباني او غمخوري تر حیواناتو هم رسېدلې وه، چي په دغه باره کي دغه یوه قصه واوری: 


څرنګه چي مدینه منوره د دریاب د غاړي یا ساحلي ښار نه ؤ نو هلته ماهیان نه پیدا کېدل، یو وخت حضرت عُمر(رضي الله عنه)په یوه مجلس کي و ویل چي ماهیانو ته مي هوا یا اشتهاء سوې ده، د حضرت عُمر(رضي الله عنه)یوه خادم د دغي خبري په اورېدلو سره یو بوده رهي کړی او څلور ورځي یې سفر وکړی څو یوې ساحلې منطقې ته ورسېدی او څلور ورځي یې د هغه طرفه سفر وکړی څو مدینې منورې ته د یوې ټکرۍ ماهیانو سره را ورسېدی، حضرت عُمر(رضي الله عنه)چي دغه د بوده ستړیا او خولې ولیدلې نو یې و ویل: ته د عُمر د غوښتني دپاره څلور ورځي سفر کوې او څلور ورځي بیرته د ها خوا راځې او د عُمر د غوښتني دپاره یوه بوده ته دومره تکلیف ورکوې! په والله زه به د دغو ماهیانو څکه په دې سبب و نه کړم چي د قیامت په ورځ د دغه بوده د ستړیا پوښتنه راڅخه ونه سي.


یوه ورځ حضرت عمر(رضي الله عنه)د حضرت عباس(رضي الله عنه)د کوره سره تېرېدی وې لیده چي د حضرت عباس(رضي الله عنه)  د کور ناوه داسي ایښوول سوې ده چي د باران په وخت کي د دغي ناوې اوبه د مسجد نبوي و صحن یا میدان ته را توییږي او پر هغه چا توییږي کوم چي پر دغه لار تیریږي، څرنګه چي حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په قد جګ ؤ ناوه یې ونیول او د مځکي و طرف ته یې د دېواله سره کږه کړه، حضرت عباس(رضي الله عنه) چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) اکا دی د کوره څخه را و وتی او ویل ته پوهیږې چي تا څه وکړه؟

 

ته خبر یې چي دغه ناوه پر دغه ځای چا ایښې ده؟ دا رسول الله(صلی الله عليه وسلم)په خپل لاس ایښې ده اوس نو ستا خوښه ده څه چي په کوې هغه په وکه، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  چي دغه خبره واورېدل ویل: یا عباس! قسم درکوم چي ته به زما پر اوږو ور پورته کېږې او دغه ناوه به پر هغه پخواني حال ایږدې، حضرت عباس(رضي الله عنه)  دا نه کړه قبوله چي د حضرت عمر(رضي الله عنه)پر اوږو ور پورته سي، حضرت عمر(رضي الله عنه)  ويل: يا والله خامخا به ور پورته کېږې آیا زه هغه شی ایسته کوم چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ایښی وي؟


اوس نو تاسي د هغه چا په باره کي فکر وکی چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم)سنت یې ضایع کړي وي، یا د هغه(صلی الله عليه وسلم) و سنتو ته تغیر ورکوي، یا ځني منکره وي.


د حضرت عمر(رضي الله عنه)خادم یرفأ وايي: ما د امیر المؤمنین و لباس ته وکتل او په هغه کي مي تر یوویشت پینو زیاتي حساب کړې چي څلور پینې یې یواځي د اوږو په حصه کي وې.


یوه ورځ امیر المؤمنین(رضي الله عنه)د جمعې د لمانځه څخه وځنډېدی او بیا په تلوار راغلی منبر ته وختی او د خلکو څخه یې د ځنډېدلو معافي غوښته، او ویل والله زه بل شي نه یم ځنډولی بېله دې څخه چي زه دغه یو کمیس لرم، 


ما غوښته چي پرې یې منځم او دغه اوس د هغه د پرېوللو څخه فارغه سوم نو ما ته دغه زما ځنډېدل را و بخښی.

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

 

سرته