تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ شعراوي خبرو په تعجب کي کړم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2018
  0

ژباړه : غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱ – که تا ته د نورو خلکو کار مهم و پوه سه چي ته د اصل خوی څښتن يې.


۲ – که تا په نورو خلکو کي ښکلا ليدل پوه سه چي ته په معنوي لحاظ ښکلی يې (ستا په دننه کي ښکلا سته).

 

۳ – که تا ورورګلوي پالل پوه سه چي ستا لپاره د ملګرو د نور منبرونه سته.


۴ – که تا د نورو خلکو نېکي پالل پوه سه چي ته وفاداره ملګری يې.


۵ – ژر ده چي داسي ورځ به راسي او ته به ومومې چي یو کس ستا لپاره قرباني کوي ، ستا پر مخ به مسکا خوره کړي ، پس ته د خپل زړه دروازې مه تړه.


۶ – خپله دروازه په بېړه مه ورته خلاصوه ځکه هلته د ماشومانو په شان ځیني اشخاص سته چي ستا دروازه در ټکوي خو وروسته يې نړوي.


۷ – اې زما ملګرې !!! هيڅ کله زما ترشا مه ګوره ، کېدلای سي زما تېر وختونه دې غاړه در ماته کړي او یا هم د مخامخ دېوال سره ټکر وکړې.


۸ – هلته پاک زړونه دي چي له دردونو سره په چپوالي مقابله کوي ، او د نورو خطاګاني  په ښه نيت توجیه کوي.


۹ – بخښنه کوه ، او ژوند ډېر لنډ دی ، سره نږدې سئ ، عمر یوه لحظه دی ، ژر ده چي موږ ټول د (له دنیا څخه د قبر په لور) سفر وکړو ، پس يا ربه : زموږ اخره خاتمه را ښکلې کړې ، او موږ له دنیا څخه خپل جنت لره بوځې.


۱۰ – مه يې کوه ! نا ممکنه کار د هغه انسان لپاره مه ترسره کوه چي خپله يې نه ترسره کوي ، خو د خپل ځان لپاره يې ترسره کړه. 


۱‍‍‍۱ – کله چي موږ د هغو خلکو په خبرو وځورېږو چي موږ مینه ورسره لرو ، نو موږ دوه ځلي دردول کېږو ، لمړی د دوی په خبرو سره ، دوهم : کله چي موږ د دوی د خبرو د ځواب ور کولو څخه عاجزه سو.


۱۲ – پوه سوم چي مور ژوند دی ، پلاز عزت دی ، ورو ملاتړ دی ، خور مور ده او په نېکۍ کولو کي قریبان نږدې دي ( نېکي باید لمړی له قریبانو سره وسي).


۱۳ – لکه څرنګه چي مي دا هم زده کړل چي : زوی باید تر کنترول لاندي ونه نیول سي ، بلکه د هغه سره مینه او له هغه سره نرمي دا ده چي د هغه ښه روزنه وسي.

 

۱۴ –لور په دنیا کي جنت ده نو ښه يې و روزه.


۱۵ – او دا مي درک کړل چي ګاونډی به اړتیا لري ، پس د هغه عزت وکړه ، د هغه په هکله پلټنه وکړه او درناوی يې وکړه.

 

۱۶ – ژوند ډېر لنډ دی ، او ددې وړ نه دی چي حسد ، کنه او بغض پکښي وسي او صله رحمي دي پکښې قطع کړل سي.


۱۷ – کېدلای سي سبا فقط زموږ یادونه پاته وي او مرګ موږ ته ( د ژوندي پاته کېدلو ) اجازه نه راکوي.


۱۸ – مسکا وکړه او هغه خلکو ته بخښنه وکړه چي ستا سره بدي کوي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته