تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) شجاعت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2020
  0

د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  شجاعت


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سره د دې چي ابوبکر الصّدِّیق> په بدن ضعیفه او ډنګر ؤ مګر په حق کي قوي او ثابت ؤ د الله(ج)  د دین په لار کي یې په هیچا پروا نه کېده، یو وخت حضرت علي بن ابی طالب > د خلکو څخه پوښتنه وکړه او ویل و وایاست څوک تر ټولو خلکو شجاع او دلاوره دی؟ خلکو و ویل: ته یا امیر المؤمنین! ده> و ویل: یا! تر ټولو خلکو شجاع ابوبکر الصّدِّیق دی،

 

ځکه د بدر په ورځ موږ د رسول الله(ص)  دپاره عریش جوړ کړی او ومو ویل: د رسول الله(ص)  د ساتني دپاره به څوک په دغه عریش کي د رسول الله(ص)  سره ملګری وي چي د مشرکانو څخه څوک حمله پر و نه کړي؟ په والله هیڅوک را د مخه نه سو بېله ابوبکره څخه چي توره یې په لاس کي وه او د رسول الله(ص)  سره ولاړ ؤ، د مشرکانو څخه چي به هر چا د دې إراده وکړه چي رسول الله(ص)  ته ورسي ده به حمله پر کول، [تاسي ته معلومه ده چي د بدر په ورځ د مشرکانو شمېر تقریباً زر نفره ؤ او مسلمانان تر درو سوو نفرو لږ زیات وه، او د مشرکانو اصلي او اساسي مقصد رسول الله(ص)  ؤ، نو هر څوک چي د رسول الله(ص)  سره په عریش کي ملګری وي هغه څوک د مرګ سره مخامخ دی او په دغه ورځ دغه نفر حضرت ابوبکر الصّدِّیق> ؤ] 


حضرت علي> نور هم و ویل: ما په مکه مکرمه کي رسول الله(ص)  ولیدی چي مشرکان پر را ګرځېدلي وه يوه د يوې خوا او بل د بلي خوا په سُکانو او چپلاخو واهه او دغه یې ورته ویل چي ته هغه څوک یې چي دغه زموږ آلهه دي یو إلْه ګرځولی دی؟ حضرت علي(رض)  وايي موږ د لیري ورته کتل په والله زموږ څخه هیڅوک نه ورغلی او نه ور نژدې سو بېله ابوبکره څخه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په تلوار سره هلته ورغلى يو يوه طرف ته پوري وهي او بل بل طرف ته او دغه یې ویل: تاسي یو څوک پر دغه وژنی چي وايي رب مي الله دی؟

 

څو ځان يې و رسول الله(ص)  ته ور و رساوه، مشرکانو رسول الله(ص)  پرېښاوه او پر ابوبکر الصّدِّیق(رض)  يې را واچول، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دکفارو له طرفه ډير سخت و وهل سو خلك پکښي غورځېدل، عتبه بن ربيعه ور نژدې سو د ابوبکر پرځيګر کښېنستى او خپله چوټه يې ورته ونيول پر مخ مخ يې په وهي، مخ يې تر داسي اندازې و پړسېدى چي پزه يې په مخ کي نه معلومېدل او د مخه څخه یې ویني رابهېدې (د هغه وخت چوټي وې د مېخو ډکي او هره يوه يې دوه کيلو وه) ترڅو چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  بېهوښه او بې سده پروت ؤ، بيا نو بنو تيم چي د ابوبکر(رض)  قبيله وه راغله او  ابوبکر(رض)  يې په يوه پټو کي واخستى او د ده (رض)  کور ته يې يو وړى او د ده په مرګ کي چا شک نه درلودى، خو ده د ورځي په آخر کي خبري وکړې او اوله خبره يې دا وه: رسول الله(ص)  څنګه دى؟ حاضرو کسانو خبره واړول او بيا د ده (رض)   مور ته چي اُم الخير ورته ويل کېده او تر دغه وخته نه وه مسلمانه سوې ور  ولاړ سوه ويل: د خوړلو يا څښلو يو شئ ورکړه،

 

مور چي يې ور ته راغله او ور سره یوازي سوه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دغه وايې: رسول الله(ص)  څنګه دى او څه يې وکړه؟ مور يې و ويل: آیا تر اوسه یې لا یادوې؟ ده > و ویل والله نه به څه وخورم او نه به یې وڅښم تر څو چي د رسول الله(ص)  له طرفه مطمئن نه سم، مور یې و ویل: ستا په صاحب او ملګري نه يم خبره، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ويل: و اُم جميل بنت الخطاب ته ورسه او د رسول الله(ص)  د حال پوښتنه ځني وکړه، د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مور و اُم جميل ته (چي فاطمه بنت الخطاب او د عُمر(رض)  خور ده) ورغله او ويل: ابوبکر د محمّد بن عبدالله د حال پوښتنه در څخه کوي، اُم جميل چي خپل اسلام یې پټاوه و ويل: نه ابوبکر پيژنم نه محمّد بن عبدالله او که دي خوښه وي چي ستا زوى ته در سره ولاړه سم ولاړه به سم، ويل: هو راځه،

اُم جميل  د ابوبکر(رض)  د مور سره و ابوبکر(رض)  ته ورغله، وې ليدل چي ابوبکر(رض)  ټپي او زخمي پروت دى دا ور نژدې سوه او په چغو سره يې ناري کړه: والله هغه قوم چي ستا سره يې دا کار کړى دى هغه د فسق او کفر اهل دي او زه اميد لرم چي الله(ج) به ستا بدله او انتقام د هغو څخه واخلي، ابوبکر(رض)  و ويل: د رسول الله(ص)  څه حال دى او څنګه دى؟ ام جميل و ويل: دغه ستا مور يې اوري، ابوبکر(رض)  و ويل: پروا نه لري دا زما مور ده، ام جميل و ويل: هغه جوړ او روغ دى، ويل: چيري دى؟ ويل: د ابن الأرقم په کورکي دى،

 

ابوبکر(رض)  و ويل: والله نه به خواړه وخورم او نه به شئ وڅښم ترڅو چي رسول الله(ص)  ته نه يم ورغلى، هغو ويل: ته لږ انتظار وکړه چي ته يو څه آرام سې او خلك کورو ته ولاړ سي، أم جميل وايې: پسله څه وخته څخه چي تاریکه سوه او خلك کورو ته ولاړه ابوبکر(رض)  چي د تګ کولو قدرت یې نه درلودی په داسي حال کي مو د ده له کوره څخه را وايستى چي زموږ په منځ کي ؤ او پر موږ يې تکيه کول څو  
و دارالأرقم ته ورغلو او هلته یې رسول الله(ص)  ولیدی، رسول الله(ص)  چي ابوبکر الصّدِّیق په دغه زخمي حالت کي ولیدی زړه یې پر وسو او ورته را ولاړ سو په غیږ کي یې و نیوی، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي د رسول الله(ص)  شفقت او مهرباني ولیدل د هغه د تسلّْی دپاره یې و ویل یا رسولَ الله! نور څه نه دي راسوي فقط دغه مخ مي خوږ سوی دی، رسول الله(ص)  دعاء ورته وکړه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل:

یا رسولَ الله! زما مور ته دعاء وکړه چي الله هدایت ورته وکړي، رسول الله(ص)  و فرمایل: 
«اللّهم اهدِ أم أبي بکر» 


یعني: الْهي د ابوبکر و ومور ته هدایت وکړې. 


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مور چي دلته ولاړه وه فوراً یې و ویل: 


{أشهدُ أن لا إله إلاّ الله و أشهدُ أنّ محمّداً رسولُ الله} 
داسي نور هم د رسول الله(ص)  دپاره ډیر د خطر ځایونه راغلي دي چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ځان ور رسولی دی. 
د اُحُد او حنین په ورځ چي ډیرو مسلمانانو تیښته اختیار کړه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  سره ثابت ولاړ ؤ. 
ابن عساکر د ابن سیرین(رح) څخه روایت کوي چي عبدالرحمْن د ابوبکر الصّدِّیق> زوی چي د بدر په ورځ د مشرکانو ملګری ؤ پسله اسلام راوړلو یې و خپل پلار ته و ویل: پلاره! د بدر په ورځ او د جنګ په میدان کي به ما ته لیدلې خو زه به د دې دپاره درڅخه ګوښه کېدم چي ستا سره جنګ و نه کړم،  ابوبکر الصّدِّیق> ورته و ویل: مګر زه په والله که ته زما په مخه راغلی وای ما به مخ نه وای درڅخه اړولی او وژلی به مي وای. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته