تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمانانو د کمزورۍ عوامل
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 8, 2020
  0

د مسلمانانو د کمزورۍ عوامل

ليکوال: شيخ عبدالمالک نيازی

 

اسلام د نړۍ په تاریخ کي، د یوغښتلي دین په حیث رول لوبولی، څومره چي اسلام انسانیت ته خدمت کړی، هغومره بل چا نه دی کړی؛

اسلام په علمي، اقتصادي، کلتوري، اخلاقي، تمدني .... برخو کي د انسانیت سترمحسن بلل کیږي. قرانکریم، بشریت ته ترټولو ت مخه د لوست تلقین ورکړی، د خپل فعالیت سریزه یې په علم اوزده کړه پیل کړې او په مختلفو ډګرونو کي یې داسي علمي حقیقتونو او واقعتونو ته اشارې کړي، چي اوسنی پرمختللي ټکنالوژۍ درک کړي، او بې شمېره نور یې، څېړنو او تحیقاتو ته انتظار باسي.


ترکومه چي مسلمانانو په خپل مقدس دین (اسلام ) باندي عمل کوی، دوی  د نړۍ د فکري اوسیاسي قیادت افتخارهم په غاړه درلود، متأسفانه له کوم وخت نه چي هغوی خپل دین ته شا کړه، دعلم او تکنالوژی له کاروان څخه ورسته پاتي سول. له همدغه ځای څخه یې خپل اعتباراو د قیادت وړتیا له لاسه ورکړه.


په اړونده موضوع کي غواړم ستاسي توجه د (ربحت محمد، اولم اخسر المسیح) د کتاب و ځینو معلوماتو ته را وګرځوم:
" زه د محمد او راشدینو خلفاؤ په اسلام ایمان لرم، نه ددې وخت دمسلمانانو په اسلام!" برناردشا


که له یوې خوا اسلام د خارجي دښمنانو له ګواښ سره مخ دی ، له بلي خوا د داخلي نا پوهه دوستانو له خطر سره مخ دی، کوم چي له داخل نه د اسلام نښې بدلوي او د سنګرونو فتحه کول له داخل څخه ډېر اسانه وي، نسبت خارج ته. 


   "څومره چي موږ د خپلو دوستانو له خوا – د دښمنانو په لمسون-  وهل سوي یو دومره د دښمنانو له خوا نه یو وهل سوي!" دامام غزالی رحمه الله وینا.


 د مسلمانانو وروسته والی د هغواسبابو په سر کي راځي چي د اسلام د خپرېدو مخه یې نیولې ده ، ځکه چي د مسلمانانو وروسته والی هغه بیکاره هنداره ده چي د اسلام واقعي څیره یې پټه کړې؛ بلکي د مسلمانانو تیارې یې څرګندې کړي .


دكتور محمد عمارة وایي:" که مسلمانان وروسته پاتي نه وای نواسلام به په لوېدیځو ټولنو کي د یو ځغلنده دین په حیث څرګند سوی وای، ځکه چي لوېدیځوال دخپل عقلي طبیعت له مخي ظاهري تمدن او پرمختګ ته ډېر مایلان لري. " 


يا شرقُ لا تشــكُ الشــقاءَ * * * ولا تُطلْ فيه نــواحَكْ
لو لم تكن بيديك مجروحاً  * * * لَضمـّـدنـا جــراحـكْ !


ژباړه: اې شرقه (اسلامي ولسه) ماته د خپلي بد بختۍ اودرد څخه شکایت مه کوه ، او مه ډېر ژاړه ، ځکه که تا پخپله ځان نه وای زخمي کړی ، نو موږ به  ستا زخمونو ته پټۍ لګولي وای.


د مسلمانانو اوسنی حالت هغه غټه پرده ده چي د اسلام نور یې پټ کړی دی او خلک یې د الله له لاري منع کړي دي، مسلمانانو په دې کارسره دوې غلطۍ وکړې، یو یې د اسلام په تطبیق کي کوتاهي وکړه ، او بل یې د اسلام  نور او رڼا له نورو ولسونو څخه پټه کړه.


عباس عقاد وایي: " ناپوهه او جاهل دوستان د خپلي ټولني لپاره ډېر تاوانیان دي نسبت د ښمنانو ته ، د تاریخ په اوږدوکي چي څومره تاوان اسلامي امت ته جاهلو دوستانو اړولی دومره بل هیڅ چا نه دی اړولی "!
 امام محمد عبده وایي: " ټول هغه ناوړه کارونه چي په مسلمانانو کي رائج دي هغه اسلام نه دی، بلکي هغه مسلمانانو له خپل ځان څخه په اسلام پوري تړلي".


مفكر مالك بن نبي وایي:" وروسته والی هغه عذاب دی چي اسلام په خپلو پلویانو، اسلام څخه د سرغړوني له امله مسلط کړی، د مسلمانانو د وروسته پاته کېدو سبب اسلام ته شاکول دي، د دوی په هکله د الله دغه وینا ریښتنې شوه چي فر مایې: (( وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى )) ژباړه: هغه څوک چي زما له پند (قران) څخه سرغړونه وکړي، بی له شکه دده لپاره به وي تنګ (ذلیل) ژوند په دنیا کي او راپا به څوو دی د قیامت په ورځ وړوند.


دورسته والي ساحې اومیدانونه:


مسلمانان په مختلفو میدانونو کي وروسته پاتي دي چي مهم یې په دې ډول دي:

 

یو. د لیک او لوست څخه محرومیت.


دوه. د فعال عقل نشتوالی؛ د سوچ اوفکرکولو پرځای په حفظ بسنه، د پلان پر ځای ګډوډی ته مخه کول

 

درې. وخت ضائع کول


څلور. سستي، په کارونوکي د مهارت نشتوالی، د لږ عمل څخه د لویو لاسته راوړنو هيله درلودل!

 

پنځه: د اصولو او بنسټونو پرځای اشخاصو ته اعتبارورکول، د مؤسسې کارونو(شورایي سستم) نشتوالی


 شپږ. مذهبي، لساني، قومي تعصب، په دین باندي تجارت، د موضوعي احادیثو انتشار، اسرائلي قصې، د دنیا پرځای په دین کي نوښت او بدعت.


اووه. د نظافت په هکله بې احساسي، د قانون او نظام څخه سرغړونه، د ټولني په وړاندي مسؤلیت نه احساسول.

 

اته. وژونکې نا امیدي او وحدت ټوټې کېدل


سید جمال الدین افغان وایي: " پر اسلام باندي د لوېدیځوالو، د قناعت لپاره غوره وسیله داده چي هغوی ته ووایو چي موږ واقعي اوحقیقي مسلمانان نه یو"

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته